د هر نوي تعقیب سره
زموږ وړیا بریښنالیک ته ګډون وکړئ
له نن څخه ۴۶ کاله وړاندې پدې ورځ (د مرغومي شپږمه) پر افغانستان دپخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو یرغل وکړ، برحاله حکومت یې ړنګ او پرځای یې د خپلې خوښې واکمنان مسلط کړل. موږ د افغانستان پر خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ملي ارزښتونو دا پېښه لکهد هر بل پردي مستقیم او نیابتي یرغل په څیر په کلکه غندو. دا یرغل له سیاسي، بشري او اقتصادي پلوه زموږ هېواد او خلکو ته دومرهویجاړونکی و چې نږدې نیمې پیړۍ وروسته لا هم افغان ولس د هغې لهجانبي پایلو او ناورین څخه ځان ندی خلاص کړی. دلته یو مهم ټکی باید تل زموږ په یاد وي چې د شوروي ښکېلاک تر یرغلوړاندې لا غربي ښکېلاک شوروي اتحاد سره د نړیوال جیوپولټیک رقابت پهموخه زموږ په هېواد کې افراطي جنګي ډلې رامنځته کړې وې، چې دشوروي د یرغل په پلمه یې لاپسې تجهیز او تمویل کړې. د غربي او شرقي ښکېلاک ددغه سیاستونو په پایله کې د افغانستان د دووپېړیو بیوروکراتیک نظام، ملکي او نظامي جوړښتونه په بشپړه توګه ونړولشول. سربېره پر دې د لوېدیځ په مستقیم مالي ملاتړ، زموږ د دودیز ملياسلامي فرهنګ د مسخه کولو او د افغان نوي نسل د افراطي کولو لپارهسیستماتیک کار وشو. ښوونیز نظام ته جنګي او افراطي نصاب ور دننهشو او څو نسلونه د افراطي ذهنیت په زهرو ککړ شول. هغه شاتګپاله ډلېچې نن ورسره مخ یو، د همدې نصاب او استخباراتي مدرسو مستقیممحصول دی. د نسلونو د تباه کولو په دې بهیر کې، دولتي، اقتصادي او فرهنګي بنسټونهله منځه ولاړل او پر ځای یې یو نادولتي ـ جهادي ایکوسیستم رامنځته شو؛داسې ایکوسیستم چې د لوېدیځ، پاکستان او سعودي عرب په همکارۍجوړ شو او تر نن پورې د نویو افراطي ډلو د زېږولو او زموږ د راتلونکونسلونو او ملي ارزښتونو د تباه کولو خطرناک ظرفیت لري. موږ باور لرو چې د شوروي او لوېدیځ په مداخلو کې افغاني نیابتي عناصراو ډلې ښکېلې وې، او لا هم فعالې دي. همدې واقعیت ته په کتو،«اکثریت»پر دې ټینګار کوي چې د هیواد د اوږدې کشالې حل یوازې دخپلواکو افغاني سیاسي سازمانونو ترمنځ د رښتیني دیالوګ، ملي انسجاماو متقابل تفاهم له لارې ممکن دی؛ داسې بهیر چې هیڅ ډول بهرنی تمویل،تجهیز او منځګړیتوب ونه لري. موږ هر ډول بهرنۍ نظامي او سیاسيمداخله ردوو او پر وړاندې یې ښکاره او قاطع دریځ نیسو. د یو ازاد او خپلواک افغانستان په لور…
Author: admin
د مارچ اتمه په ټولې نړۍ کې د ښځو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي. په دې ورځ په ټولې نړۍ کې ښځو ته په…
نن د (۲۰۲۵) کال د جنورۍ په شلمه نیټه د امریکا د متحدو ایالتونو جمهوررئیس ډونالډ ټرمپ د دویم ځل لپاره خپل کار پيلوي. د نورې…
پاکستان له تأسیس څخه تر نن پورې، د افغانستان په وړاندې خصمانه او پر دښمني ولاړ سیاست درلود او په دغه ټوله موده کې په دوامداره…
د ډسمبر په اتمه نېټه د سوریې نظام نسکور شو. بشار اسد واک پرېښود او روسیې ته یې پناه یووړه. د هغه پوځ ماتې ومنله او…
د خېبر په تاریخي دره کې د پرتمینې بریالۍ ۳ورځنۍ جرګې د ترسره کېدو مبارکي ټول ستر افغان وطن ته ورکوو. دا جرګه د افغانانو په…
«اکثریت» سیاسي او فکري ټولګه په خېبر کې د اکتوبر په ۱۱مه نېټه د جوړېدونکې تاریخي پښتنې جرګې کلک ملاتړ کوي. دغه جرګه د پښتون ژغورنې…
د افغانستان د پخواني ولسمشر او د وطن او ازادۍ د لارې ډاکټر نجیب الله شهادت ۲۸ کاله پوره شول. شهید ډاکټر نجیب الله د افغانستان…
«اکثریت» په هېواد کې د طالبانو له لوري د پولیو ضد کمپاین بندول د افغان ماشومانو د روغتیا او راتلونکي پر وړاندې یو لوی ګواښ بولي.…
تېره ورځ پنجشنبه، د سنبلې د میاشتې په ۲۲مه نېټه غرمه مهال له دایکنډي څخه راپورونه راغلل چې غور ته پر لاره د دغه ولایت ۱۴تنه…
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت اعلان کړی چې دوی په تیر یو کال کې د موسیقۍ ۲۱۰۰۰ وسایل له منځه وړي دي.…