د شهید ډاکټر نجیب الله د تلین په مناسبت
Sep 27, 2023
نن د افغانستان د پخواني ولسمشر او د وطن او ازادۍ د لارې شهید ډاکټر نجیب الله د تلین ۲۷مه کلیزه ده. هغه د وطن د ازادۍ په لار کې د یوې ترهګرې ګوډاګۍ ډلې لخوا د پردیو په فرمایش شهید کړای شو. شهید ډاکټر نجیب الله د افغانستان د عزت، ازادۍ او د افغانانو د ښېرازۍ په لار کې خپل سر د وطن لپاره نذرانه کړ او څومره ښه یې نذرانه کړ.
د هغه څه لپاره چې شهید ډاکټر نجیب مبارزه کوله، هغه یې د ډېرو سیمهایزو، نړیوالو او کورنیو شیطانانو دښمنۍ ته کېناوه چې تر ننه د ده د نوم په اورېدو پر دغو ټولو ډلو د کرکې پیریان خپاره شي. او څومره ښه ده چې د وطن د ازادۍ په لار کې امریکا، مجاهد، طالب، پاکستان او د دغو ټولو ظالمو کړیو کورني ګوډاګي په ګډه درڅخه کرکه ولري.
انسان باید د همداسې ارزښتونو لپاره ژوند نذرانه کړي چې د وطن پر هر دښمن وېره راولي. شهید نجیب د یوې سترې توطیې ښکار شو چې پدې کې یې د خپلو ګوندي ملګرو خیانت هم له پامه نشي غورځول کېدای او د تاریخ دا باب هراړخیزې څېړنې ته اړتیا لري.
پر دې سربېره، هغه څه چې دغه شاتګپالې ډلې یې تر ننه نشي درک کولای، هغه له شهید ډاکټر سره د افغانانو بې پایه مینه ده. نن ښځې، نر او ځوانان د شهید ډاکټر نجیب د ارمان لپاره له هغه سره مینه کوي. د خلکو دا مینه له خپل یوه وژل شوي رهبر سره په داسې حال کې ده چې د هغه قاتلین او د بهرنیو استخباراتو لاسپوڅي نن بیا پر وطن واکمن دي.
خو هغه اوس له موږ سره نشته اما د هغه افکار، د وطن د ابادۍ لپاره ارمان او د افغانانو تر منځ د ورورګلوۍ لرلید زموږ د نوي نسل لپاره د مبارزې میراث دی. دا اوس د افغان نوي نسل رسالت دی چې د هغه نیمګړی ارمان د بشپړ حقیقت لور ته یوسي. هغه څه چې اوس ورته اړتیا ده، یوازې احساساتي ویناوې نه بلکې په عملي توګه د داسې یوه انسجام لور ته کار کول دي چې د شهید ډاکټر نجیب د ارمان د رښتیا کېدو لور ته دا نسل بوځي. اوهغه ارمان لدې خاورې څخه د هرې هغې شاتګپالې او بهرنۍ استخباراتي ډلې لرې کول دي چې دا وطن پر نورو پلوري.