تېره ورځ پنجشنبه، د سنبلې د میاشتې په ۲۲مه نېټه غرمه مهال له دایکنډي څخه راپورونه راغلل چې غور ته پر لاره د دغه ولایت ۱۴تنه هزاره وطنوال د نامالومو وګړیو لخوا وژل شوي او شپږ نور یې ټپيان دي. د ځینو ځایي خلکو له خولې په ټپیانو کې د ۲ تنو حالت د اندېښنې وړ دی. دغه هزاره وطنوال چې ټول یې نارینه او ځوانان ول، د غور ولایت لور ته د خپلو هغو خپلوانو ښه راغلاست ته روان ول چې د کربلا له زیارت څخه راګرځېدلي ول. وسله والو دوی له موټر څخه لومړی کوز کړي او بیا یې د بېرحمو مرمیو باران پرې کړی.
دغه ستره تراژیدي د افغانستان د خلکو پر ټپي وجود یو بل وحشتناک ګوزار دی چې درد یې د وطن په لر بر کې هر افغان محسوسوي. پر ټولیزو رسنیو خپرې شوې وېډیوګانې او انځورونه ښيي چې د نوموړو قربانیانو خپلوان په ډېرې بېوزلۍ سره هغوی خاورو ته سپاري او هېڅ طالب چارواکي یې تر ننه پوښتنې ته ندي ورغلي.
نوموړي قربانیان ټول د قریودال د کلي د سنگتختوبندر د ولسوالۍ مېشت خلک ول. د دایکنډي دا ولسوالۍ د افغانستان له غرنیو ولسوالیو څخه ده چې خلک یې نهایت بېوزله دي او په تېرو جګړو کې ډېر ځپل شوي دي. د خلکو لوی شمېر یې د بزګرۍ ژوند کوي او د غریبۍ له کبله یې ډېری وګړي ګاونډیو ملکونو ته هم د کار لپاره ځي.
د دې برید نه یوه ورځ وروسته د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې د داعش ډلې خراسان څانګې د دې برید مسولیت د یو ټلګرام چېنل له لارې منلی دی. له دې سره دا په تېرو دوو اوونیو کې دویم برید دی چې داعش یې مسولیت اخلي.
یوازې له دې څو بېلګو څحه د طالبانو د امنیت راوستو هغه دعوه دروغ ثابتېږي چې دوی یې پر مټ ځانته په نړیواله کچه ۳ کاله پروپاګند وکړ او لا یې هم کوي. طالبان په وار وار ښکاروي چې افغانانو ته د هر راز امنیت له ورکړې بېوسه دي. افغانان دم ګړۍ له خوراکي، روغتیایي، فکري، او له هر راز ځاني امنیته بې برخې دي.
له بله پلوه داعش کومه نوې ښکارنده نده او دا زموږ په وطن کې له تېرو څلور د لسیزو د روان افراطیت یوازې یوه نوې بڼه ده. دا افراطیت لومړی د مجاهد په بڼه، بیا د طالب په بڼه او اوس د داعش او لسګونو نورو ډلو په بڼه ځان راښکاروي. د دې افراطیت هرې بڼې د خپلې افغانوژنې لپاره جلا توجېهات لټولي خو په حقیقت کې موخه تل یوه پاتې شوې او هغه د بهرنیو استخباراتي اوزارو پر مټ د افغانستان تباهي او دلته د قومونو تر منځ د مذهبي، قومي او فکري کرکې زیاتول دي.
د «اکثريت» له نظره د افغانستان بېوزله ولس په دې جګړه کې یوازینی قرباني دی او د دښمنانو د داسې بېرحمانه ګوزارونو ځواب یوازې په یووالي، پیوستون او د یو بل د درد په درک سره ورکولای شي. افغانان له دې ناورین څخه یوازې هله وتلای شي چې د خلاصون لاره په بهرنیو سفارتونو او ادارو کې نه، بلکې په خپلمنځي درک او سیاسي تفاهم کې ولټوي. ورسره پلورل شويو سیاستوالو ته یو ځل بیا اجازه ورنکړي چې له دې برید څخه د ورونو قومونو تر منځ د کرکې د بيا زیاتولو لپاره سیاسي ګټه پورته کړي او په دې توګه د خپلو بادارانو نه نوې پروژې واخلي.
ژوندی دې وي افغانستان!