له نن څخه ۴۶ کاله وړاندې پدې ورځ (د مرغومي شپږمه) پر افغانستان دپخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو یرغل وکړ، برحاله حکومت یې ړنګ او پرځای یې د خپلې خوښې واکمنان مسلط کړل. موږ د افغانستان پر خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ملي ارزښتونو دا پېښه لکهد هر بل پردي مستقیم او نیابتي یرغل په څیر په کلکه غندو. دا یرغل له سیاسي، بشري او اقتصادي پلوه زموږ هېواد او خلکو ته دومرهویجاړونکی و چې نږدې نیمې پیړۍ وروسته لا هم افغان ولس د هغې لهجانبي پایلو او ناورین څخه ځان ندی خلاص کړی. دلته یو مهم ټکی باید تل زموږ په یاد وي چې د شوروي ښکېلاک تر یرغلوړاندې لا غربي ښکېلاک شوروي اتحاد سره د نړیوال جیوپولټیک رقابت پهموخه زموږ په هېواد کې افراطي جنګي ډلې رامنځته کړې وې، چې دشوروي د یرغل په پلمه یې لاپسې تجهیز او تمویل کړې. د غربي او شرقي ښکېلاک ددغه سیاستونو په پایله کې د افغانستان د دووپېړیو بیوروکراتیک نظام، ملکي او نظامي جوړښتونه په بشپړه توګه ونړولشول. سربېره پر دې د لوېدیځ په مستقیم مالي ملاتړ، زموږ د دودیز ملياسلامي فرهنګ د مسخه کولو او د افغان نوي نسل د افراطي کولو لپارهسیستماتیک کار وشو. ښوونیز نظام ته جنګي او افراطي نصاب ور دننهشو او څو نسلونه د افراطي ذهنیت په زهرو ککړ شول. هغه شاتګپاله ډلېچې نن ورسره مخ یو، د همدې نصاب او استخباراتي مدرسو مستقیممحصول دی. د نسلونو د تباه کولو په دې بهیر کې، دولتي، اقتصادي او فرهنګي بنسټونهله منځه ولاړل او پر ځای یې یو نادولتي ـ جهادي ایکوسیستم رامنځته شو؛داسې ایکوسیستم چې د لوېدیځ، پاکستان او سعودي عرب په همکارۍجوړ شو او تر نن پورې د نویو افراطي ډلو د زېږولو او زموږ د راتلونکونسلونو او ملي ارزښتونو د تباه کولو خطرناک ظرفیت لري. موږ باور لرو چې د شوروي او لوېدیځ په مداخلو کې افغاني نیابتي عناصراو ډلې ښکېلې وې، او لا هم فعالې دي. همدې واقعیت ته په کتو،«اکثریت»پر دې ټینګار کوي چې د هیواد د اوږدې کشالې حل یوازې دخپلواکو افغاني سیاسي سازمانونو ترمنځ د رښتیني دیالوګ، ملي انسجاماو متقابل تفاهم له لارې ممکن دی؛ داسې بهیر چې هیڅ ډول بهرنی تمویل،تجهیز او منځګړیتوب ونه لري. موږ هر ډول بهرنۍ نظامي او سیاسيمداخله ردوو او پر وړاندې یې ښکاره او قاطع دریځ نیسو. د یو ازاد او خپلواک افغانستان په لور…

چهارشنبه, دسمبر 31, 2025

‏د افغانستان د پخواني ولسمشر او د وطن او ازادۍ د لارې ډاکټر نجیب الله شهادت ۲۸ کاله پوره شول.
‏ شهید ډاکټر نجیب الله د افغانستان د عزت، ازادۍ او د افغانانو د ښېرازۍ په لار کې خپل سر د وطن لپاره نذرانه کړ او څومره ښه یې نذرانه کړ.

‏د هغه څه لپاره چې شهید ډاکټر نجیب مبارزه کوله، هغه یې د ډېرو سیمه‌ایزو، نړیوالو او کورنیو شیطانانو دښمنۍ ته کېناوه چې تر ننه د ده د نوم په اورېدو پر دغو ټولو ډلو د کرکې پیریان خپاره شي. او څومره ښه ده چې د وطن د ازادۍ په لار کې امریکا، مجاهد، طالب، پاکستان او د دغو ټولو ظالمو کړیو کورني ګوډاګي په ګډه درڅخه کرکه ولري.

‏انسان باید د همداسې ارزښتونو لپاره ژوند نذرانه کړي چې د وطن پر هر دښمن وېره راولي. شهید نجیب د یوې سترې توطیې ښکار شو چې پدې کې یې د خپلو ګوندي ملګرو خیانت هم له پامه نشي غورځول کېدای او د تاریخ دا باب هراړخیزې څېړنې ته اړتیا لري.

‏پر دې سربېره، هغه څه چې دغه شاتګپالې ډلې یې تر ننه نشي درک کولای، هغه له شهید ډاکټر سره د افغانانو بې پایه مینه ده. نن ښځې، نر او ځوانان د شهید ډاکټر نجیب د ارمان لپاره له هغه سره مینه کوي. د خلکو دا مینه له خپل یوه وژل شوي رهبر سره په داسې حال کې ده چې د هغه قاتلین او د بهرنیو استخباراتو لاسپوڅي نن بیا پر وطن واکمن دي.

‏خو هغه اوس له موږ سره نشته اما د هغه افکار، د وطن د ابادۍ لپاره ارمان او د افغانانو تر منځ د ورورګلوۍ لرلید زموږ د نوي نسل لپاره د مبارزې میراث دی. دا اوس د افغان نوي نسل رسالت دی چې د هغه نیمګړی ارمان په مستقلانه او خپلواک ډول د بشپړ حقیقت لور ته یوسي. هغه څه چې اوس ورته اړتیا ده، یوازې احساساتي ویناوې نه بلکې په عملي توګه د داسې یوه انسجام لور ته کار کول دي چې د شهید ډاکټر نجیب د ارمان د رښتیا کېدو لور ته دا نسل بوځي. اوهغه ارمان لدې خاورې څخه د هرې هغې شاتګپالې او بهرنۍ استخباراتي ډلې لرې کول دي چې دا وطن پر نورو پلوري.

‏اکثریت سیاسي فکري ټولګه ده چې د ملي او ډموکراټیکو افکارو لرونکي ملتپال افغانان یې پر مخ وړي او د همدې ټولګې ګډ فکر منعکسوي.