د هېواد روان سیاسي او امنیتي وضعیت باید یوازې د جلا جلا بریدونو، پېښو یا د مختلفو وسلهوالو جبهو د فعالیتونو د څرنګوالي پر اساس تحلیل نشي. دا وضعیت د سیمې او نړۍ د جیوپولټیکو رقابتونو او په تاریخي لحاظ د افغانستان او پښتونخوا د بېثباته ساتلو د اوږدمهاله هڅو دوام دی. د دغو رقابتونو ریښه حتا د بریتانوي هند او تزاري روسیې ترمنځ سترې لوبې (Great Game) ته رسېږي چې بیا د ۲۰۰۱ کال راوروسته دا لوبه د نویو ابعادو سره زموږ په سیمه کې د امریکا د متحدو ایالتونو پرمشرۍ د غربي ځواکونو لهلوري “د ترهګرۍ سره د جګړې” په نوم روانه ده.
د افغانستان لنډ سل کلن تاریخ شاهد دی چې انګلوساکسون (Anglo-Saxon) استعماري اتحاد د دې هدف لپاره چې زموږ ګران هېواد او سیمه بېثباته وساتل شي، لومړی یې د خپلو نیابتي ډلو په وسیله په افغانستان کې ملي او مترقي دولتونه پرځولي او ورپسې یې سیمه خپلسرو جهادي او نیابتي ډلو ته سپارلې، چې د شخړو، جرمي اقتصاد، افراطیت او ناقانونیت په مرکز یې بدل کړي. د ۱۹۴۷ کال راهیسې د دغه اتحاد د دوام لپاره په سیمهییزه کچه د بریتانوي هند ځایناستی پاکستان دی او په نړیواله کچه د لویې بریتانیا ځایناستی د امریکا متحده ایالتونه دي.
د دوحې د شرمناک تړون پر بنسټ د طالبانو رژیم د قانوني او ولسي مشروعیت پرته په ډيفاکتو (De facto) ډول روان دی او د استعماري اهدافو سره سم یې په تېرو پنځو کالو کې ناقانونیت او جرمي اقتصاد عادي کړی دی. اوس بل پړاو را روان دی چې دلته افراطیت، بشري ناورین، شخړې او جنګ عادي او نورمال کړي.
د استعماري قدرتونو له تمې سره سم، د پاکستان مستقیم هوايي بریدونه او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت نقض اوس د عادي کېدو خواته روان دی. پاکستان د خپلو نړیوالو متحدینو په مرسته غواړي د پرلهپسې بمباریو او «ترهګرۍ سره د جګړې» په نوم کټمټ هغه سیاست ته دوام ورکړي کوم چې اسرائیل یې په غزه، لبنان او سوریه کې پرمخوړي. د دغسې وضعیت نهايي موخه دا ده چې د طالبانو د واکمنې ډلې په مرسته او پلمه په افغانستان کې د ملي حاکمیت مفهوم عملاً کمزوری او لهمنځه یوسي.
د پاکستان د بمباریو او تېریو ترڅنګ، د دایمي بېثباتۍ او شخړو د زیاتولو لپاره په بل پړاو کې د «جبهو» په نامه د نویو وسلهوالو ډلو رامنځته کېدل دي. د افغانستان اکثریت ګوند له نظره، د طالبانو ډلې او د دوی مخالفې وسلهوالې جبهې، سره له دې چې په ظاهر کې یو د بل پر وړاندې جګړه کوي، خو د دوی د ملاتړ او تمویل سرچینې له تاریخي او ستراتیژیک پلوه یو دي. د پاکستان بمبارۍ او ترڅنګ یې د مرخیړیو په څېر د وسلوالو جبهو راپورته کېدل د استعمار له هغه هدف سره مرسته کوي چې غواړي افغانستان په دایمي ډول د افراطیت، شخړو، جرمي اقتصاد او ناقانونیت په مرکز بدل شي. دا چې د طالبانو په شمول د جبهو او د پاکستاني پوځ د تمویل سرچینه یوه ده، حق د افغانستان او پښتونخوا خلکو سره دی چې د طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ نښتو، په هېواد کې د وسلوالو جبهو ایجادېدل، په پښتونخوا کې بدلیدونکي امنیتي وضعیت ته د یوې لوبې پایداوار ووايي او د اکثریت ګوند په دې اړه د هېواد له اکثریت خلکو سره همغږی دی.
دا چې د اوسنیو اعلان شویو اکثرو جنګي جبهو سرچینه هماغه ده چې اوسنۍ واکمنه نیابتي ډله ترې خړوبېږي؛ نو له همدې ځایه موخه معلومه ده چې له طالبانو څخه د افغانستان ازادول نه، بلکې موخه د بېثباتۍ او جنګي اقتصاد لا پراخول دي. همدا اوس د جرمي او جنګي اقتصاد د دوام لپاره حاکمې نیابتي ډلې ته اوپراتیفي او د مخدره موادو پیسې را روانې دي او هره ورځ د بشري مرستو په نوم د مؤسسو له لارې په غیرشفاف ډول افغانستان ته تزریقېږي.
د افغانستان اکثریت ګوند د خپل منشور پر اساس، په هېواد کې د روان استبداد او اختناق پر وړاندې د هر راز ولسي-بومي مقاومت، هغه که سیاسي وي او یا د ولسي قهریه ځواک څخه راټوکېدلې مبارزه وي، ملاتړ کوي. داسې ملي او ولسي مبارزه چې سیاسي رهبري، مدیریت او د تمویل وسایل او امکانات یې افغاني وي او نتیجه یې د افغانستان ژغورنه او د ولسي اقتدار بیا احیا وي.
خو زموږ باور او عقیده د بهرنیانو په فرمایش او هغه هم په دومره سپینسترګۍ د بهرنیو استخباراتي اړیکو په زور په هېواد کې جګړه، ولو که تر هر څومره ښکلو او جذابو شعارونو لاندې پیل شي، ولسي محبوبیت، مقبولیت او مشروعیت نه لري. حتا د بهرنیو په تمویل مدني فعالان چې په نمایشي جایزو نازول کېږي، په ولس کې د احترام وړ نه کڼل کېږي. خلک پوه دي چې له دوی څخه یوازې او یوازې په نړیوالو کنفرانسونو کې د سینګار په توګه استفاده کېږي.
زموږ له نظره، پر هېواد د واکمنې استبدادي او نیابتي ډلې خلاف د مبارزې فکري اساس باید روښانه او واضح وي. د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او ملي یووالی باید د هر ډول سیاسي او امنیتي محاسبې اساس وي. د افغانستان راتلونکی باید د افغان ولس د ارادې او ملي ګټو پر بنسټ تعریف شي، نه د استعمار او پاکستان د امنیتي محاسبو، او نه هم د نړیوالو قدرتونو د رقابتونو له مخې.
د طالبانو دوام، ورسره د جبهو جوړېدل او ترڅنګ یې د پاکستان لخوا زموږ د حریم نقض، درې واړه یو د بل بشپړونکي دي، ځکه چې سرچینه او تر شا یې موخه یوه ده.
د افغانستان اکثریت ګوند پیغام ټولو ملي، مترقي او ولسي عناصرو ته دا دی چې د اوسني وضعیت څخه د عبور په لارو چارو خپلو کې جدي، مسوولانه او نتېجهمحوره ډيالوګ او بحثونه پيل کړي او د هېواد د راتلونکي لپاره په خپل ابتکار بدیلې لارې چارې ولټوي.
موږ د حاکم اختناق او زبېښاک پر وړاندې په هرې بڼې، هره مبارزه هغه وخت موثره او ګټوره بولو چې رهبري، مدیریت او وسایل یې افغاني او بومي وي. دا تشه یوازې هغه برنامهمحوره مترقي ګوندونه او سیاسي جریانونه ډکولای شي چې د بهرني تمویل پرځای پر ولسي انسجام او داخلي سازماني نظم ټینګار ولري.
