دوشنبه, دسمبر 23, 2024

‏طالبانو ته افغانستان ور وسپارل شو او له هغې راهیسې افغانان د طالبانو لخوا یرغمل نیول شوي. دغه حقیقت افغانانو سره د طالبانو چلند کې ډېر ښه او په واضحه توګه ښکاري. د طالبانو مشرتابه هیات په پرله پسې توګه خلکو ته تکالیف او مسوولیتونه راجع کوي، ملاماتوونکې مالیې ځنې غواړي، او د ولس هیڅ انساني او افغاني حق په رسمیت نه پیژني. د دې ناانساني چلند پر ضد که بیا څوک اعتراض کوي د ټوپک په ژبه غلی کېږي. تېرو څو کلونو کې د افغانستان هر ښار، کلی او بانډه د بېشمېرو ظلمونو شاهدان دي.

‏افغانانو سره د اشغالګرانو په څیر چلند کومه نوې او د تعجب خبره نه ده، خو د حیرانتیا او خفګان خبره دا ده چې ځینې پېژندل شوې څېرې د طالبانو دغه وحشیانه عمل بدرګه کوي او استدلال کوي چې باید د پرګنیزو اعتراضونو پر وړاندې قاطعانه زور (ټوپک) وکارول شي.

‏تېرو څه کم درې کالو کې له کندهار، فراه، فاریاب او په دې لنډو ورځو کې په بدخشان او ننګرهار کې د ولس د مشروع غوښتنو او اعتراضونو پر خلاف د زور کارولو، څخه یو ځل بیا جوته شوه چې طالبان یوه جنایتکاره او تروریستی ډله ده چې د ولس د غوښتنو هیڅ پروا نه ساتي او نه ورته د خلکو ژوند مهم دی.

‏هغو وګړو ته چې خپله د شخصي ګټو لپاره د طالبانو ملاتړ کوي او موږ ته دا عمل په دې توجېه کوي چې ګوندې طالبان به یو انساني مسوول نظام او حکومت جوړ کړي، موږ یوازې یوه وینا لرو: د طالبانو د وحشي ډلې ایډیالوژي، ماهیت او اهداف د هېڅ انساني نظام جوړولو سره تطابق نلري او نه هم باید ور څخه تمه ولرل شي. موږ د دې پر ځای چې د طالبانو د وحشي کړنو لپاره توجېهات ولټوو، د خپل ولس پر انسجام او سیاسي ښکېلتیا تمرکز کوو. موږ د طالبانو نه وروسته انساني نظام ته کار کوو.

‏«اکثریت» افغانان پدې سختو شرایطو کې چې د اعتراض او او وینا د ازادۍ حق ور څخه اخیستل شوی دی او په خاموشه ډول روان حالت له مجبورې ورځې زغمي، تر څنګ یې د دغه ظلم او جبر لوستي لابیګران هم ذهن ته سپاري او هیڅکله به یې هیر او معاف نکړي چې د طالبانو دغه ظلم ته توجهات لټوي او پر خلکو د طالبانو د روان جبر لا تشدید غواړي.

‏اکثریت سیاسي فکري ټولګه ده چې د ملي او ډموکراټیکو افکارو لرونکي ملتپال افغانان یې پر مخ وړي او د همدې ټولګې ګډ فکر منعکسوي.