د هسپانيې د کورنۍ جګړې پرمهال جمهوري غوښتونکې مترقي سياستوالې دولوريس ايباروري ويلي و، چې په اوچت سر او پر پښو ولاړ مرګ له دې غوره دی چې دښمن ته په خاپوړو مړ شې. يمنيان کابو لس کاله کېږي چې د ټولو کړاوونو سره د استعماري قوتونو او په سيمه کې د هغوی د نیابتیانو پر وړاندې ودرېدل او له خپلې خاورې او خلکو دفاع کوي.
يمن په نولسمې او شلمې پېړيو کې د عثماني امپراتورۍ او بریتانوي امپراتورۍ ترمنځ په دوه برخو وېشل شوی و. شمال کې ترکي عثمانیان چې ولکه یې کمزورې وه او په سوېل کې برتانويان چې ساحلي سیمې یې د اقتصادي او تجارتي ارزښت له امله کنټرولولې. په شمال کې د زیدیه امامت په نوم سلطنتي نظام واکمن و، چې په ۱۹۶۲ کال کې د پوځ د جمهوري غوښتونکو افسرانو له خوا ړنګ او کورنۍ جګړه پېل شوه. جنوبي یمن په ۱۹۶۷ کې له برتانيې خپلواکی واخیسته او جنوبي یمن به سیمه کې ممکن لومړنی هېواد و چې سوسیالستي نظام یې رامنځ ته کړ.
په دغه کورنۍ جګړه کې سعودي عربستان له شاه پلوو او مصر له جمهوري غوښتونکو ملاتړ کاوه. واضح ده چې هغه مهال استعماري قوتونو هم له شاه پلوو ملاتړ کاوه ځکه هغوی عربي نشنلزم د سیاسي اسلامپالو په پرتله ځان ته ستر خطر ګاڼه. دا په اصل کې د استعماري قوتونو ځانګړنه ده چې د خپلو ګټو په اساس کله يوې ډلې او کله بیا د بلې مخالفې او متضادې ډلې ملاتړ کوي. سعودي عربستان د یمن د کورنۍ جګړې پرمهال د زيدیه امامت له پلویانو ملاتړ کاوه خو اوس همدغه زيدیه شیعه ګانو ته کافر وايي او په خلاف یې تبلیغات کوي. په مکه باندې برید یې د بې اساسې ادعا يوه ښه بېلګه ده.
د افغانستان د اکثریت ګوند په دې اند دی چې په سیمه که د افراطیت، استعماري قوتونو او د استعماري قوتونو د نیابتي رژیمونو پروړاندې د ولسي غورځنګونو هر ډول مرسته د سیمي د خلکو او روڼ اندو نه یوازې فکري بلکې اخلاقي دنده ده. يمنیان له یوې لسیزې راپدیخوا د اقتصادي بندیزونو او محاصرې لاندې دي چې په یمن کې د بشري ناورین لامل شوي او یمنیان حق لري چې دغه حصار مات او د یمن دغه بشري ناورین ختم کړي.
