له نن څخه ۴۶ کاله وړاندې پدې ورځ (د مرغومي شپږمه) پر افغانستان دپخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو یرغل وکړ، برحاله حکومت یې ړنګ او پرځای یې د خپلې خوښې واکمنان مسلط کړل. موږ د افغانستان پر خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ملي ارزښتونو دا پېښه لکهد هر بل پردي مستقیم او نیابتي یرغل په څیر په کلکه غندو. دا یرغل له سیاسي، بشري او اقتصادي پلوه زموږ هېواد او خلکو ته دومرهویجاړونکی و چې نږدې نیمې پیړۍ وروسته لا هم افغان ولس د هغې لهجانبي پایلو او ناورین څخه ځان ندی خلاص کړی. دلته یو مهم ټکی باید تل زموږ په یاد وي چې د شوروي ښکېلاک تر یرغلوړاندې لا غربي ښکېلاک شوروي اتحاد سره د نړیوال جیوپولټیک رقابت پهموخه زموږ په هېواد کې افراطي جنګي ډلې رامنځته کړې وې، چې دشوروي د یرغل په پلمه یې لاپسې تجهیز او تمویل کړې. د غربي او شرقي ښکېلاک ددغه سیاستونو په پایله کې د افغانستان د دووپېړیو بیوروکراتیک نظام، ملکي او نظامي جوړښتونه په بشپړه توګه ونړولشول. سربېره پر دې د لوېدیځ په مستقیم مالي ملاتړ، زموږ د دودیز ملياسلامي فرهنګ د مسخه کولو او د افغان نوي نسل د افراطي کولو لپارهسیستماتیک کار وشو. ښوونیز نظام ته جنګي او افراطي نصاب ور دننهشو او څو نسلونه د افراطي ذهنیت په زهرو ککړ شول. هغه شاتګپاله ډلېچې نن ورسره مخ یو، د همدې نصاب او استخباراتي مدرسو مستقیممحصول دی. د نسلونو د تباه کولو په دې بهیر کې، دولتي، اقتصادي او فرهنګي بنسټونهله منځه ولاړل او پر ځای یې یو نادولتي ـ جهادي ایکوسیستم رامنځته شو؛داسې ایکوسیستم چې د لوېدیځ، پاکستان او سعودي عرب په همکارۍجوړ شو او تر نن پورې د نویو افراطي ډلو د زېږولو او زموږ د راتلونکونسلونو او ملي ارزښتونو د تباه کولو خطرناک ظرفیت لري. موږ باور لرو چې د شوروي او لوېدیځ په مداخلو کې افغاني نیابتي عناصراو ډلې ښکېلې وې، او لا هم فعالې دي. همدې واقعیت ته په کتو،«اکثریت»پر دې ټینګار کوي چې د هیواد د اوږدې کشالې حل یوازې دخپلواکو افغاني سیاسي سازمانونو ترمنځ د رښتیني دیالوګ، ملي انسجاماو متقابل تفاهم له لارې ممکن دی؛ داسې بهیر چې هیڅ ډول بهرنی تمویل،تجهیز او منځګړیتوب ونه لري. موږ هر ډول بهرنۍ نظامي او سیاسيمداخله ردوو او پر وړاندې یې ښکاره او قاطع دریځ نیسو. د یو ازاد او خپلواک افغانستان په لور…

جمعه, جنوري 23, 2026

د ايران په کرمان کې بريد چې په ښکاره يې مسووليت د داعش د خراسان څانګې په غاړه اخيستې سیمه کې د خورېدونکي اور بله څپه ده

Jan 12,2024

 موږ افغانان د سیمه ییزو او کورنیو شخړو د اصلي قربانیانو په توګه تر بل هر چا د ايراني عام ولس درد ښه احساسولی شو. موږ وینو چې ایران او د سیمې نور هېوادونه دم ګړۍ له هغې اور سره لاس او ګرېوان دي چې دوی کلونه زموږ په انګړ کې پوکی ورکاوه. د طالبانو او افغانستان د حالاتو په اړه د ایران په ګډون د سیمې هېوادونو لکه پاکستان، چين، روسيې او حتا د منځنۍ اسیا دولتونو یو لړ سترې تېروتنې ترسره کړې چې لرې نده د دې تېروتنو پایلې په ښکاره خپل انګړ کې وویني.

په تېر کې د طالبانو په څېر ترهګرو ډلو ته په میدان ورکولو سره دغو هېوادو داسې انګېرله چې د افغانستان ستونزه به یوازې د دې هېواد تر کرښو محدوده پاتې شي او دوی به خپلو سیاسي او اقتصادي موخو ته په اسانه ورسېږي. دوی فکر کاوه چې لدې سره به امريکا له سېمې ووځي او سیمه به د دوی د موخو عملي کېدو ته تشه شي. خو داسې ونشول او اوس عملا موږ وينو چې دا محاسبې  څومرهخامې وې. بلکې برعکس امریکا د طالبانو په څېره کې لا هم په سیمه کې پراخ استخباراتي حضور لري، طالبانو سره اقتصادي، سياسي او پوځي برخو کې د تعامل په نوم مرسته او د واک له دوام سره يې همکاري کوي. ورسره، د هرې ورځي په تېريدو د ناامنۍ د زیاتېدو ګواښ د سېمې د هغو هېوادو تر تر لويو ښارونو هم د رسيدو په حال کې دی چې  ځان یې په امن او خپلې کرښې یې اوسپنیزې ګڼلې.

د ایران په کرمان کې تر وروستي بریده وروسته امريکا ويلي چې د دغه بريد تر شا په افغانستان کې مېشت د اسلامي دولت خراسان نومې ډله لاس لري. داسې ښکاري چې امریکا له يوې خوا طالبانو ته داعش د یو ځواک په توګه ورپېژني تر څو خپلې لا زياتې فرمانبردارۍ سره روږدي کړي او بله خوا د سیمې هېوادونه ووېروي چې که چېرې له طالبانو سره، د هغې او لارې نقشې په اساس چې امريکا ترسيم کړې، تعامل ونکړي او په مستقلانه توګه طالبانو سره د تعامل او ارتباط هڅه وکړي نو بايد په خپلو هېوادونو کې د دغه شان بريدونو انتظار ولري.

دا پرمختګونه څرګندوي چې طالبان، مجاهدین، داعش او بله هره ترهګره ډله چې دلته د اسلام په نوم جګړې کوي هېڅکله د انساني سیاست لپاره چمتو ندي، بلکې دا ډلې یوازې هېوادونه ناامنه کولای شي او په دوی پورې هر ډول مختګپالې هیلې تړل یو خوب دی. د طالبانو په ګډون دا ډلې هر یو په ځلونو ازمويل شوي او هماغه پایله ځنې تل راوځي: هغه دا چې طالبان خپله ايډيالوژي او ستراتيژي نشي بدلولی او نه هم نوۍ ته دوی داسې نظر لري چې ځینې ښاغلي ځنې تمه لري. موږ په دې باور یو چې طالب هم لکه لښکر طيبه، لکه القاعده، لکه داعش او تحريک طالبان پاکستان یا بلې هرې تروريستي افراطي مذهبي ډلې په څېر دي چې هيڅکله به په نورمالو سياسي جريانونو بدل نشي.

د دوی ځای یوازې داسې سیاسي خوځښتونه، ډلې او ګوندونه نیولای شي چې پرګنیزې ملي ریښې ولري او د دې سیمې د انسان د ښېرازې لپاره سپېڅلې سیاسي مبارزې ته کار ووایي.

#اکثریت سیاسي فکري ټولګه ده چې د ملي او ډموکراټیکو افکارو لرونکي ملتپال افغانان یې پر مخ وړي.