دوشنبه, دسمبر 23, 2024

له نښو نښانو داسی ښکاري چې پاکستان د امریکې او د هغې له متحدینوڅخه د افغانستان او سېمې د بي ثباته کولو د بل پړاوو پيلولو پروژېاخېستو ته نېږدې شوی دی. دا پړاو به د محتوا او ماهیت له پلوه د هغه څهسره چې پاکستان په اتیایمو او دوه زرمو کلونو کې وکړل تفاوت ونلري، خود شکل، زمان او وسعت له پلوه به خامخا ډېر نوي څه ولري.

سره له دې چې د پاکستان (Deep state) یا اصلي جریان او طالبان لهایډیالوژیک پلوه مشکل نلري، خو د وخت په تیریدو سره، د طالبانو اوپاکستان ترمنځ اوسنۍ تودې اړیکې د ستونزو او اختلافاتو سره مخ کېدلیو طبیعي بهیر دی چې نه یې طالبان مخنیوی کولای شي او نه همپاکستان.

پاکستان طالبانو ته پر پاکستان د یوې متکي جنګي ډلې په سترګه ګوري اوفکر کوي چې د بې شمېره دلایلو له امله کولی شي پر طالبانو خپل شرایطومني. طالبانو سره د پاکستان اړیکې د ماهیت له پلوه د تېرو مجاهدینو پهنسبت تفاوت لري، مجاهدین اول پاکستان ته لاړل او هلته یې پاکستان سرهمعامله وکړه او بیا مسلح او د قراردادیانو په څير افغانستان ته را ولېږلشول. طالبان بیا همالته زیږیدلي، روزل شوي، مسلح شوي او بیا پرافغانستان واکمن شوي، له طالبانو څخه د قراردادیانو تمه نلري، بلکې لهدوی څخه لکه د خپلو اتباعو په څير توقعات لري. ډېری طالبان لا هم پاکستان خپل دویم کور ګڼي او هلته د راسترېدو له کبله، د پاکستان د اتباعو، دود دستور او پاکستاني سیاست سره راستر شوي دي. د طالبانود مهمو مشرانو کورنۍ اوس هم په پاکستان کې اوسېږي او دغه مشران پهپاکستان کې د دغه هېواد د نورو عادي اتباعو په څير تجارتي فعالیتونهلري. د دوی غوڅ اکثریت پاکستاني تابعیت لري. لنډه دا چې پاکستان فکرکوي طالبان د دوی لاس تړلي یرغمل لاسپوڅي دي. د معمولي سرغړونې پهصورت کې د پاکستان پوځ ځانته حق ورکوي چې له دوی سره لکه د یوپاکستاني تنظیم یا ګوند په څير چلند وکړي.

په تېرو دوو کلونو کې شرایط بدل شوي دي. په نړیوال ډګر کې، لکه د نویموکلونو په څیر طالبان اړتیا نه لري چې امریکا او نورو هېوادونو سره ټولتماسونه د اسلام اباد له لارې ونیسي. د افغانستان داخلي امکانات اوظرفیتونه د نویمو کلونو په پرتله په مراتبو زیات شوي دي، او لنډه دا چېطالبانو ته داسې یو حکومت سپارل شوی چې پر هغه باندې شل کالهنړیواله پانګونه شوې ده. بل طالبان اوس ځان واکمن بولي او له رواني پلوهپرې اوس د پاکستان هغه شان غوښتنې او پټکې بدې لګېږي چې په کوټه اوپيښور کې ور باندې کېدې، پاکستاني مقاماتو سره په هره ناسته کې دوید با عزته متقابل چلند اصطلاحات زیات کاروي. بله خوا طالبان هم ځینيمجبوریتونه لري چې باید په یوې پاکستان ضد ټولنه کې د خپلې پاکستانيڅیرې د له منځه وړلو یا پټولو لپاره داسې کارونه وکړي چې د اسلام اباد دپالیسۍ سره په ټکر کې راځي. افغانه ټولنه په مطلق ډول سره د پاکستاني دولتونو نه کرکه لري او طالبانو ته د پاکستان د لاسپوڅو په سترګه کتلکېږي. 

که څه هم امریکا د طالبانو تر ټولو لويه حامي او ملاتړی ده، خو د دې ترڅنګ یې د لښتې او چاکلیټ ورکولو پالیسي داسې عیار کړې ده چېطالبان په هغه لوري سیخ کړي چې په سیمه کې د دوی له اهدافو سره سموي. پر طالبانو د فشار راوستو لپاره بېلابېل اوزار په لاس کې لري. پدېفشارونو کې جنګي او غیر جنګي ډلې، انجوګانې، او نورې لارې شاملېدي. د تعامل په نامه او د طالبانو د څیرې بدلولو لپاره د بېلابېلو کنفرانسونواو انجوګانو جوړول، د جهادي جنګسالارانو د مشرانو او د هغوی د اولادونوتحرکاتو ته تبلیغات، د طالبانو په منځ کې د کابل او کندهار طالبانو ترمنځناندرۍ، د داعش د حملو زیاتیدل، او دې ته ورته نور د فشار وسایل لريچې طالبان مجبوروي په هغه دایره کې دننه لوبه وکړي چې امریکا ورتهترسیم کړې ده. دم ګړۍ داسې ښکاري چې طالبان په هماغه کرښه ډېر ښه روان دي چې امریکایانو ورته په قطر کې ویستې ده، خو که چېرې له هغې کرښې اوړي، امریکا ډېر زیات نور انتخابونه لري چې پیاوړي یې کړي او د طالبانو دا لړزانده دولت چې د امریکا په ډالرو ژوندی پایي، نور هم کمزوری کړی. 

پاکستان هم له دې فرصتونو څخه د استفادې په لټه کې دی. پاکستان هیلهلري چې د امریکا څخه د خپلو اوسنیو داخلي ستونزو د حل لپاره قرارداديپروژه واخلي او په افغانستان کې د طالبانو احتمالي سرکشي کنټرولکړي. ځینې سرچینې خبر ورکوي چې د پاکستان استخباراتي ادارې پهدې وروستیو کې ګڼ شمېر پخواني جهادي، تنظیمي او نظامي قوماندانانپاکستان ته ورغوښتي دي چې په افغانستان کې یې د طالبانو پر ضدمنسجم کړي او په دې توګه د طالبانو پر رژیم فشار راوړي. دغو اوازوطالبان ور خطا کړي دي او د پاکستان په مقابل کې یې ژبه خورا نرمه او دزاریو حد ته راغلې ده.

داسې ښکاري چې په لویه کې ایران او پاکستان دواړه دې نتیجې تهرسېدلي دي چې افغانستان کې کورنۍ جګړه یې په ګټه نده، که دا جګړهپيلېږي دواړه هېوادونه مجبوره دي لکه د نویمو کلونو په څير د ځان په نیابتد یو لوري سره ودريږي او بیا دواړه هېوادونه په یو نیابتي جګړه کې نښليچې د پاکستان اقتصادي حالت او په منځني ختیځ کې د ایران د بوختیا لهامله دواړه هېوادونه د دې توان نلري. د پاکستان د اقتصادی حالت دخرابېدو په اړه ملکي حکومت او سیاسیون تشویش لري، خو د پاکستانپوځ بیا لکه تل جلا لوبه کوي او هغه د غرب له خوا ورکول شوی پلان دی. کهپوځیان پوه شي چې افغانستان کې ګډوډي او بیا منځنۍ اسیا ته د دېګډوډۍ سره امریکا علاقه لري او شین چرغ ترلاسه کړي، پوځ له داسېیوې پروژې نشي تېریدای. دا هم څرګنده ده چې امریکا او نورو غربيهېوادونو ته جهادیان، طالبان، او د ورته آیډیالوژیو ډلې ډېر توپیر نه لري. هغه کار چې طالبان کولای شي هیڅکله یې تېرو مجاهدینو ته نه ورکوي،غواړي د همدې طالبانو په وسیله خپلو موخو ته په غوره توګه و رسېږي نو دتېرو جهادیانو پاکستان ته بلل او هغوی سره ملاقاتونو نه پاکستان دوه هدفهلري.

اول، لدې لارې په طالبانو فشار ساتي چې کوم جدي تخلف ونکړي او بل کهچېرې طالبان د نړیوال فشار پخاطر مجبوره کېږی خپل حکومت کې غیرطالبانو ته ځای ورکړي، هغه غیر طالب اشخاص هم باید د پاکستان نه ورشي او په امارت کې جذب شي. پدې توګه به طالب، غیر طالب، مجاهد اوهر ډول خلک چې د کابل ادارې سره کار کوي اسلام اباد ته ځوابګویه وي.

پایله او وړاندیزونه

ځینې مبصرین په دې اند دي چې ممکن پاکستان له دغو مهرې څخه ددویم ځل لپاره د ګټې پر ځای له داعش ډلې څخه استفاده وکړي. خو بایدپه یاد ولرو چې جهادي ډلې د داعش په پرتله د افغانستان په خلکو، کلیو اوښارونو کې ژورې ریښې، اړیکې او د چریکي جګړو پراخه تجربه لري، او دداعش په پرتله طالبانو ته په ملي او نظامي کچه ستر سرخوږی جوړولایشي. نو که اړتیا پېښېږي پاکستان به تر داعش پخوانیو مجاهدینو ته ترجیحورکړي چې د طالبانو خلاف یې وکاروي. اما ورته وخت کې داعش هم لکه د اور خورېدونکې پدیده ده او د اړتیا په وخت کې پاکستان او امریکا له هر انتخاب څخه استفاده کولای شي. 

دویم که اړتیا پېښېږي د پخوانیو مجاهدینو سربېره طالبان په داخل کې همد ډېرو ډلو او ګروپونو مجموعه ده او هره ډله هڅه کوي بهرني ملاتړ ولري اود دوی لپاره تر ټولو ښه او د لاسرسي وړ بهرنی پاکستان دی، پدې صورتکې بیا د طالبانو له دې ډلو هم استفاده کولای شي.

که داسې وشي، نو هېواد به د روانو بهرنیو نیابتي او استخباراتي جګړو ترڅنګ د کورنیو او آن قومي او مذهبي جګړو ډګر هم وګرځي. د «اکثریت»له نظره، د جنګي قراردادي ملیشو او انجوګانو افراد او ډلې که د پاکستانیا امریکا له خوا پر طالبانو د فشار او یا د هغوی د له منځه وړلو لپارهوکارول شي، د افغانستان د ستونزو د دوام لامل ګرځي او دا د پخوانیوترخو تجربو تکرار بولو. موږ په دې باور یو چې د طالبانو استبدادي افراطيډله باید د منسجمو ولسي او منظمو افغاني سازمانونو لخوا له منځه یوړلشي، حتی که ډېر وخت هم ونیسي، نه دا چې افغانستان د بهرنیواستخباراتو د ملیشو او انجوګانو مبلغینو په یو بل جنګي ډګر بدل شي.