دوشنبه, دسمبر 23, 2024

د طالبانو لخوا د جهاد د محدودولو فتوا، څرنګوالی او پایلې يې

Aug 14, 2023

 تېرو دوو کالو کې طالبانو د افغانستان ټول قوانين ځنډولي دي. د امر او نهې ټول فرمانونه او اوامر د خپل ناڅرګند امير له ادرسه صادروي چې پر بنسټ يې ټولنه کې خپلې کړنې او ورځ په ورځ ډېرېدونکي محدودیتونه توجيه کوي. خو دا لومړی ځل دی چې دوی د جهاد په څېر د ستر ديني اصل د محدودولو لپاره د امير پر ځای د خپلې رسمي دارالافتا له ادرسه فتوا صادروي. په ظاهره دغې فتوا کې د ټي ټي پي په شمول له خپلو جنګياليو غواړي چې له افغانستان څخه بهر په ځانګړي ډول د پاکستان خلاف په جهادي فعالیتونو کې ګډون ونکړي.

په دومره ابهام او چټکۍ د دومره مهمې فتوا صادرول نه يوازې د افغانستان د ګاونډيانو اندېښنې نشي ځوابولای بلکې لدې سره ابهامات لا پسې زياتيږي. ورسره د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو کې پرتو افغانو ولسونو ته د دغې سياسي استخباراتي فتوا د څرنګوالي او پايلو په اړه لا زياتې انديښنې او پوښتنې پيدا کېږي. د پاکستان د طالبانو تحریک په خپل لومړني غبرګون کې دغه فتوا نده منلې او ويلي يې دي چې دوي يوازې د ملا هيبت الله فتوا ته په تمه دي‌.

 پداسې حال کې چې د سترې محکمې په چوکاټ کې په قضايي چارو کې د فتوا مرکز هيڅ فتوا د هيبت الله د تائيد پرته نه صادروي.  د «اکثريت» له نظره دا عجولانه فتوا له امريکا او قطر څخه د پاکستان د دوامداره شکایتونو وروسته په دوحه کې امريکايي مقاماتو سره د طالبانو په مياشتنيو ناستو کې مطرح او بيا د هغوی په فرمايش په عجولانه ډول صادره شوې ده.

 په دې توګه موږ یو ځل بیا وینو چې جهاد او دې ته ورته دیني ارکان نه یوازې طالبانو بلکې ټولو جهادي ډلو لپاره د واک د ترلاسه کولو او ساتلو وسیلې دي. دوی دیني ارکان د نړیوالو ښکېلاکګرو هېوادو څخه د مادي او استخباراتي ملاتړ په بدل کې کاروي. په دغه منافق سیاست سره داسې ښکاري چې  طالبان دم ګړۍ ګاونډیو ته د ډاډ ورکولو هڅه کوي او په اوږده مهال کې دوی له خپلو حامیانو سره په همغږۍ دې ته چمتووالی نیسي چې افغانستان د افراطيت او نړيوالو جهادي ډلو په مرکز بدل کړي.

 دوی هيڅکله ندي حاضر د نړۍ په هيڅ ګوټ کې له هيڅ ډول مذهبي افراطي ډلې سره رابطه پرې کړي. په تېرو شلو کالو کې د ډيورند کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه د تروريزم او افراطيت له کبله زيات وکړول شول، له نښو نښانو داسې ښکاري چې د ښکېلاک ګرو هېوادونو د استخباراتو په مټ پدغه سېمو کې د نارامۍ يوه نوې څپه پيلېدونکې ده چې طالبان يې ستراتيژيک شريکان دي. زموږ له نظره د افغانانو پر خاوره او دې ټوله سیمه کې چې له ۴۰ کلونو راهیسې د جهاد په نوم کوم فساد او قتل عام روان دی، دا ټوله پروژه ده تر څو دلته د ولسي پرمختګپالو دولتونو د واک ته رسېدو مخه ونیول شي.

 موږ په دې اند یو چې د پاکستان په شمول د افغانستان له ټولو ګاونډیو سره په سياسي، اقتصادي، فرهنګي او امنيتي برخو کې تعامل، راکړه ورکړه او همکاري يوازې د يوه مشروع، قانوني او د شفافې پروسې په پایله کې واک ته راغلي دولت له لارې ممکنه ده.  داسې ملي دولت چې د نړيوالو اصولو په رڼا کې د نړيوالو د ښکاره نظارت په صورت کې يې ولسي افغاني مشروعیت ترلاسه کړی وي او نه یوه استخباراتي او افراطي ډله چې د ښکيلاکګرو لخوا د خپلو ستراتيژيکو موخو لپاره استخدام شوې ده.

د «اکثريت» کتنپلاوی