سه شنبه, مارچ 17, 2026

‏د هېواد پر ځمکنۍ بشړتیا د پاکستان د اجرتي پوځ وروستی تېری په کلکه غندو

‏موږ د افغانستان پر ځمکنۍ بشړتیا د پاکستان د استعماري پوځ وروستی تېری په کلکه غندو او پدې باور یو چې د لویو قدرتونو دغه اجرتي پوځ نه یوازې د خپل ستراتيژیک عمق سیاست څخه ندی لاس په سر شوی، بلکې پر افغانستان د واکمنې نیابتي استخباراتي ډلې له حاکمېدو سره لا زړور او سپین سترګی شوی دی.

‏دا چې په نړۍ کې حاکم پخوانی بین المللي نظم د بدلېدو په حال کې دی، لدې سره جوخت سیمه ییز قدرتونه هم نور ځان پخوانیو بین المللي اصولو او قوانینو ته ژمن نه بولي. تر دې مخکې له دې قوانینو څخه د سرغړاوي حق یوازې له سترو ځواکونو سره و. پاکستان د همدې بدلېونکې نړیوالې فضا په لمن کې د خپل زور د ازمویلو تمرین کوي او د دې بربنډ تېري له لارې د خپلو پراختیا غوښتونکو سیاستونو د عملي کولو خوب ویني.

‏له بده مرغه افغانستان، پښتونخوا او بلوچستان د شلمې پېړۍ د سړې جګړې په لړ کې د غربي قدرتونو لخوا په لوی لاس د تروریزم او جنګ په یو واحد ایکوسیستم بدل شوي دي. تېرو څو کالونو کې موږ د دې شاهدان یو چې پدې سېمو کې پر ملتپالو، مترقي او بومي عناصرو او قوتونو فضا تنګېږي او افراطي تررویستي ډلې او جرمي شبکې یې ځایناستې کېږي.

‏اوس دا له هیچا پټه نده چې لوی قدرتونه، چې په سر کې یې امریکا ده، دغه سیاست د پاکستان د اجرتي پوځي په وسیله پداسې بڼه پر مخ وړي چې لومړی سېمه کې افراطي مذهبي ډلې ځای پر ځای کوي او بیا د دوی ترمنځ تقابل او تعامل په پلمه پدې سېمو لښکرکشي کوي.

‏د «اکثریت» له نظره د طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ وروستی جنجال او نښتي د همدغه کنټرول شوې لوبې او سیاست برخه ده چې دوام یې یوازې په لر او بر کې د مظلومو، محکومو او بېوزله خلکو کړاوو، زجر او تکلیف د لا دوامداره کېدو علاوه بل هیڅ پایله نشي لرلی.