له نن څخه ۴۶ کاله وړاندې پدې ورځ (د مرغومي شپږمه) پر افغانستان دپخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو یرغل وکړ، برحاله حکومت یې ړنګ او پرځای یې د خپلې خوښې واکمنان مسلط کړل. موږ د افغانستان پر خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ملي ارزښتونو دا پېښه لکهد هر بل پردي مستقیم او نیابتي یرغل په څیر په کلکه غندو. دا یرغل له سیاسي، بشري او اقتصادي پلوه زموږ هېواد او خلکو ته دومرهویجاړونکی و چې نږدې نیمې پیړۍ وروسته لا هم افغان ولس د هغې لهجانبي پایلو او ناورین څخه ځان ندی خلاص کړی. دلته یو مهم ټکی باید تل زموږ په یاد وي چې د شوروي ښکېلاک تر یرغلوړاندې لا غربي ښکېلاک شوروي اتحاد سره د نړیوال جیوپولټیک رقابت پهموخه زموږ په هېواد کې افراطي جنګي ډلې رامنځته کړې وې، چې دشوروي د یرغل په پلمه یې لاپسې تجهیز او تمویل کړې. د غربي او شرقي ښکېلاک ددغه سیاستونو په پایله کې د افغانستان د دووپېړیو بیوروکراتیک نظام، ملکي او نظامي جوړښتونه په بشپړه توګه ونړولشول. سربېره پر دې د لوېدیځ په مستقیم مالي ملاتړ، زموږ د دودیز ملياسلامي فرهنګ د مسخه کولو او د افغان نوي نسل د افراطي کولو لپارهسیستماتیک کار وشو. ښوونیز نظام ته جنګي او افراطي نصاب ور دننهشو او څو نسلونه د افراطي ذهنیت په زهرو ککړ شول. هغه شاتګپاله ډلېچې نن ورسره مخ یو، د همدې نصاب او استخباراتي مدرسو مستقیممحصول دی. د نسلونو د تباه کولو په دې بهیر کې، دولتي، اقتصادي او فرهنګي بنسټونهله منځه ولاړل او پر ځای یې یو نادولتي ـ جهادي ایکوسیستم رامنځته شو؛داسې ایکوسیستم چې د لوېدیځ، پاکستان او سعودي عرب په همکارۍجوړ شو او تر نن پورې د نویو افراطي ډلو د زېږولو او زموږ د راتلونکونسلونو او ملي ارزښتونو د تباه کولو خطرناک ظرفیت لري. موږ باور لرو چې د شوروي او لوېدیځ په مداخلو کې افغاني نیابتي عناصراو ډلې ښکېلې وې، او لا هم فعالې دي. همدې واقعیت ته په کتو،«اکثریت»پر دې ټینګار کوي چې د هیواد د اوږدې کشالې حل یوازې دخپلواکو افغاني سیاسي سازمانونو ترمنځ د رښتیني دیالوګ، ملي انسجاماو متقابل تفاهم له لارې ممکن دی؛ داسې بهیر چې هیڅ ډول بهرنی تمویل،تجهیز او منځګړیتوب ونه لري. موږ هر ډول بهرنۍ نظامي او سیاسيمداخله ردوو او پر وړاندې یې ښکاره او قاطع دریځ نیسو. د یو ازاد او خپلواک افغانستان په لور…

جمعه, جنوري 23, 2026

پرې غزې د اسرائیلو د برید په اړه اعلامیه

Nov 7, 2023

د روان کال د اکتوبر په اوومه نېټه پر اسراییلو د حماس د جنګي ډلې برید اسرائیلو ته یو ځل بیا دا زمینه مساعده کړه چې پر فلسطین ړندې بمبارۍ وکړي. لدې سره دا یو ځل بیا ثابتېږي چې د حماس په څېر جنګي افراطي ډلې نه یوازې دا چې ازادي غوښتونکې او خپلواکه ندي، بلکې د مبارزې بڼه یې هم د کره‌کتنې وړ ده. اوس ۳ اونۍ کېږي چې د اسرائیلو صهيونيستي رژیم د غربي هېوادونو په بشپړ سياسي، نظامي او مالي ملاتړ‌ د فلسطيني ماشومانو، بوډاګانو او ښځو قتل عام، سلاخي او د کورونو او بازارونو ويجاړول پيل کړي دي.

پنځلس کاله پخوا د غرب په پټ او ښکاره ملاتړ په ډراماتيک ډول د غزې کنټرول د حماس لاس ته ورغی او د فلسطين د ازادۍ غورځنګ او ولسي خوځښتونه د غزې له تړانګې څخه باسي. څه موده وروسته د قطر په دوحه کې د حماس ډلې ته لکه د افغانستان د طالبانو په څير سياسي دفتر، مالي او مطبوعاتي حمايت ورکول کېږي.

حماس ته د غزې تر سپارلو وروسته د دې اټکل کېده چې د حماس غوندې يوې افراطي ډلې ته د فلسطينيانو برخليک سپارل، هغوی لا زيات د اسرائیلي ښکيلاک لاندې شکنجې ته را کاږي او اسرائيل او غربي ملاتړي يې په اسانۍ پر فلسطينيانو خپل ظلمونه توجيه کولای شي.

په غزه کې د روان وحشت تر ټولو تراژیديک اړخ دا دی چې ټوله نړۍ په ژوندۍ توګه ګوري چې د نړیوالو زبرځواکونو په لاسونو جوړ نړيوال قوانين، د جنګ اخلاق، بشري نورمونه او په نهایت کې انسانيت د تلويزيوني شبکو د کمرو مخې ته تر خاورو لاندې کېږي خو دوی يې مخه نه نیسي او مازې ننداره يې کوي.

سره لدې چې د غربي نړۍ د غير انساني او غير اخلاقي سياستونو ذات او ماهيت په اسلامي نړۍ کې اکثره ازادي بښونکو ملي غورځنګونو او يو شمېر وطپرسته افغانانو ته څرګند و، خو په غزه کې وروستي ناورين د دغو ټولو شيطاني قوتونو له مخې هغه انساني نقابونه هم لري کړل چې د درېیمې نړۍ د تېرايستلو لپاره به يې اچول.

موږ افغانان چې تېرو څلورو لسيزو کې د لويو قدرتونو په ځانګړي ډول د غربي هېوادونو د سياسي او پوځي مداخلو او د حماس په څير د هغوی د روزل شويو مذهبي افراطي ډلو قربانيان يوو، د فلسطین د خلکو درد او رنځ تر بل هر چا ښه احساسولی شو او د دغه روان بشري جنايت غندنه کوو. موږ په دې باور یو چې حماس، حزب الله، طالب، مجاهد او دې ته ورته ټولې افراطي جنګي ډلې په شلمې پېړۍ کې خپله د غرب پر مالي او استخباراتي ملاتړ رامنځته شوې او وروسته په ډېرو اسلامي هېوادو کې پر مسلمانو ولسونو په زور وتپل شوې. دغو ډلو اوس نه یوازې د خپلو مسلمانو ولسونو پر مرۍ پښې ایښې دي، بلکې پر غرب باندې د کوچنیو بریدونو له لارې، هغوی ته لار هواروي چې بیا د ترهګرۍ د مخنیوي او مبارزې په نامه خپل ځواکونه په ازادو ملکونو ورمارش کړي.

موږ هیله لرو چې په غزه کې د روان قتل عام مخه ونیول شي او په دا منځ کې د غربي دولتونو پر ځای د سیمې او نړۍ ولسونه د پرګنیز انساني سیاست له مخې په یوه غږ خپل دولتونه مجبور کړي تر څو جګړه ودروي. موږ هیله لرو چې نه یوازې د فلسطین او اسرائیل عام بېوزله وګړي د بشپړې ازادۍ نه برخمن شي، بلکې هره هغه خاوره چې غربي زبرځواکونو خپلې وژونکې وزرې پرې غوړولي، پخپله د خپل برخلیک د ټاکلو جوګه شي.