د هر نوي تعقیب سره
زموږ وړیا بریښنالیک ته ګډون وکړئ
له نن څخه ۴۶ کاله وړاندې پدې ورځ (د مرغومي شپږمه) پر افغانستان دپخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو یرغل وکړ، برحاله حکومت یې ړنګ او پرځای یې د خپلې خوښې واکمنان مسلط کړل. موږ د افغانستان پر خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ملي ارزښتونو دا پېښه لکهد هر بل پردي مستقیم او نیابتي یرغل په څیر په کلکه غندو. دا یرغل له سیاسي، بشري او اقتصادي پلوه زموږ هېواد او خلکو ته دومرهویجاړونکی و چې نږدې نیمې پیړۍ وروسته لا هم افغان ولس د هغې لهجانبي پایلو او ناورین څخه ځان ندی خلاص کړی. دلته یو مهم ټکی باید تل زموږ په یاد وي چې د شوروي ښکېلاک تر یرغلوړاندې لا غربي ښکېلاک شوروي اتحاد سره د نړیوال جیوپولټیک رقابت پهموخه زموږ په هېواد کې افراطي جنګي ډلې رامنځته کړې وې، چې دشوروي د یرغل په پلمه یې لاپسې تجهیز او تمویل کړې. د غربي او شرقي ښکېلاک ددغه سیاستونو په پایله کې د افغانستان د دووپېړیو بیوروکراتیک نظام، ملکي او نظامي جوړښتونه په بشپړه توګه ونړولشول. سربېره پر دې د لوېدیځ په مستقیم مالي ملاتړ، زموږ د دودیز ملياسلامي فرهنګ د مسخه کولو او د افغان نوي نسل د افراطي کولو لپارهسیستماتیک کار وشو. ښوونیز نظام ته جنګي او افراطي نصاب ور دننهشو او څو نسلونه د افراطي ذهنیت په زهرو ککړ شول. هغه شاتګپاله ډلېچې نن ورسره مخ یو، د همدې نصاب او استخباراتي مدرسو مستقیممحصول دی. د نسلونو د تباه کولو په دې بهیر کې، دولتي، اقتصادي او فرهنګي بنسټونهله منځه ولاړل او پر ځای یې یو نادولتي ـ جهادي ایکوسیستم رامنځته شو؛داسې ایکوسیستم چې د لوېدیځ، پاکستان او سعودي عرب په همکارۍجوړ شو او تر نن پورې د نویو افراطي ډلو د زېږولو او زموږ د راتلونکونسلونو او ملي ارزښتونو د تباه کولو خطرناک ظرفیت لري. موږ باور لرو چې د شوروي او لوېدیځ په مداخلو کې افغاني نیابتي عناصراو ډلې ښکېلې وې، او لا هم فعالې دي. همدې واقعیت ته په کتو،«اکثریت»پر دې ټینګار کوي چې د هیواد د اوږدې کشالې حل یوازې دخپلواکو افغاني سیاسي سازمانونو ترمنځ د رښتیني دیالوګ، ملي انسجاماو متقابل تفاهم له لارې ممکن دی؛ داسې بهیر چې هیڅ ډول بهرنی تمویل،تجهیز او منځګړیتوب ونه لري. موږ هر ډول بهرنۍ نظامي او سیاسيمداخله ردوو او پر وړاندې یې ښکاره او قاطع دریځ نیسو. د یو ازاد او خپلواک افغانستان په لور…
Author: Aksaryat
له نن څخه ۳۶ کاله وړاندې، د سلواغې په ۲۶مه، د پخواني شوروي اتحاد یرغلګر سره ځواکونه په هېواد کې د اوږدو ویجاړیو، وژنو او په…
له نښو نښانو داسی ښکاري چې پاکستان د امریکې او د هغې له متحدینوڅخه د افغانستان او سېمې د بي ثباته کولو د بل پړاوو پيلولو پروژېاخېستو ته نېږدې شوی دی. دا پړاو به د محتوا او ماهیت له پلوه د هغه څهسره چې پاکستان په اتیایمو او دوه زرمو کلونو کې وکړل تفاوت ونلري، خود شکل، زمان او وسعت له پلوه به خامخا ډېر نوي څه ولري. سره له دې چې د پاکستان (Deep state) یا اصلي جریان او طالبان لهایډیالوژیک پلوه مشکل نلري، خو د وخت په تیریدو سره، د طالبانو اوپاکستان ترمنځ اوسنۍ تودې اړیکې د ستونزو او اختلافاتو سره مخ کېدلیو طبیعي بهیر دی چې نه یې طالبان مخنیوی کولای شي او نه همپاکستان. پاکستان طالبانو ته پر پاکستان د یوې متکي جنګي ډلې په سترګه ګوري اوفکر کوي چې د بې شمېره دلایلو له امله کولی شي پر طالبانو خپل شرایطومني. طالبانو سره د پاکستان اړیکې د ماهیت له پلوه د تېرو مجاهدینو پهنسبت تفاوت لري، مجاهدین اول پاکستان ته لاړل او هلته یې پاکستان سرهمعامله وکړه او بیا مسلح او د قراردادیانو په څير افغانستان ته را ولېږلشول. طالبان بیا همالته زیږیدلي، روزل شوي، مسلح شوي او بیا پرافغانستان واکمن شوي، له طالبانو څخه د قراردادیانو تمه نلري، بلکې لهدوی څخه لکه د خپلو اتباعو په څير توقعات لري. ډېری طالبان لا هم پاکستان خپل دویم کور ګڼي او هلته د راسترېدو له کبله، د پاکستان د اتباعو، دود دستور او پاکستاني…
طالبانو ته افغانستان ور وسپارل شو او له هغې راهیسې افغانان د طالبانو لخوا یرغمل نیول شوي. دغه حقیقت افغانانو سره د طالبانو چلند کې ډېر…
د تېر جمهوري نظام له سقوط او طالبانو ته د افغانستان د سپارلو له فاجعې څخه د درې کالو په تېریدو د دې پېښې په اړه…
شپيته کاله پخوا پدې ورځ پخواني شوروي اتحاد د يوري ګاګارين په نوم لومړنی ستورمزلی انسان فضا ته ولېږه چې لدې سره یې په فضايي…
کمکی اختر له لږشمېر هغو دیني او کلتوري خوښیو څخه دی چې افغانان یې لا نمانځلی شي او د واکمنو لخوا یې تر اوسه پر نمانځلو،…
د طالبانو د کندهار ادارې مشر ملا هیبت الله وروستی غږیز پيغام چې په هغه کې یې د لا سختو شرعي قوانینو پر پلي کولو او…
په افغانستان کې له موډرنې ښوونې او روزنې سره دښمني نوې نده. هغه تګلاره چې طالبان یې د معارف د ټولو بنسټونو د له منځه وړلو…
په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د پاکستان د هوايي ځواک بمبارۍ د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا تېری، د ټولو بین المللي موازینو څخه سرغړونه او…
د ټولنیزو علومو ځينو پوهانو په تابعیت پورې اړوندو بحثونو کې د «بې دولته افرادو» اصطلاح مطرح کړې ده. له بې دولته افرادو نه د دې…