شنبه, اکتوبر 24, 2026

د دولتونو او ملي سیاسي بنسټونو په کمزوري کولو کې د غیر دولتي سازمانونو رول

د پردیو لخوا تمویل شوي «غیر دولتي سازمانونه یا انجوګانې» څنګه په افغانستان کې د سیاسي کړکېچ او بې‌ثباتیو له دوام سره مرسته کوي؟ څنګه د تاریخ په بېلابېلو دورو کې، د استعماري اجنډا پر محور، انجويي فرهنګ خپلې بڼې ته تغییر ورکوي؟ څنګه په تدریجي او نامرئي بڼه زموږ دولتي، اقتصادي، ټولنیزه، فکري او فرهنګي اډانه تضعیف او مهندسي کوي؟ او په نهایت کې، د روان ۵۰ کلن ناورین په رامنځته کولو او پراخولو، او د خپلواک او مترقي دولت او ګوندونو په مخنیوي کې څنګه رول لري؟

دې او داسې نورو ورته پوښتنو ته نه یوازې چا ډېر پام نه دی کړی، بلکې دغې پدیدې (NGOs) په دوامداره توګه د بشري مرستو او خواخوږۍ تر نامه لاندې مصؤنیت ترلاسه کړی دی.

دا دی، د ژمنې سره سم، د افغانستان اکثریت ګوند د خپل منشور د موخو او د ولسي فکري او سیاسي انسجام د پیاوړتیا په موخه د “د دولتونو او ملي سیاسي بنسټونو په کمزوري کولو کې د غیر دولتي سازمانونو (NGOs)رول” تر سرلیک لاندی یوه تفصیلي رساله خپروي. دا رساله په دې لینک موندلی او لوستلی شئ: