پنجشنبه, جنوري 29, 2026

‏د دوحې له شرموونکي تړون څلور څځه کاله وروسته، یوه موضوع د لمر په څېر روښانه ده: امریکا له افغانستان څخه نه ده وتلې، بلکې یوازې یې په افغانستان کې د خپل حضور بڼه بدله کړې ده.
‏د دوحې تړون د افغانستان واک یوې داسې ډلې ته وسپاره چې له فکري پلوه د منځنیو پېړیو استازیتوب کوي. په ظاهره، امریکا او لوېدیځ هېوادونه ادعا کوي چې د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژني، خو په عمل کې همدغه هېوادونه، په ځانګړي ډول امریکا، د طالبانو رژیم ته مالي، سیاسي او دیپلوماتیک ملاتړ برابروي. دا تناقض تصادفي نه دی، بلکې یوه حساب شوې ستراتیژي ده.
‏د دې بې‌رحمانه پاراډوکس موخه روښانه ده: افغانستان باید تل بې‌ثباته، کمزوری، د افراطي ډلو په لاس کې خو د امریکا تر څار او مدیریت لاندې پاتې شي، څو د واشنګټن د سیمه‌ییزو جیوپولیټیکي اجنډاوو لپاره وکارول شي.
‏اکثریت وروستي تحولات له نیږدې څاري او دې پایلې ته رسېدلی چې یوه ډېره خطرناکه سناریو روانه ده. داسې ښکاري چې امریکا، د خپل پخواني سیمه‌ییز ملګري پاکستان په همغږۍ په افغانستان او سیمه کې د یوې نوې جهادي څپې د پیل لپاره زمینه برابروي. چې موږ یې د امریکايي جهاد درېیمه څپه بولو.
‏هغه افغانان چې په وطن او سیمه کې روان سیاسي بدلونونه له نیږدې څاري د دې نوې پروژې نښې نښانې کتلی شي. د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په میاشت کې د پاکستان له‌خوا پر کابل او د افغانستان پر یو شمېر ولایتونو بمبارد په دې پلمه چې ګواکې د TTP پټنځایونه په افغانستان کې دي یوازې یو پوځي اقدام نه و، بلکې د یوه نوي بهیر او روایت پیل و. دا د روایت جوړونې یو رسنیز او دیپلوماتیک تمرین و او موخه یې دا وه چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوال تروریزم د مرکز په توګه معرفي کړي. له دې عملیاتو وروسته په دوحه او استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ تش په نامه مذاکرات ترسره شول څو همدا روایت پیاوړی کړي: دا چېTTP په افغانستان کې ده او یو ستر سیمه‌ییز ګواښ بلل کېږي.
‏په ورته وخت کې، طالبان ادعا کوي چې داعش په پاکستان کې خوندي پټنځایونه لري، د پاکستان د پوځ له ملاتړ برخمن دی او د افغانستان دننه د طالبانو پر ضد فعالیت کوي. چین، روسیه، ایران او ازبکستان هم ورته اندېښنې لري او وایي چې د دغو هېوادونو افراطي اتباع د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې مېشت دي. حتا ازبکستان د غزې لپاره د ټرمپ د سولې پلان کې د شاملېدو اساسي علت د افغانستان له اړخه د احتمالي تررویستي ګواښ څخه د ځان خوندي کولو هڅه وګڼله. دا پدې معنا ده چې زموږ شمالي ګاونډیان دا هر څه څاري او پوهېږي چې د امریکايي جهاد د درېیمې څپې څخه د ځان ساتلو یوه لار امریکا سره د شرایطو مطابق سر خوځول دي او دا یقیني دي چې دا څپه را روانه ده.
‏دا متقابل تورونه تصادفي نه دي، بلکې په افغانستان او سیمه کې د امریکايي جهاد د درېیمې څپې د طرحې لومړني ګامونه دي. دا طرحه هغه مهال نوره هم روښانه شوه، کله چې د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په میاشت کې په کابل کې د طلوع تلویزیون له لارې یوه اوږده او له مخکې تنظیم شوې مرکه ترسره کړه.
‏خلیلزاد له ۲۰۲۱ کال راهیسې رسمي دنده نه لري، او د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د ټرمپ تر بیا واکمنېدو وروسته یې هڅه کوله چې بېرته د امریکا په اداره کې په دنده وګمارل شي. خو د وروستیو میاشتو نوی خبر دا دی چې نوموړی پرته له هېڅ کوم رسمي موقفه، خو له څرګند نفوذ سره یو ځل بیا راڅرګند شوی دی. زلمی خلیلزاد د خلیج هېوادونو او کابل ترمنځ تګ راتګ کوي او د اکثریت د معلوماتو له مخې دا مهال یې دفتر په اماراتو کې دی.
‏له طلوع تلویزیون سره د خلیلزاد په مرکه کې د پام وړ خبره یوازې د مرکې محتوا نه وه، بلکې د مرکې ځای او شرایط هم ول. دا مرکه د طالبانو له اجازې پرته تنظیم شوې وه او خلیلزاد پکې په تلویحي ډول د امریکا داسې کرښې وړاندې کړې چې د طالبانو د مشر، هبت‌الله اخندزاده، له سیاستونو او دریځونو سره په بشپړ ټکر کې دي.
‏هغه وویل چې طالبان باید له پاکستان سره د امنیتي تړون لپاره مذاکرات وکړي، چې پکې دTTP او داعش ټولې مسئلې شاملې وي. موږ پوهېږو چې دا د کابل د فریب لپاره یوه پخوانۍ او ناکامه نسخه ده. د تېر جمهوریت په دوران کې دې ته ورته مذاکرات شل کاله د امریکا په تشویق د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ ترسره شول، خو پایله یې یوازې ناورین و. ددغه ډول فرمایشي مذاکراتو اصلي موخه د ستونزو حل نه دی، بلکې د کابل مصروف ساتل دي؛ دا چې کابل په نه ختمېدونکو او بې‌پایلو پروسو کې ښکېل وساتل شي، څو افراطي ډلې بیا منظمې شي او د کنټرول شوې بې‌ثباتۍ لپاره په افغانستان کې خپل عملیات دوام ورکړي.
‏په مرکه کې خلیلزاد افغانستان او سیمې ته د داعش په بالقوه خطر ټینګار کاوه. هغه په ډېرې بې‌پروایۍ وویل چې که د امریکا سفارت بېرته په کابل کې پرانیستل شي، نو امریکايي ځواکونه به هم بېرته راستانه شي تر څو د سفارت امنیت خوندي کړي. هغه دا خبره د کابل په زړه کې، د طالبانو تر کنټرول لاندې تلویزیون کې وکړه او د طالبانو د احتمالي غبرګون پروا یې ونه کړه. وروسته دا هم ثابته شوه چې طالبانو د خلیلزاد خبرو ته هېڅ عکس‌العمل ونه ښود.
‏خلیلزاد د طالبانو اوسنی رژیم نامشروع وباله، د ټاکنیز نظام غوښتنه یې وکړه، د غیرطالب افغانانو د ګډون خبرې یې وکړې، د بهرمېشتو افغان سیاسي څېرو د بیا منظمېدو حق یې ومانه (تر هغو چې جګړه ونه کړي)، او د امریکا له لوري د افغانستان پر دوامداره هوايي څارنې یې ټینګار وکړ.
‏د خلیلزاد دا څرګندونې د هغه له دریځ سره چې په تېرو شپږو کلونو کې یې پرې ټینګار کاوه، په ښکاره تناقض کې دي. خلیلزاد او د امریکا ادارې همدا غوښتنې پخوا رد کړې وې. هغوی پر تبعید شوو افغان سیاستوالو ملنډې وهلې، د ټاکنیز نظام مخالفت یې کاوه، او په عملي ډول یې د خلکو پر استازیتوب ولاړ سیسټمونه کمزوري کړل.
‏د خلیلزاد دغه کرښې په بشپړ ډول د پاکستان د نظامي–سیاسي جوړښت له اوسنیو موخو سره سمون لري ځکه کټ مټ همدغه کرښې د افغانستان په اړه پاکستاني چارواکي هم وايي.
‏خلیلزاد په ورته په وار وار په خپل اېکس پاڼه باندې عمران خان سره، چې دم ګړۍ د پاکستان په زندان کې پروت دی، هم همدردي ښودلې وه. خلیلزاد دا خبره په ښکاره توګه کوي چې پاکستان کې باید عمران خان واک ته راشي او له طالبانو سره په ګډه د ډیورنډ مسئله حل کړي. د امریکا په څېر یرغلګر ځواک لپاره د ډیورنډ د مسئلې حل دا دی چې کابل کې ناست واکمن باید د ډیورنډ کرښه په رسمی توګه ومني. خلیلزاد د نورو ډېرو موخو سره ګډ، د دې لپاره هم کار کوي.
‏اکثریت ته داسې معلومات رسېدلي چې د خلیلزاد د ټیم شاوخوا ته ځینې کوچنۍ ډلې بېرته منظمېږي، دNGO ګانو تر نامه لاندې فعالیت پیلوي، او په رسنیو، کنفرانسونو او عامه پوهاوي کې هماغه خبرې خپروي چې خلیلزاد په طلوع تلویزیون کې مطرح کړې وې. دا بې‌ضرره مدني فعالیت نه دی، بلکې د امریکايي جګړې د انساني ښودلو لپاره د همدېNGO ګانو بېرته ایجاد او فعالول دي.
‏خلیلزاد دا پنځه ټکي د کابل په زړه کې، د هبت‌الله تر واک لاندې اعلان کړل. په داسې حال کې چې پوهېده دا خبرې د طالبانو د رژیم د بقا لپاره ګواښ دي. دا کرښې اصلا د امریکا د ادارې په محوریت د پاکستان، جنګسالارانو، NGO يي سیاستوالو او ځینو لیبرالو افغانانو د ائتلاف منشور دی.
‏خو د اکثریت لپاره دا نسخه پخوانۍ، ناکامه او مردوده ده. دا له بُن څخه راوروسته د سیاست سناریو ته ورته ده، خو دا ځل به لا ډېر ګډوډ، لا ډېر بې‌رحمه او لا ډېر ویجاړوونکی وي. اکثریت دا روان بهیر یوه نوې هڅه بولي، چې موخه یې دا ده افغانستان یو ځل بیا د افراطي ډلو د جګړې په ډګر بدل شي.
‏زموږ پیغام افغان ملتپالو او روڼ‌اندو ته روښانه دی:
‏د ۲۰۰۱ کال د بُن د ناکامې نسخې د تکرار وسوسې ته زړه مه ښه کوئ. له دې نوې پالش شوې ژبې، بهرنیو اجنډاوو، کنفرانسونو او NGO يي سیاست څخه ځانونه لرې وساتئ. دا لاره د ثبات او خپلواکۍ پر لور نه ځي، بلکې د بې‌ثباتۍ وسیله ده. په دې بهیر کې ګډون کول، په اصل کې، د امریکايي جهاد د درېیمې څپې د افغان‌وژنې په بهیر کې ګډون کول دي. غوره دا ده چې خپله انرژي د داخلي بحث، انسجام او ملي تفاهم لپاره وکاروئ. هغه بحث چې د ملي ګټو پر بنسټ ولاړ وي، نه د پردیو پر سناریوګانو. په ۲۰۰۱ کال کې ډېرو وطنپالو پر امریکا او د هغوی په نسخو باندې باور کې ستره تېروتنه وکړه. دا تېروتنه باید بیا تکرار نه شي.