د هر نوي تعقیب سره
زموږ وړیا بریښنالیک ته ګډون وکړئ
له نن څخه ۴۶ کاله وړاندې پدې ورځ (د مرغومي شپږمه) پر افغانستان دپخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو یرغل وکړ، برحاله حکومت یې ړنګ او پرځای یې د خپلې خوښې واکمنان مسلط کړل. موږ د افغانستان پر خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ملي ارزښتونو دا پېښه لکهد هر بل پردي مستقیم او نیابتي یرغل په څیر په کلکه غندو. دا یرغل له سیاسي، بشري او اقتصادي پلوه زموږ هېواد او خلکو ته دومرهویجاړونکی و چې نږدې نیمې پیړۍ وروسته لا هم افغان ولس د هغې لهجانبي پایلو او ناورین څخه ځان ندی خلاص کړی. دلته یو مهم ټکی باید تل زموږ په یاد وي چې د شوروي ښکېلاک تر یرغلوړاندې لا غربي ښکېلاک شوروي اتحاد سره د نړیوال جیوپولټیک رقابت پهموخه زموږ په هېواد کې افراطي جنګي ډلې رامنځته کړې وې، چې دشوروي د یرغل په پلمه یې لاپسې تجهیز او تمویل کړې. د غربي او شرقي ښکېلاک ددغه سیاستونو په پایله کې د افغانستان د دووپېړیو بیوروکراتیک نظام، ملکي او نظامي جوړښتونه په بشپړه توګه ونړولشول. سربېره پر دې د لوېدیځ په مستقیم مالي ملاتړ، زموږ د دودیز ملياسلامي فرهنګ د مسخه کولو او د افغان نوي نسل د افراطي کولو لپارهسیستماتیک کار وشو. ښوونیز نظام ته جنګي او افراطي نصاب ور دننهشو او څو نسلونه د افراطي ذهنیت په زهرو ککړ شول. هغه شاتګپاله ډلېچې نن ورسره مخ یو، د همدې نصاب او استخباراتي مدرسو مستقیممحصول دی. د نسلونو د تباه کولو په دې بهیر کې، دولتي، اقتصادي او فرهنګي بنسټونهله منځه ولاړل او پر ځای یې یو نادولتي ـ جهادي ایکوسیستم رامنځته شو؛داسې ایکوسیستم چې د لوېدیځ، پاکستان او سعودي عرب په همکارۍجوړ شو او تر نن پورې د نویو افراطي ډلو د زېږولو او زموږ د راتلونکونسلونو او ملي ارزښتونو د تباه کولو خطرناک ظرفیت لري. موږ باور لرو چې د شوروي او لوېدیځ په مداخلو کې افغاني نیابتي عناصراو ډلې ښکېلې وې، او لا هم فعالې دي. همدې واقعیت ته په کتو،«اکثریت»پر دې ټینګار کوي چې د هیواد د اوږدې کشالې حل یوازې دخپلواکو افغاني سیاسي سازمانونو ترمنځ د رښتیني دیالوګ، ملي انسجاماو متقابل تفاهم له لارې ممکن دی؛ داسې بهیر چې هیڅ ډول بهرنی تمویل،تجهیز او منځګړیتوب ونه لري. موږ هر ډول بهرنۍ نظامي او سیاسيمداخله ردوو او پر وړاندې یې ښکاره او قاطع دریځ نیسو. د یو ازاد او خپلواک افغانستان په لور…
Author: Aksaryat Aksaryat
پدې وروستیو کې په ځینو سیاسي کړیو کې په دې اړوند پوښتنې رابرسېره کیږي چې که چیرې د ټرمپ ترمشرۍ لاندې د امریکا راتلونکی حکومت طالبانو…
د ستمیانو او مجاهدینو له وېرې د طالب غېږې ته وردانګل به څه پایلې ولري؟ Dec 13, 2023 د شل کلن جمهوریت له ړنګېدو او د…
د طالبانو لخوا د جهاد د محدودولو فتوا، څرنګوالی او پایلې يې Aug 14, 2023 تېرو دوو کالو کې طالبانو د افغانستان ټول قوانين ځنډولي دي.…
د کانونو د لوټ تالان او د افغانستان د راتلونکې یرغمل کول Aug 30, 2023 موږ دا خپل مکلفیت بولو چې د افغانستان د کانونو د…
طالبان او اساسي قانون Aug 17, 2023 د طالبانو د کابل ادارې یو غړي مولوي عبدالکبیر په یوې مرکې کې ويلي، چې د طالبانو مشر د…
طالبان د ټوپک په زور له بېوزلو او وچکالۍ ځپلو کروندګرو څخه د عشر په نامه د حاصلاتو لويه برخه ټولوي Sep 4, 2023 عشر د…
له ځوان نسل څخه د طالبانو ډار Aug 21, 2023 د طالبانو واکمني په ډار چلېږي. د دوی له نظره، هر څومره چې خلک وډار شي…
هغه غرب چې افغانستان یې اګاهانه طالبانو ته وسپاره، اوس ولې د ښځو د زدهکړو د حق لپاره غولوونکي تبلیغات کوي؟ Aug 24, 2023 زدهکړې او…
پرې غزې د اسرائیلو د برید په اړه اعلامیه Nov 7, 2023 د روان کال د اکتوبر په اوومه نېټه پر اسراییلو د حماس د جنګي…
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو نوې تګلار او که د طالبانو د عادي سازۍ یوه بله هڅه؟ Jan 3,2024 د طالب رژیم سره د تعامل…