له نن څخه ۴۶ کاله وړاندې پدې ورځ (د مرغومي شپږمه) پر افغانستان دپخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو یرغل وکړ، برحاله حکومت یې ړنګ او پرځای یې د خپلې خوښې واکمنان مسلط کړل. موږ د افغانستان پر خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ملي ارزښتونو دا پېښه لکهد هر بل پردي مستقیم او نیابتي یرغل په څیر په کلکه غندو. دا یرغل له سیاسي، بشري او اقتصادي پلوه زموږ هېواد او خلکو ته دومرهویجاړونکی و چې نږدې نیمې پیړۍ وروسته لا هم افغان ولس د هغې لهجانبي پایلو او ناورین څخه ځان ندی خلاص کړی. دلته یو مهم ټکی باید تل زموږ په یاد وي چې د شوروي ښکېلاک تر یرغلوړاندې لا غربي ښکېلاک شوروي اتحاد سره د نړیوال جیوپولټیک رقابت پهموخه زموږ په هېواد کې افراطي جنګي ډلې رامنځته کړې وې، چې دشوروي د یرغل په پلمه یې لاپسې تجهیز او تمویل کړې. د غربي او شرقي ښکېلاک ددغه سیاستونو په پایله کې د افغانستان د دووپېړیو بیوروکراتیک نظام، ملکي او نظامي جوړښتونه په بشپړه توګه ونړولشول. سربېره پر دې د لوېدیځ په مستقیم مالي ملاتړ، زموږ د دودیز ملياسلامي فرهنګ د مسخه کولو او د افغان نوي نسل د افراطي کولو لپارهسیستماتیک کار وشو. ښوونیز نظام ته جنګي او افراطي نصاب ور دننهشو او څو نسلونه د افراطي ذهنیت په زهرو ککړ شول. هغه شاتګپاله ډلېچې نن ورسره مخ یو، د همدې نصاب او استخباراتي مدرسو مستقیممحصول دی. د نسلونو د تباه کولو په دې بهیر کې، دولتي، اقتصادي او فرهنګي بنسټونهله منځه ولاړل او پر ځای یې یو نادولتي ـ جهادي ایکوسیستم رامنځته شو؛داسې ایکوسیستم چې د لوېدیځ، پاکستان او سعودي عرب په همکارۍجوړ شو او تر نن پورې د نویو افراطي ډلو د زېږولو او زموږ د راتلونکونسلونو او ملي ارزښتونو د تباه کولو خطرناک ظرفیت لري. موږ باور لرو چې د شوروي او لوېدیځ په مداخلو کې افغاني نیابتي عناصراو ډلې ښکېلې وې، او لا هم فعالې دي. همدې واقعیت ته په کتو،«اکثریت»پر دې ټینګار کوي چې د هیواد د اوږدې کشالې حل یوازې دخپلواکو افغاني سیاسي سازمانونو ترمنځ د رښتیني دیالوګ، ملي انسجاماو متقابل تفاهم له لارې ممکن دی؛ داسې بهیر چې هیڅ ډول بهرنی تمویل،تجهیز او منځګړیتوب ونه لري. موږ هر ډول بهرنۍ نظامي او سیاسيمداخله ردوو او پر وړاندې یې ښکاره او قاطع دریځ نیسو. د یو ازاد او خپلواک افغانستان په لور…

جمعه, جنوري 23, 2026

د تېر جمهوري نظام له سقوط او طالبانو ته د افغانستان د سپارلو له فاجعې څخه د درې کالو په تېریدو د دې پېښې په اړه ډېر کورني او بهرني عوامل روښانه شوي، خو له بده مرغه لا هم زموږ ځیني په اصطلاح نخبه افغانان په ځانګړي ډول هغوی چې ځانونه یې د سولې فعالان بلل او یا یې بین المللي موسساتو سره کار کاوه، ګنګس دي.
‏دوی د تېر نظام د سقوط بهرني عوامل هم لکه د داخلي هغو په څير تر یو فرد «خلیلزاد» محدودوي او له هغه د یو افغان په څير عاطفي ګیلې او شکایتونه کوي.
‏د امریکې د پخواني ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جان بولټن له قوله ویل شوي چې د ۲۰۲۰ کال فبرورۍ میاشت کې ټرمپ د خلیلزاد په هکله وویل: «ما اوریدلي چې هغه (خلیلزاد) یو فریبکاره شخص دی خو موږ د دغه کار (طالبانو سره معاملې) لپاره یو فریب کار کس ته اړتیا لرو»
‏طالبانو سره د امریکې د معاملې تصمیم د امریکې د حکومت د مشرتابه یعنې ولسمشر او د بهرنیو چارو د وزیر په کچه نیول شوې چې حتا د امریکې د ملي امنیت سلاکار یې له دې پرېکړې لرې او ګوښه ساتلی و.
‏خلیلزاد د ټرمپ په وینا رښتیا هم یو فریبکاره او چالاکه امریکايي مامور و چې د خپل حکومت د مشرتابه دستور او لارښوونې یې کټ مټ عملي کړي دي. له هغه څخه عاطفي ګیلې او شکایتونه او بیا د غربي رسنیو څخه همدې ګیلو ته هوا ورکول د وخت ضیاع او ځانونه غولول او د اصلي مسئلې څخه د عامه افکارو منحرفول دي.
‏د «اکثریت» له نظره که موږ رښتیا غواړو د دوحې د بدنامې موافقې په بهرنیو عاملانو نیوکې وکړو نو په سر کې باید د امریکې د حکومت مشرتابه او په مجموع کې د افغانستان په څير د درېیمې نړۍ هېوادونو په اړه د امریکا او د هغوی د متحدینو ظالمانه او ناعادلانه سیاستونو ته ګوته ونیسو.

‏اکثریت سیاسي فکري ټولګه ده چې د ملي او ډموکراټیکو افکارو لرونکي ملتپال افغانان یې پر مخ وړي او د همدې ټولګې ګډ فکر منعکسوي.