پنجشنبه, جولای 3, 2025

‏له ايرانه د افغان کډوالو په زوره ویستل نه دا چې يو بشري ناورین او لویه غمېزه ده بلکه اوږد تاریخي شالید لري. د دغه ناورین نه یوازې بشري اړخ بلکې سیاسي لاملونه هم باید وڅېړل او رابرسېره شي. د کډوالۍ د نړېوال سازمان د راپور له مخې د ۲۰۲۵ زېږديز کال د می مياشتې راهيسې د ایستلو لړۍ ډېره چټګه شوې. له می میاشتې مخکې میاشتو کې اکثره ایستل شوي کډوال مجرده ځوانان وو، خو له می میاشتې راپدیخوا اکثره کورنۍ په زوره کډه شوي چې دغه بشري ناورین نوره هم وخيموي.

‏اوس که د دې ناورین تاریخي او سیاسي اړخونو ته ځير شو نو ګورو چې د ايران واکمن نظام د دې غمېزې يو علت دی. دغه اخوندي تيوکراسي ده چې د افغان نظامونو په خلاف یې سېکتارستي-نیابتي ډلو ته پټنځایونه او امکانات ورکړي چې په پای کې يې پر افغان وطن د هرې تپل شوې جګړې اور باندې یې نور تېل وراچولی او په دې ډول افغانان اړ شوي چې له هېواده کډه او په ګاونډي هېوادونو کې پناه واخلي. بايد وويل شي، حال دا چې ايران د دې ناورین او غمېزې يو علت دی، خو اصلي او غټ علت نه دی. اصلي او غټ علت بیا هم په افغانستان کې تپل شوې جګړې او د غټو نړېوالو قدرتونو او د دوی د اجیرو حکومتونو سترې لوبې دي چې د یوه هېواد وګړي کډه کولو ته اړ کوي او بشري ناورین رامنځ ته کوي.

‏ستر قدرتونه په هېوادونو کې بېثباتي او ناورینونه رامنځ ته کوي او کله چې د اړونده هېوادونو وګړي کډه کولو ته اړ شي، بیا دغه هېوادونه د کډوالو مخه نیسي او دا چې خپلې ناکامۍ پټې کړي، د تبلیغاتو له لارې ټوله پړه پر کډوالو اچوي او خپل خلک د کډوالو پروړاندې راپاروي. دغه چلند د دې لامل کېږي چې د کوربه هېواد عام وګړي د تبلیغاتو ښکار او د پراخ تبعیضي چلند یا ریسېزم لامل شي.

‏«اکثریت» د دغه ناورین ريښه په افغانستان باندې تپل شويو جګړو او بهرني لاسوهنو کې ګوري چې دغه وضعیت یې معلول دی. اصلي علت یې بیا هم د قدرتونو له خوا افغان خاوره د خپلو سترو لوبو لپاره کارول او پر افغان ملت د نیابتي ډلو تپل دي. همدغه ايران چې کله یې ګټې دا ایجابولی چې د امریکا سره مرسته وکړي نو د لوېديځ او خصوصا امریکا سره په ۲۰۰۱ کې د طالب په لېرې کولو کې مرسته وکړه، خو چې کله نوی نظام په افغانستان کې واکمن شو نو بیا یې نیابتي ډلو ته امکانات او منابع ورکړل چې د امریکا پروړاندې وجنګېږي نو ځکه د دغه بشري ناورین په غځولو کې مسئول دی. همداراز، «اکثریت» باور لري چې د دې ناورین د حللاره په يوه خپلواک، مترقي او مسئول نظام کې ده چې دغه نظام د خلکو په خوښه او اراده رامنځته شوی، او د افغانستان د هر اوسېدونکي پروړاندې د مسئولیت احساس وکړي. واکمنه نیابتي ډله نه هغه پوهه لري، نه صلاحيت او نه لرلید چې دغه ستونزه حل کړي.

‏«اکثریت» سیاسي فکري ټولګه ده چې د ملي او ډموکراټیکو افکارو لرونکي ملتپال افغانان یې پر مخ وړي او د همدې ټولګې ګډ فکر منعکسوي.