یکشنبه, دسمبر 22, 2024

‏د خېبر په تاریخي دره کې د پرتمینې بریالۍ ۳ورځنۍ جرګې د ترسره کېدو مبارکي ټول ستر افغان وطن ته ورکوو. دا جرګه د افغانانو په سیاسي تاریخ کې له بېساري ارزښته برخمنه ده. دا لومړی ځل و چې یوه لویه جرګه پرته له له دې چې د شاهانو او واکمنو په فرمایش راوغوښتل شي، یوازې د ولس په نوښت جوړېږي. د پاکستان د پټو او ښکاره مخالفتونو سره سره، پدې جرګه کې د کوزې پښتونخوا د شپیته ولسوالیو استازو او د بېلابېلو پوړونو غړو ګډون وکړ، چې جرګې ته یې یو پرېکنده ولسي مشروعیت ورکړ. تر ټولو مهمه دا چې هیڅ ولسوالۍ لدې پروسې سره مخالفت ونه کړ او همدا د جرګې ټولمنلتوب څرګندوي. جرګه د منځپانګې، جوړښت، او ارزښت له پلوه بریالۍ وه، او پایلې یې پر ولسواکۍ، خپلواکۍ، او وطن مینو افغانانو تر تمې هم لوړې وې. د جرګې بریاوې هم د جرګې په لړ کې او د جرګې په پایلو کې ملموسې وې.

۱- د جرګې په لړ کې ترلاسه شوې بریاوې:
‏د “اکثریت” له نظره، په جرګه کې د ګډونوالو لخوا داسی مهمې ویناوې او دریځونه وړاندې شول چې د افغان وطن هر وګړی باید پرې وویاړي، ځکه چې د ټولنیز او سیاسي پرمختګپال انقلاب لپاره یې بنسټ کېښود. د جرګې د ګډونوالو دریځونه ځکه هیله بښوونکي ول چې د ملي یووالي، خپلواکۍ او د یوه روښانه راتلونکي لپاره یې واضحه موخې او عملي لارې چارې وړاندې کړې.
‏د جرګې له پېله مخکې داسې ګومان کېده چې دا به یوازې د مظلومیت په چوکاټ کې د پښتنو په حقونو تمرکز وکړي، خو د جرګې بهیر د پښتنو د خپلواکۍ، ځواک او قدرت پيغام وړاندې کړ. پښتنو جرګه د مظلومانو په توګه راوغوښته خو د بریالي قوم په توګه ځنې راووتل. د جرګې ګډونوالو وار په وار د پاکستان نظام غیرقانوني اعلان کړ او د پاکستان بیرغ او ملي سرود ته اجازه ورنکړل شوه، پر ځای یې د افغانستان ملي بیرغ او د پښتنو د ملي او حماسي شاعرانو اشعار زمزمه شول، چې په دې سره د پښتنو ملي هویت لا پیاوړی شو.
‏د جرګې بهیر دا روښانه کړه چې د پښتنو ستونزې د پاکستان په اوسني اساسي قانون کې د حل وړ نه دي، بلکې د حل یوازینۍ لاره بشپړه خپلواکي کې ده. د جرګې بله ستره لاسته راوړنه دا وه چې ګډونوالو په خپلو ویناو او دریځونو کې د پاکستان پوځ د یوه ترهګر سازمان په توګه وپېژانده. د جرګې په جریان کې د پښتنو هغه کاذب انځور چې په تېرو ۱۶۰ کلونو کې د استعمار لخوا جوړ شوی و، مات شو. ښځو په دې جرګه کې پراخ ګډون درلود او خپل غږ یې پرته له سانسور څخه پورته کړ. مذهبي افراطیت ته هم په جرګه کې ځای ورنکړل شو او بحثونه د واقعي اسنادو او حقایقو پر بنسټ ترسره شول.
‏بله ارزښتمنه لاسته راوړنه دا وه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر او د جرګې نوښتګر منظور پشتین په ډیرو څرګندو ټکو د رسنیو په مخکې د ډیورنډ کرښه د استعمار زوړ اثر وباله او د دې کرښې رسمیت یې رد کړ، چې دا د پښتنو لپاره یو تاریخي پرمختګ ګڼل کېږي. لدې سره یې هغه کلیشه هم ماته کړه چې ګنې یوازې د بر وطن افغانان د ډيورنډ کرښه نه مني او ښکته افغان پښتانه پاکستان سره خوښ دي. دا یو داسې غیر رسمی ریفرنډم و چې د دې کرښې له کښلو را هیسې یې د افغانستان هر دولت د دایرولو غوښتنه کوله، تر څو ښکته پښتنو ته د خپل برخلیک د ټاکلو حق ورکول شي، خو دغه غیر رسمي رفرنډم وښوده چې تر بره پښتنو ښکته پښتانه زیات د دې جبري کرښې مخالف دي.

۲- د جرګې د پرېکړه لیک لاسته راوړنې:
‏جرګه د پښتونژغورنې غورځنګ رابللې وه، خو د پښتونخوا ټولو سیاسي ګوندونو، ټولنیزو سازمانونو، مسلکي او علمي ټولنو، او علمای کرامو هم پکې ګډون درلود؛ له همدې کبله د اجماع او یووالي د ساتلو لپاره داسې صلاح وشوه چې د راتلونکو لویو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره په اول ګام کې د ټولو پښتنو یووالي ته ترجیح ورکړل شي او په همدې موخه یوازې هغه مواد د جرګې په پرېکړه لیک کې شامل شي چې د ټولو اقشارو او اړخونو پرې موافقه وي. خو بیا هم د دې پرتمینې لویې جرګې پایلې برخلیک ټاکونکې دي، او د بشپړې خپلواکۍ په لور لومړنی مهم ګام یې بللی شو.
‏د پرېکړه لیک لومړۍ برخه کې جرګه خپل هویت معرفي کوي او دغه هویت د افغان وطن سره نښلوي. په دې توګه څرګندوي چې دا جرګه د پښتنو د تېرو تاریخي او برخلیک ټاکونکو جرګو تسلسل دی او د ټولو پښتنو پورې اړه لري.
‏د پرېکړو بڼه د یو دولت له دریځه وړاندې شوه؛ هیڅ ډول ژمنه د پاکستان اساسي قانون ته نه وه، بلکې برعکس د پاکستان د اساسي قانون خلاف پرېکړه وشوه چې د دغه هېواد پوځ دې د پښتونخوا له ټولو سیمو ووځي. همدارنګه، پرېکړه وشوه چې د پاکستان د پوځ نیابتي وسله والې ډلې، لکه طالبان او داعش، باید له دې سیمو وایستل شي.
‏د ډیورنډ کرښې په اړه د جرګې دریځ دا و چې د دې خاورې مالکین، یعنې افغانان، به پرته له پاسپورت څخه په آزاده توګه تګ راتګ کوي. دا پرېکړه د استعمار د سل کلنې دسیسې د بشپړ له منځه وړلو په لور تر ټولو مهم ګام ګڼل کېږي.
‏بالاخره، سره له دې چې مخکې ویل شوي ول چې د “بر وطن” په مسایلو به پریکړې او بحثونه نه کېږي، خو د جرګې غوڅ اکثریت وویل چې د پاکستان پوځ د پښتونخوا له سیمو څخه په استفادې پنځه لسیزې کېږي چې “بر وطن” ناامنه کوي او د تباهۍ لور ته یې بوولی. همدارنګه، د افغان ښځو او نجونو د زده کړو او کار د بیا پیل غوښتنه هم وشوه. دا غوښتنه د داسې سترې پښتنې جرګې لخوا تاریخي ارزښت لري چې د طالبانو او ټولو هغو خلکو پر مخ درنه څپېړه ده چې پښتانه د تعلیم خلاف ګڼي.

۳ـ ذهن سازي او ملي پوهاوی:
‏د ازادۍ او خپلواکۍ لپاره ذهن سازي او اګاهي د هر ملت د ازادي غوښتونکو غورځنګو د مبارزې اساس ګڼل کېږي. دا ځکه چې ازادي یوازې د جسماني زولنو او بنديزونو لرې کول ندي، بلکې په اصل کې د فکري، فرهنګي، او ذهني زولنو لرې کول دي. کله چې یو ملت د فکري او شعوري بیدارۍ حالت ته رسي، نو دوی خپل حقوق، ارزښتونه، او خپلواکي درک کوي او د دغې ازادۍ لپاره مبارزه کوي. او بیا چې د یو ملت خلک په ذهني لحاظ بیداره شي، نو دوی پوهېږي چې د دوی حقوق څه دي، دوی څه غواړي او په کومو برخو کې ظلم او ستم پرې کېږي. دا شعور هغوی ته دا احساس ورکوي چې خپل حقونه باید په هر ډول حالاتو کې وغواړي. د ذهني او فکري بیدارۍ په نتیجه کې د خلکو په زړونو کې د مبارزې انګیزه پیدا کېږي. دوی د ازادۍ لپاره د هر ډول قربانۍ ورکولو ته چمتو کېږي او د هر ډول ستونزو او مشکلاتو مقابله کوي. کله چې ټول خلک د یوې ملي موخې لپاره په ذهني لحاظ یو فکر او شعور ولري، نو هغوی د ګډې مبارزې په ترڅ کې په یو آواز سره عمل کوي او د ظلم او استبداد پر وړاندې ودرېږي. هغه ملتونه چې ذهني او فکري لحاظ بیدار وي، په آسانۍ سره د ظالمانو د تبلیغاتو او تشدد د کمپاینونو تر اغېزې لاندې نه راځي.

‏په پای کې، د «اکثریت» له نظره دا جرګه د لر و بر افغانانو د یووالي د لسیزو پخواني ارمان د پوره کېدو لور ته لومړنی ګام و چې ولسونو په خپله نوښت د پاکستاني جبر لاندې پورته کړ. پښتنو د دې جرګې له لارې ټول هغه روایتونه او د شاتګپالنې تورونه رد کړل چې پر دوی د استعمار او سیمه ایزو دښمنانو لخوا لګول شوي ول. د پښتنو جرګه د بشر په تاریخ کې یو د ولسواکۍ له لومړنیو بېلګو څخه ده چې د ټولنیزو او سیاسي کړکېچونو په وخت کې پښتنو له دې لارې خپلې شخړې هوارې کړې دي. د خېبر لویه جرګه یو ځل بیا خپل تاریخي او اصلي روایت ته ژمنه پاتې شوه چې پرګنو پکې د خپل برخلیک پرېکړه خپله وکړه. اوس پر موږ ده چې هر راز قومي، دیني، زبنيزې او ټولنیزې کرکې هېرې کړو، شاتګپالو افراطي ډلو ته نه ووایو او د یوه لوی، خپلواک، پرمختګپال زرغون افغانستان لور ته ګډ کار وکړو. دا سفر له همدا ننه پیلېږي.

‏«اکثریت» سیاسي فکري ټولګه ده چې د ملي او ډموکراټیکو افکارو لرونکي ملتپال افغانان یې پر مخ وړي او د همدې ټولګې ګډ فکر منعکسوي.