دوشنبه, دسمبر 23, 2024

“اکثریت” سیاسي فکري ټولګه ده چې د ملي او ډموکراټیکو افکارو لرونکي ملتپال افغانان یې پر مخ وړي. دا چې د افغانستان د سياسي قشر او جريانونو د ناکامۍ او د نړيوالو لوبغاړو د ښکاره ملاتړ په نتيجه کې مو پر هېواد یوه ظالمه مستبده ډله واکمنه شوې ده، نو د ټولو پرمختګپالو افغانانو پر مرۍ پښه اېښودل شوې او د هغوی د غږونو د بندولو یوه پراخه سیمه‌يیزه او نړیواله دسیسه روانه ده.

موخه داسې ښکاري چې هر هغه څوک چې د افغانانو د ښېرازۍ خبره کوي په یو نه یو ډول به یا له هېواده په جبر تېښتې ته اړ کېږي او یا به په هېواد کې دننه د اسیرانو په دود ژوند تېروي.

“اکثریت” هغه هڅه ده چې غواړي د افغانستان د معاصرو سیاسي تاریخي واقعیتونو، روانو پېښو او راتلونکي په اړه د اکثریتو افغانانو غږ او نظریاتو ته منلی او شنل شوی ګډ لوری ورکړي.

 “اکثریت” په دې برخه کې یوازینی ګام ندی، بلکې بې‌شمېره رښتیني افغانان دا مهال په همدې هڅه کې دي چې د خلکو فکري انسجام ته کار ووایي؛ د “اکثریت” هڅه دا ده چې دغه جلا جلا څاڅکي په سیند واړوي.

 موږ هڅه کوو هغه افغانان چې زموږ په څير يا موږ ته نږدې سياسي فکر او نظريات لري خپلو بحثونو کې را ګډ کړو، تر څو د ولسواکه ملتپالو افغانانو يو سياسي ادرس رامنځته شي. هيله ده د “اکثريت” له لارې خپريدونکو موضوعاتو او بحثونو په توضيح او تعمیم کې راسره برخه واخلئ.

 په درنښت

د “اکثريت” کتنپلاوی