له نن څخه ۴۶ کاله وړاندې پدې ورځ (د مرغومي شپږمه) پر افغانستان دپخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو یرغل وکړ، برحاله حکومت یې ړنګ او پرځای یې د خپلې خوښې واکمنان مسلط کړل. موږ د افغانستان پر خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ملي ارزښتونو دا پېښه لکهد هر بل پردي مستقیم او نیابتي یرغل په څیر په کلکه غندو. دا یرغل له سیاسي، بشري او اقتصادي پلوه زموږ هېواد او خلکو ته دومرهویجاړونکی و چې نږدې نیمې پیړۍ وروسته لا هم افغان ولس د هغې لهجانبي پایلو او ناورین څخه ځان ندی خلاص کړی. دلته یو مهم ټکی باید تل زموږ په یاد وي چې د شوروي ښکېلاک تر یرغلوړاندې لا غربي ښکېلاک شوروي اتحاد سره د نړیوال جیوپولټیک رقابت پهموخه زموږ په هېواد کې افراطي جنګي ډلې رامنځته کړې وې، چې دشوروي د یرغل په پلمه یې لاپسې تجهیز او تمویل کړې. د غربي او شرقي ښکېلاک ددغه سیاستونو په پایله کې د افغانستان د دووپېړیو بیوروکراتیک نظام، ملکي او نظامي جوړښتونه په بشپړه توګه ونړولشول. سربېره پر دې د لوېدیځ په مستقیم مالي ملاتړ، زموږ د دودیز ملياسلامي فرهنګ د مسخه کولو او د افغان نوي نسل د افراطي کولو لپارهسیستماتیک کار وشو. ښوونیز نظام ته جنګي او افراطي نصاب ور دننهشو او څو نسلونه د افراطي ذهنیت په زهرو ککړ شول. هغه شاتګپاله ډلېچې نن ورسره مخ یو، د همدې نصاب او استخباراتي مدرسو مستقیممحصول دی. د نسلونو د تباه کولو په دې بهیر کې، دولتي، اقتصادي او فرهنګي بنسټونهله منځه ولاړل او پر ځای یې یو نادولتي ـ جهادي ایکوسیستم رامنځته شو؛داسې ایکوسیستم چې د لوېدیځ، پاکستان او سعودي عرب په همکارۍجوړ شو او تر نن پورې د نویو افراطي ډلو د زېږولو او زموږ د راتلونکونسلونو او ملي ارزښتونو د تباه کولو خطرناک ظرفیت لري. موږ باور لرو چې د شوروي او لوېدیځ په مداخلو کې افغاني نیابتي عناصراو ډلې ښکېلې وې، او لا هم فعالې دي. همدې واقعیت ته په کتو،«اکثریت»پر دې ټینګار کوي چې د هیواد د اوږدې کشالې حل یوازې دخپلواکو افغاني سیاسي سازمانونو ترمنځ د رښتیني دیالوګ، ملي انسجاماو متقابل تفاهم له لارې ممکن دی؛ داسې بهیر چې هیڅ ډول بهرنی تمویل،تجهیز او منځګړیتوب ونه لري. موږ هر ډول بهرنۍ نظامي او سیاسيمداخله ردوو او پر وړاندې یې ښکاره او قاطع دریځ نیسو. د یو ازاد او خپلواک افغانستان په لور…

یکشنبه, دسمبر 28, 2025

په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د پاکستان د هوايي ځواک بمبارۍ د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا تېری، د ټولو بین المللي موازینو څخه سرغړونه او پدې برید کې د بي دفاع وګړو وژل کېدل د بشریت ضد جنایت دی.

‏ د پاکستان پوځ پداسې حال کې زموږ په خاوره بمونه غورځوي چې افغانستان یو مسوول او مشروع نظام نلري. سربېره پر دې په کابل او کندهار کې واکمنې ډلې له راولپنډۍ څخه سرچینه اخیستې؛ راولپنډۍ هغه ځای چې نن سهار ور څخه دغه وحشیانه هوايي بریدونه رهبري شوي دي.

‏د طالبانو په نوم پر افغانستان واکمنه نیابتي ډله نه یوازې دا چې د دې بریدونو د مخنیوي اخلاقی جراات نلري بلکې هیڅ یې اراده هم نلري. دا ځکه دوی د پاکستاني پوځ او د دغه پوځ د نړیوالو ستراتيژیکو متحدیدنو په زور افغانان یرغمل کړي او خاوره یې اشغال کړې ده.

‏سره لدې چې په اوسنۍ نړۍ کې فزیکي قدرت او زور لرل مهم دي، خو که یو هېواد مشروع ولسي دولت او د پرګنو ملاتړ ولري، هیڅ قدرت به ونشي کولای پر خاوره، خلکو او ځمکنۍ بشپړتیا یې داسې ښکاره برید وکړي. افغانستان دا مهال د همداسې یو ولسي مشروع دولت د نه لرلو له رنځه کړېږي. له همدې تشې څخه په استفادې د افغانستان تاریخي دښمنانو او نړیوالو قدرتونو زموږ خاوره د خپلو نیابتي جګړو په میدان بدله کړې ده.

‏د اکثریت له نظره د دې کړکیچ او غمیزې اصلي مسوولیت په کابل او کندهار کې د حاکمې ډلې او د دوی د ملي او بین المللي ملاتړو پر غاړه دی. موږ په دې اند یو چې تر څو چې په افغانستان کې یو مشروع او ولسي سیاسي نظام نه وي رامنځته شوی، افغانستان به دې یرغل ته ورته د ډېرو نورو بدو ورځو شاهد وي.

‏اکثریت سیاسي فکري ټولګه ده چې د ملي او ډموکراټیکو افکارو لرونکي ملتپال افغانان یې پر مخ وړي او د همدې ټولګې ګډ فکر منعکسوي.