موږ د افغانانو په ضد نه یوازې د پاکستان د لوی درستیز وروستۍ کرکجنې څرګندونې په کلکه غندو بلکې د افغانستان او حتا د پاکستان د خلکو پر وړاندې د دغه هېواد د پوځي دکتاتورې طبقې ټول سیاستونه د انسانیت او محکومو ولسونو پر ضد بولو.
پاکستان د خپل تاریخ تر ټولو ستر سیاسي بحران سره مخ دی. دا هېواد په سیمه کې تل د ناامنیو، نړیوالو امپریالیستي ناانساني پروژو او د سترو زبرځواکونو د ترهګرۍ د پروژو عملي کوونکی هېواد پاتې شوی دی. پاکستان یوه پوځي دکتاتوري ده. د دې هېواد پوځ له خپلو ډېرو سیاسي ګوندونو او په خپل لاس روزل شویو ترهګرو ډلو سره وخت ناوخت د کورنیو ناندریو په لړ کې اختلاف پيدا کوي. د تېرو څو لسیزو لنډ تاریخ د دې بېشمېره لاسوندونه لري چې څنګه دلته د سیاسي ګوندونو او د پوځي دکتاتورۍ تر منځ لانجو له دې هېواده یوه پوځي چوڼۍ جوړه کړې ده. له دغو څخه تر ټولو وروستۍ بېلګه یې د پوځ لانجې د تحریک انصاف ګوند سره دي چې ګوډاګی لومړی وزیر یې لا هم په زندان کې پروت دی. په ورته توګه کراچۍ کې د مهاجرو قومي غورځنګ، ځیني کشمېري او پنجابي اسلامپاله تکفیري ډلو، او ان افغانو طالبانو څخه د دوی ملاتړ له نړۍ څخه پټ ندی. دا او دې ته ورته نورې بنسټپالې ډلې چې نه یوازې د دې هېواد لپاره بلکې د سیمې لپاره هم ستر ګواښ ګڼل کېږي د پاکستان لخوا د خپلو نړیوالو بادارانو په غوښتنه جوړې شوې دي.
د پاکستان د لوی درستیز وروستنۍ څرګندونې چې په لړ کې یې د یوه پاکستاني ژوند د ټول افغانستان څخه ارزښتمن بولي د دوی د کورنیو کشمکشونو، دننه روانو کړکېچونو او سربداله حالت څرګندونه کوي. پاکستان چې کوم اور په افغانستان کې ولګاوه، د هغه اور لمن اوس د دوی انګړ ته ورغځېدونکې ده. هغه وروستني بریدونه چې په دې هېواد کې په پوځي سرتېرو ترسره شول د دې څرګندونه کوي. پاکستان د دې لپاره چې دې ناکامۍ پړه او د خپلو خلکو د امنیت په ساتلو کې پاتې راتګ توجېه کړای شي، افغانان د خپلو بدمرغیو لپاره مسول ګڼي. دا یوه خندوونکې خبره ده. هغه افغانان چې دوی له لسیزو راهیسې د خپلو ترهګرو ډلو پر مټ مړه کړل اوس ځنې د اوړو پوزه جوړوي تر څو ځان له مسولیته وژغوري. افغانان په دې هېواد کې څه له پرونه راهیسې نه بلکې له څلورنیمو لسیزو راهیسې اوسي، دا څنګه امکان لري چې تر پرونه افغانان ورونه ول او ناڅاپي په ترهګرو واوښتل او خپلې ټولې ناکامۍ په دې ناچاره کډوالو ورتپي؟ دا نړۍ ته نوره څرګنده ده چې ترهګر څوک دي؟ ترهګر پالونکي څوک دي او په سیمه کې د نړیوالو زبرځواکونو د ناانساني پروژو عملي کوونکي نوکران څوک دي.
زموږ په اند د افغاني طالبانو او د پاکستان د واکمن پوځ ترمنځ اوسني اختلافات د بڼې او ماهیت له پلوه د پاکستاني ګوندونو سره د دغه هېواد د پوځ د اختلافاتو په څېر ښکاري. موږ په دې باور یو چې وروسته له هغې چې پاکستان په افغانستان باندې د طالبانو بیا واکمنېدو سره مرسته وکړه، له طالبانو یې داسې هیلې درلودې چې طالبان یې که وغواړي هم پوره کولای یې نشي. طالبان د دې هېواد سیاسي واکمني په لاس کې لري خو د دې واک نلري چې ټول افغانستان د پاکستان پښو ته ورګوزار کړي، هغه څه چې د پاکستان هیله ده. همدې تضاد د دوی د پخوانۍ نیابتي ډلې (طالبانو) او د دوی تر منځ یو لړ جدي اختلافات پیدا کړي دي. لکه څنګه چې د پاکستان پوځ په خپل هېواد کې د جوړو شویو سیاسي ګوندونو او رهبرانو څخه یو لړ توقعات لري او کله چې یاد ګوندونه دا توقعات پوره نشي کړای، بیا یې ترمنځ سیاسي ناندرۍ راپورته کېږي. دا ناندرۍ او کشمکشونه لنډمهال، تاکتیکي او د اړتیا پر بنسټ وي او که له کومو ګوندونو سره ستراتيژیک اختلاف ولري لکه بلوچ ازادي غوښتونکي او پښتانه ملتپاله هغوی په هر ممکنه طریقه ځپي.
«اکثریت» افغانان د پاکستان پدې سیاستونو پوه دي او تر څنګ یې هغه سیاسي جریانونه او سیاسي شخصیتونه هم څاری او پيژني چې په یو نه یو ډول یې په تېرو څلورو لسیزو کې کټ مټ د طالبانو په څیر نیابتي نقش درلود. موږ وینو چې اکثره پاکستان سره پداسې اختلافي مسائلو کې دغه افغان سیاسي جریانونه یا غلي وي او که څه لیکي یا وايي، یوازې په پاکستان کې د برحاله واکمنۍ ډلې لنډمهاله سیاستونه غندي او پدې توګه خپلو خلکو ته ځان د یو ملي سیاسي شخصیت او جریان په توګه ور یادوي.
زموږ له نظره د افغانستان د تېرو لسیزو سیاسي جهادي، فاسدې او طالبي ډلې چې د پاکستان په مدرسو یا د امریکا په سفارتونو کې پنډ شوي دي د دغه دکتاتور پوځ پر وړاندې د افغانانو استازولي نشي کړای. د عاصم منیر او د پاکستاني پوځ ځواب به یوازې هغه نسل وایي چې د افغانستان اکثریت دي او د خپل هېواد او افغانانو په وینو یې لاسونه سره ندي. زموږ مخاطبین همدا نسل دی. زموږ هیله همدا نسل دی او دا نسل به د خپل روښانه راتلونکي لپاره انسجام خپلوي.
#اکثریت سیاسي فکري ټولګه ده چې د ملي او ډموکراټیکو افکارو لرونکي ملتپال افغانان یې پر مخ وړي.