د روان عیسوي کال د جون د میاشتې په ۱۳مه نېټه، اسرائیلو د سهار په لومړیو شېبو کې پر ایران باندې یو پراخه برید پیل کړ. په دې برید کې د ایران د پوځي رهبرۍ غړي او د هستوي موادو سیمې وویشتل شوې. له هغې راهیسې چې اسرائیلو په غزه کې د فلسطینیانو ټولوژنه پیل کړې، پر ایران باندې یې دا د بریدونو دویمه څپه وه. په دې برید کې تهران، کرج او قُم او د نطنز د یورانیمو د غني کولو هستوي بټۍ ویشتل شوې دي. پر ایران باندې د اسرائیلو داسې بېباکه برید د سیمې او نړۍ لپاره یو مرګونی ګواښ دی او په ورته وخت کې دا څرګندوي چې د نتنیاهو جنون نور له هر راز بریده وتلی دی. ایران هم له هغې راوروسته ورځو کې په اسرائیلو باندې د پرمختللو میزایلو بریدونه وکړل. تر اوسه لا جوته نده چې د دې جګړې د نوې څپې پای به څنګه وي خو دا کره ده چې: په ایران باندې د نتنیاهو برید ټول منځنی ختیځ د ګړنګ پر غاړه درولی دی او د دې امکان شته چې ټوله سیمه د جګړې په یوه ستر اور کې لولپه کړي.
دا اوس نوره د نړۍ له سترګو پټه نده چې د اسرائیلو لخوا پر غزه باندې د ټوپک هر ډز، پر ایران باندې غورځولی هر بم او پر لبنان باندې هر ډول تېری یوازې د یوې موخې لپاره دي: اسرائیل غواړي چې د خپلو مذهبي باورونو له مخې د یوه زبرځواک په توګه “ستر اسرائیل” رامنځته کړي او په ټول منځني ختیځ کې یوازینی امپریالیستي ځواک اوسي. په تېرو شلو میاشتو کې د اسرائیلو دا پیغام ټولې نړۍ ته ډېر واضحه و. ایران د اسرائیلو د دې برید پر وړاندې تر اوسه ټینګ مقاومت ښکاره کړی دی او داسې ښکاري چې اسرائیلو ته یې په ځواب کې پوره زیانونه اړولي دي.
د واشنګټن رول
د دې برید په اړوند لومړی امریکا ناخبري وښوده خو دا امکان نلري چې اسرائیل ته دې د امریکا لخوا د داسې یوه ستر اقدام لپاره زرغون څراغ نه وي ورکړل شوی. په بله مانا، اسرائیل چې هر هغه څه په منځني ختیځ کې روان کړي دي، له امریکا سره په مشوره او هلته د خپلې پیاوړې لابي په مرسته دي.
په واشنګټن کې څو ورځې کېږي د اسرائیلو پیاوړې لابي هڅه کوي چې د امریکا پښه په مستقیمه توګه یوې بلې وحشتناکې جګړې ته راکش کړي او په دې توګه هغه جګړه چې دوی یې پیل کړی دی، د امریکا پر مټ پای ته ورسوي. ټرمپ چې د جګړې ضد شعارونو باندې واک ته رسېدلی و، اوس له یوې سترې ازموینې سره مخ دی. هغه دوې لارې لري، یا هغه سیاست ته دوام ورکوي چې امریکا پکې تل په نورو ملکونو باندې بریدونه کوي او یا د تودې جګړې سیاست ته د پای ټکی ږدي او له نورو لارو خپلې امپریالیستي غوښتنې پوره کوي.
له هغې راهیسې چې دا جګړه پیل شوې ده، د امریکا سیاسي طبقه له یو مخې د اسرائیلو د پیاوړې لابۍ پر زور د جګړې لپاره تبلیغات کوي. د امریکا د عادي سیمهایزو سیاستوالو نه نیولې بیا د کانګرس تر غړو پورې ټول په یوه خوله د اسرائیلي دولت دغه جنون سره موافقت ښيي او داسې ښکاري لکه دوی چې د امریکا لپاره نه، بلکې د اسرائیلو لپاره په کانګرس کې ناست وي. له دې سره په وار وار دا هم څرګندېږي چې اسرائیلي لابي په امریکا کې تر کومه بریده پیاوړې ده او امریکایي سیاستوال یې څومره تر اغېز لاندې دي.
په ټولو غربي رسنیو کې چې د اسرائیلو د دې جګړې لپاره یومخیزه تبلیغات کوي، د مرکزي استدلال په توګه باندې د هستوي وسلو ګواښ راوړل کېږي. اما په ورته وخت کې د عراق جګړه لا د خلکو هېره نده. هلته د همداسې دروغجنو تبلیغاتو پر مټ یوه ناروا جګړه، روا کړای شوه او عراق یې ناامنه او ویجاړ کړ. اوس غرب کې خپله هم ډېرې خواوې دا مني چې هغه جګړه د ناسمو تبلیغاتو پر مټ یوه ناسمه پرېکړه وه.
اما ښکاري نړۍ نوره په هغسې دروغجنو تبلیغاتو نه غولېږي. له کله راهیسې چې نتنیاهو سیاست کې قدم ایښی دی، د ایران پر خلاف د برید غوښتنه کوي او ټول سیاسي ژوند یې په همدې دروغجنو تبلیغاتو بنا شوی دی. په ۱۹۹۲ کې نتنیاهو ویلي ول چې ایران به په راروانو ۳-۵ کالو کې اتومي وسله ولري او اوس هم وایي چې ایران ۳ کاله پس اتومي وسلو ته تیار و. دا هغه ډرامه ده چې ۳۰ کاله کېږي روانه کړې یې ده.
داسې ښکاري په منځني ختیځ کې دم ګړۍ یوازینی هغه هېواد چې له اتومي وسلو یې نړۍ ته ګواښ دی، اسرائیل دی. ایران د نړیوالې اتومي انرژۍ ټولو پلاو ته اجازه ورکوي چې اتومي بټۍ یې وویني، اما اسرائیل د اتومي وسلو په برخه کې د هېڅ نړیوال تړون غړی ندی او په دې توګه هر هغه څه کولای شي چې ویې غواړي. اسرائیلو د اتومي وسلو په جوړلو د ملګرو ملتونو د ټولو قوانینو پر خلاف عمل کړی دی او په ښکاره توګه د اتومي وسلو د شمېر په اړه هېڅ مالومات هم نه ورکوي.
زموږ دریځ څه دی؟
په دې باید ټینګار وکړو چې موږ د ایراني آخوندي دکتاتور رژیم د اصلي کرکټر په پېژندلو کې هېڅ شک نلرو. موږ په دې هم پوهېږو چې دغه رژیم د ایراني ولس په زندۍ کولو څلوېښت کاله کېږي چې واک چلوي او په دې توګه یې ایران کې د ډېرو انساني ازادیو مخه نیولې ده. دغه رژیم د ظلم، شکنجې او استبداد نه په ګټه د هر راز ولسي خوځښت مخه نیسي او په دې لار کې یې ډېری ولسي خوځښتونه ناکام کړي او شنډ کړي دي.
خو پوښتنه دا راپورته کېږي چې آیا امریکا، اسرائیل او یا بل کوم غربي هېواد دا اخلاقي حق لري چې په یوه نظام باندې په دې بهانه چې دکتاتور دی برید پیل کړي؟ په داسې حال کې چې د دوی خپل لاسونه په افریقا، سوریه، افغانستان، عراق، لیبیا او همدا اوس فلسطین کې د میلونونو بېګناه انسانانو په وینو ککړ دي. په داسې حال کې چې دوی ټوله نړۍ د ژوند او مرګ پر برید درولې ده او د خپلو تبلیغاتي رسنیو او وحشتناکو پرمختللو وسلو پر مټ هر حق په ناحقه او هر دروغ په رښتیا بدلولی شي. په داسې حال کې چې دوی بې له یرغله، بې له وژنې او بې له بریده په هېڅ هغه ارزښت باندې باور نلري چې پر مټ یې دوی نور ملکونه نسکوروي. دا لیبراله هژموني د دېموکراسۍ او بشر د حقونو د حاکمیت تر غولوونکي عنوان لاندې زموږ په سیمه او آسیا کې پر دوامدارې بې ثباتۍ پانګونه کوي او دې سره خپلې نیابتي ډلې رامنځته کوي او چلوي.
دوی په افغانستان څلوېښت کاله کېږي د مجاهدینو، القاعدې، طالبانو او دا دی اوس داعش په توګه شاتګپالې ترهګرې ډلې رامنځته کړې او واک ته یې ورسولې. افغانستان کې ۴۰ کاله کومه ناروا جګړه روانه ده، دلته چې کومې وینې وبهېدې، دلته کې کومې نادودې وشوې د دې ټولو وینې د غرب او د هغوی د مزدورانو لکه پاکستان پر لاس دي. ان تر دې چې دغه کوم آخوندي رژیم چې دوی یې نن دکتاتور ګڼي او په نسکورولو پسې یې ځمکه او اسمان یو کړی دی، د دوی پر مټ واک ته راغی.
اما په بهرني لاس د اخوندي رژیم نسکورېدل له اقتصادي، سیاسي او ټولنیز پلوه د سیمې او افغانستان لپاره د دوامدارې سرخوږي لامل ګرځي. په سیمه کې هرډول دغسې بهرنۍ لاسوهنې د سیاسي جغرافیو د پاشل کېدو سبب ګرځي او دې سره افغانستان ترټولو ډېر اغېزمنېدلای شي. داسې پاشل کېدل په لویه کچه منځنی ختیځ او منځنۍ آسیا له نه جبرانېدونکي بشري، اقتصادي او سیاسي ناورین سره مخ کوي او ورسره د غرب ناوړه حضور لا تقویت مومي. تاریخي تجربو ښودلې چې د سیمې هېوادونو کې سیاسي ثبات او د قانونمندو ولسي دولتونو په ایجاد سره افغانستان راپورته کېدلای او خپلمنځي ستونزې حلولای شي؛ نه له غربي هېوادونو سره د نیابتي ډلو له لارې پر استخباراتي ملتیاو ولاړو نیابتي رژیمونو، لکه نننی پاکستان.
موږ د اکثریت د فکري سیاسي ډلې په توګه په دې باور یو چې امریکا او غرب په داسې اخلاقي مرتبه کې ندي چې نړۍ ته رښتیا او دروغ وروپېژني. موږ په دې باور یو چې یوازې د ایران خپلواکه ولس کولی شي د ایران اخوندي رژیم ته د پای ټکی کېږدي. موږ د تېرو تجربو نه دا زده کړي دي چې بهرنۍ لاسوهنې او د بهرنیو په لاس د نظامونو نسکورېدل ملکونه او ان ټولې سیمې، د دې پر ځای چې له بدمرغیو خلاص کړي، په نورو بدمرغیو او کړاوونو اړوي. موږ دا حق یوازې د ایران ولس ته ورکوو چې له خپلو اخوندانو سره حساب وکړي. همدا دلیل دی چې موږ په افغانستان کې هم د هرې هغې ډلې مخالف یو چې پر افغانستان باندې بیا د بهرنیو برید ته لار هواروي او یا یې ملاتړ کوي. افغانستان کې که نن یا سل کاله پس یو خپلواک او ازاد نظام راځي، دا به یوازې د افغانانو پر سپېڅلې سیاسي مبارزې راځي او بله هر راز انګېرنه نه یوازې ناکامه ده بلکې له افغان ولس سره جفا ده.
موږ پر ایران د اسرائیلو او امریکا برید ته نه وایو!
«اکثریت» سیاسي فکري ټولګه ده چې د ملي او ډموکراټیکو افکارو لرونکي ملتپال افغانان یې پر مخ وړي او د همدې ټولګې ګډ فکر منعکسوي.