نن سبا په ټوله نړۍ کې د کډوالو او کډوالۍ خلاف د کرکې یو پراخه څپه پیل شوې ده؛ دغه څپه لومړی د امریکا او اروپا یعنې له هغو هېوادونو پيل شوه چې تېرو څو لسیزو کې یې د کډوالو ته د پناه ورکولو له لارې ظاهراً نړۍ ته خپله بشردوستانه څیره ښودله خو اصل کې یې دغه کډوالو ته د ارزانه کارګرو په سترګه کتل چې د خپل پانګوال نظام څرخ پرې وچلوي. له بده مرغه دا څپه زموږ تر ګاونډیو هېوادونو را رسېدلې. په نړیواله کچه افغانان ددغه روان کړکیچ تر بل هر ملت اصلي قربانیان دي.
د پاکستان، ایران او اوس اوس تاجکستان په زندانونو، واټونو او پنډغالو کې د افغان کډوالو سره زور زیاتی، توهین، تحقیر او نا انساني چلند دومره عادي شوی دی چې نړیوال سازمانونه یې یوازې په یو څو اعلامیو غندنه کوي؛ خو غړي هېوادونه یې نه د ملګرو ملتونو سازمان د منشور او نه د کډوالو اړوند د نړیوالو کنوانسیونه پروا لري او دغه نړیوال اخلاقي تعهدات او پرتوکولونه اوس لکه د ګېدړې قوالې بې اعتباره شوي دي.
تر ټولو د اندېښنې وړ خبره لا دا چې په افغانستان کې حاکم رژیم نه یوازې د هغوی انساني حقونو ته پام نه کوي، بلکې په ځینو مواردو کې یې قصداً تر پښو لاندي کوي. دا رژیم هیڅ قانون، مشروعیت، ظرفیت او نه کومه سیاسي اراده لري چې ددغه راشړل شویو هیوادوالو لاسنیوی وکړي، بلکې د تښتیدلو په نوم یې تحقیر، توهین او حتا داسې معتبره راپورونه شته چې د حاکم ژریم امنیتي دستګاه له ایران او پاکستان د راوښتي کډوال پلټي او د پخوانیو سیاسي مخالفانو په توګه یې په نښه او بیا یې شکنجه او زنداني کوي.
پوښتنه داده چې په نړۍ کې د کډوالو ضد پالیسیو او سیاستونو ددې نوې څپې رېښه چېرته ده او ولې د څه مودې راهیسي هره ورځ د اړوندو هیوادونو له رسنیو او سیاسي سټیجونو د افغان کډوالو د جرمنو او جنایتونو او له قانونه د سرغړونې د پېښو داستانونه اورېدل کېږي؟ آیا دغه کډوال په رښتیا دومره ناوړه کارونه کوي، که نه د دوی پر وړاندي د کوربه هیوادونو سیاستونه د ناوړتیا او ناولتیا په ډنډ کې د ډوبېدو په حال کې دي؟
هیڅ سالم عقل دا نشي منلای چې هغه افغان کډوال چې یو وخت همدغو هیوادونو په ورین تندي، هرکلي او احترام منل، او هلته تر مېشتېدنې وروسته د همدغو هیوادونو په کلنیو سروې ګانو کې د نورو هیوادونو د کډوالو په پرتله تر ټولو سوله خوښ، قانون منونکي او د درناوي وړ ګڼل کېدل، د سترګو په رپ کې بدل او د دې هرڅه خلاف شي.
که څه هم پر یو وخت پورتنیو پوښتنو ته ځواب ویل او د دغو ستونزو ټولو ریښو ته رسېدل یو ځانګړې او مفصل تحقیق ته اړتیا لري، خو په دغه لنډه ارزونه کې هڅه شوې چې د شته ستونزې څو عمده اساسي فکتورونو ته پدې موخه اشاره وشي چې د کډوالۍ په ضد د روانې څپې په اړه د افغانانو په ځانګړي ډول زموږ د سیاسي او ټولنیزو فعالانو منځ کې ددغې شومې پدیدې په اړه یو روښانه تصویر رامنځته او بیا د هغې په اساس خپلو سیاسي افکارو ته لوری ورکړي او د خوشبینانه او رسنیو تحلیلونو پر ځای پدې اړه ژورو بحثونو او نتایجو ته ورسېږي.
د کډوالو کړکیچ تاریخي شالید:
تیر لنډ تاریخ کې ددې پوښتنې ځواب هم موندلی شو چې امریکا او متحدو هېوادونو یې نه یوازې افغانستان بلکې تر دې پخوا هم په ځلونو خپلو متحدینو ته شا ګرځولې او په درېیمه نړۍ کې یې د خپلو متحدینو او کډوالو څخه مقطعي استفاده کړې او بیا یې په تش میدان پرې اېښي او کله یې چې په کور دننه د ارزانه کارګرو اړتیا پوره شوې نو د هغوی خلاف یې عامه افکار را پارولي او د خپلو ټولو داخلي ستونزو پړه یې په بیچاره او بېوزلو کډوالو اچولې ده.
کله چې امریکا په ۱۹۷۳ کې له ویتنام څخه خپل سرتیري وویستل، د سویلي ویتنام حکومت او پوځ یې یوازې پرېښوده. نتیجه کې یې سویلي ویتنام د شمالي ویتنام لخوا سقوط شو، او ډېری هغه کسان چې له امریکا سره یې همکاري کړې وه، له سختو پایلو سره مخ شول، چې ځینې یې ووژل شول او ځینې نور بیا کمپونو ته واستول شول او په زرګونو ویتنامیان اړ شول چې له هېواده وتښتي.
په ۱۹۷۰مو کلونو کې، امریکا په پټه د صدام حسین خلاف د عراق کوردان پاڅون ته ولمسول خو کله چې ایران او عراق په ۱۹۷۵ کې د الجزایر تړون لاسلیک کړ، امریکا خپل ملاتړ بند کړ او کردان یې د صدام حسین د غچ اخیستنې پر وړاندې یوازې پرېښودل چې په پایله کې د کردانو پاڅون په وحشیانه توګه وځپل شو.
دې ته ورته په افریقا او ختیځې اروپا کې لسګونه بېلګې شته چې د سړې جګړې پر مهال به امریکا خپلو متحدینو ته د لفظي ملاتړ ډاډ ورکاوه خو د رښتیا میدان به چې راغی بیا به یې یوازې پرېښودل، دلته تر ټولو جوت مثالونه په افریقا کې د انګولا او ختیځې اروپا کې د هنګري ورکولای شو.
هغه مهال امریکا پلمه کولای شوای چې شوروی زور ور شو او دغه فاجعه رامنځته شوه، خو د کډوالۍ ضد د اوسني ذهنیت ریښې په اقتصادي، کلتوري او امنیتي اندېښنو کې نغښتې دي، چې د نړیوالو ناورینونو، اقتصادي نابرابریو، او په امریکا کې د ټرمپ او همدارنګه په اروپا کې د پاپولیستي افراطي ښي اړخو سیاستوالو لخوا د احساساتو راپارولو پخاطر لا پیاوړې شوې دي. ټرمپ او دا هر څه بیا هم یوه نوي پدیده نه ده، بلکې په تاریخ کې یې ساري په بېلابېلو بڼو په کراتو لیدل شوي دي.
د ۱۹مې پیړۍ په وروستیو او ۲۰مې پیړۍ په پیل کې امریکا ته د اروپا او اسیا څخه د کډوالو یوه لویه څپه راغله. په ځانګړې توګه د آیرلنډي، ایټالوي او چینایي کډوالو پر وړاندې پراخ تبعیض او د مهاجرت ضد احساسات موجود وو. دغه مهال کټ مټ لکه اوس په امریکا کې د چینایانو د اخراج قانون (Chinese Exclusion Act) په څېر قوانین وضع شول چې د چینایي کډوالو راتګ یې منع کړ.
دغه راز د ۱۹۳۰کلونو د ستر اقتصادي ناورین پر مهال په ډېرو غربي هېوادونو کې د بیکارۍ د زیاتوالي او اقتصادي فشار له امله د مهاجرت ضد احساسات لا پسې زیات شول. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته اروپا د بیارغونې لپاره بهرني کارګرانو ته اړتیا لرله، د هغوی هرکلی وشو. خو کله چې اقتصادي وضعیت بدل شو، په ځانګړې توګه په ۱۹۷۰مو کلونو کې، د “مېلمه کارګرانو” پر وړاندې احساسات بدل شول او د دوی د وتلو غوښتنې وشوې.
د زاړه نړیوال نظم تدریجي زوال:
موږ په امریکا او اروپا کې د اوسنیو کډوال ضد احساساتو او ذهنیت رېښه د اخلاقي تعهداتو او معیارونو په ځای باید ددغه هېوادونو په اقتصادي او سیاسي کمزورۍ، د زاړه نړیوال نظم په تدریجي زوال او د نوي نظم د راتلو په رڼا کې ولټوو.
د شوروي له ماتې وروسته په وروستیو درې لسیزو کې امریکا چې فکر یې کاوه تر ابده به په نړۍ کې لومړۍ او وروستۍ خبره کوي، دې پایلې ته رسېدلې ښکاري د امپرالییستي سیاستونو لمر یې نور د غروب پر لور روان دی او د نړیوال راج دوران یې ورو- ورو پای ته رسېږي. له دې سره به نړۍ نوره له یو قطبي حالته د څو قطبيتوب حالت ته داخله شي. ځکه نو امریکا او ور سره د ناټو سازمان غړي هیوادونه په دې باور دي چې له توسعوي سیاسته راستانه او محافظه کار سیاست خپل کړي. هغه سیاست چې نژادي، مذهبي او کلتوري تنوع او نړیوالتوب چې د نورو هیوادونو د وګړو منل یې یوه برخه ده، نور ځواب نه ورکوي.
د نړۍ د زبرځواکونو اقتصادي ستراتیژۍ تل د اړوندو هیوادونو له سیاسي هغو څخه په تاثر او همغږۍ کې جوړې یا له سره ارزول کېږي. کله چې یاد هیوادونه د توسعوي سیاست پر ځای محافظه کار سیاست خپلوي نو اقتصادي سیاست هم باید همدې پټلي ته ورواړوي. په نتیجه کې نه یوازي باید د خپلو مالیه ورکونکو او ملي عایداتو مالي منابع د خپلو ملي پولو بهر د نورو ملتونو پر وده او پر مختګ کې ونه لګوي، بلکې په کار ده چې له هغوی سره اقتصادي تعاملات او تړونونه رامنځته کړي او له دې لارې خپل ملي اقتصاد ته وده ورکړي. امریکا دا چاره پیل کړې د بېلګې په توګه یې له اوکراین، سوریې او یو شمېر نورو عربي هیوادونو سره دغه ډول تړونونه لاسلیک کړي او د نورو ورته فرصتونو په لټه کې ده.
په داسي حال کې چې یو کال مخکې لا د امریکا سیاست دا و چې د خپلو نړیوالو پرمختیايي او انکشافي پروګرامونو په چوکاټ کې هغو هیوادونو ته بودیجه ورکړي چې کډوال مني یا د کډوالۍ او مېشتېدنې له پروګرامونو سره مرسته کوي. په دې برخه کې د یاد هیواد د نړیوالې پرمختیايي ادارې (یو ایس آی ډي) پروګرام غوره بېلګه راوړلای شو چې کلنۍ بودیجه یې د اټکل له مخې ۳۲ میلیارده امریکايي ډالره اټکل شوی، چې د وروستیو۶۳ کلونو له خوا روان و خو اوس ددی اداری لمن راټوله شوې. له همدې امله پاکستان ځکه د افغان کډوالو ستنېدو ته سرعت ورکړ چې نور له دې لارې له امریکا او نورو ورته هیوادونو او ادارو څخه ګټه نه ترلاسه کوي. کله چې د افغان کډوالو پر سر ډالر ورکول کېدل افغانان یې د “کلمې وړونه” او د زړه سر ول او د همدې شعار لاندي یې په خپله خاوره کې ځای ورکاوه، خو اوس چې د دې ګټې – وټې دریڅه پر بنده شوه مهاجر او ترهګر یې ګڼي. که خبره د کلمې او “اسلامي اخوت” یا ورور ولۍ شي افغانان خو اوس باید تر پخوا لا ډېر ټینګ مسلمانان شوي وي، ځکه د پاکستانۍ استخباراتي ادارې د خوښي “اسلامي نظام”(!) پکې حاکم دی. همدا دوه مخې پالیسي د ایران او نورو اسلامي هیوادونو هم ده.
کلتوري او ټولنیز فکتور:
نن سبا اروپا او امریکا کې اکثریت کډوال د هغو هېوادونو دي چې لومړی لکه سوریه، عراق، افغانستان، لیبیا، یمن او افریقايي هېوادونه د همدغه هېوادونو لخوا بمبار او هلته یې نظامونه ړنګ کړي او بیا یې خلک مجبور شوي ددوی په لور کډوال شي. خو اوس چې له یوې خوا د غربي هېوادونو هغه پخوانی اقتصاد نه دی پاتې او نه هغه زور، نو میدان د پاپولیستو نژاد پرستو ګوندونو ته اماده دی چې ددې هر څه پړه د خپلو حکومتونو په ځای په بیچاره کډوالو واچوي. په دغه برخه کې تر ټولو د پام وړ رول دین او مذهب لوبولی. په دې مانا چې د امریکا په شمول د اروپا او نورې نړۍ ښي اړخو، یا لږ تر لږه مرکزي ښي اړخو ګوندونو د نړۍ د هیوادونو د جمعي مهاجرت او د هغوی پر هیوادونو د میلیونونو کډوالو د سیلابونو له ورماتېدو سره له دغه حالته خپل سیاسي تبر ته لاستی جوړ کړ او د خلکو د رایو د خپلو لپاره یې د رایه ورکونکو په زړه کې دا وېره واچوله چې ګواکي مهاجر له دوی سره ستر مذهبي او کلتوري توپیر لري؛ هیڅکله د دوی په ټولنو کې نه یوازي د ادغام وړ نه دي، بلکې له هغوی سره مذهبي کرکه او کینه هم په پټه او ښکاره پالي. دغه هدف ته د رسېدو لپاره هغوی له رسنیو، په ځانګړې توګه ټولنیزو رسنیو څخه بې سارې ګټه پورته کړه.
هره ورځ به یې له دغو چینلونو نه یوازي مهاجر ضد بیانونه، او پوسټونه خپرول، بلکې د هغوی د قانون خلاف او جرمي پېښو ته یې تر حد زیات منفي انعکاس ورکاوه چې له مهاجرو به په ارادي او غیرارادي توګه ترسره کېدې. دا کار په امریکا کې تر بل هر چا ټرمپ د خپلې لومړۍ دورې، د جوبایډن د څلور کلن واک پر مهال او وروسته د دویمې دورې له پیل سر وکړ او همدا اوس دوام لري. ټرمپ او د هغه پلویانو نه یوازي په امریکا کې دغه نظریه پلې او خپره کړه، بلکې د امریکا بهر د نړۍ په نورو هیوادونو کې یې هم ښي اړخي ګوندونه وهڅول، او آن په پټه او ښکاره توګه حمایت کړل چې له حاشیې د واک مرکز ته راشي، چې ښې بېلګې یې په اروپا کې جرمني او هالنډ دي.
دا هرڅه په داسي حال او د داسي حکومتونو له لوري ترسره کېدونکي دي چې تر ګردو ډېرې د بشردوستۍ، بشري حقونو، او انساني خوندیتوب چیغې یې وهلې او د اړوندو نړیوالو کنویسونونو غړي دي، خو اوس پر خپلو ټولو کړو ژمنو پښه ږدي او کډوال په دې ماشومانه او مضحکه پلمه خپلو خپلو هیوادونو ته ستنوي چې ګوندي نور یې هیوادونه امن، او د ژوند کولو له ګڼو فرصتونو مالامال دي؛ هغه هیوادونه چې د همدې حکومتونو د خصمانه سیاستونو له امله د جګړې ډګرونه پاتي شوي، اقتصادي او زېربنايي شته یې له لاسه ورکړي، او داسي نیابتي او ترهګرې ډلې همدا اوس د دوی په مرسته واک ته رسېدلي چې په شتون کې یې نه یوازي ملتونه او عام وګړي خوندي نه دي، بلکې د ژوند کولو له لومړنیو امکاناتو لکه سرپناه، خوړو او د څښاک پاکو اوبو ته له لازم لاسرسي هم برخمن نه دي.
دې او نورو فکتورونو ته په پام سره دا پایله ترلاسه کېدای شي چې د نړۍ سیاست نور د کډوالو په اړه بدل شوی او حقیقت دا دی چې هغوی د څو کلونو وړاندي خلاف چې د کډوالو د منلو او جذب لپاره به یې بېلابې بانې جوړولې، اوس یې د بیرته ستنولو لپاره تر هغه ډېر پلمې رامنځته کوي.
«اکثریت» په دې نظر دی چې نه د نړۍ پرونی او نه یې هم نننۍ سیاست د منلو وړ دی، او دغه روان سیاست هیڅکله د ستونزې دایمي حل نه ګڼي. د «اکثریت» په باور د ستونزې دایمي حل د نړۍ د امپریالیستي هیوادونو د حکومتونو او پالیسي جوړونکو له لوري د افغانستان او نورو ورته هیوادونو د ملتونو د طبعي حقونو چې، د همدې حکومتونو له لورې ولجه شوي، پريږدي او ددغه هېوادونو لاس واخلي چې خپله په مستقلانه ډول د خپلو ملي پولو او کلتور مطابق پرمختګ وکړي او د د بشردوستانه او نورو نومونو مداخلې بندي کړي. په دې مانا چې که یاد ملتونه پرېښودل شي چې د خپل برخلیک ټاکنې واک په خپله ولکه کې واخلي، او له خپله منځه په خپله خوښه خپله سیاسي او ټولنیزه رهبري او استازي وټاکي، چې دا د ولسونو یو تر ټولو بنسټز او انساني حق دی، له دې سره به نه یوازي د هغوی پر لور د کډوالۍ او مهاجرت د سیلابونو مخه په طبعي او معقول شکل ونیول شي، بلکې دوی به یې د راډیکالو افکارو او افعالو له خطره چې په اصل کې د همدوی د دغو خصمانه مداخلو له امله په ماهرانه توګه ورته پېچکاري شوي، په امن کې شي.
«اکثریت» سیاسي فکري ټولګه ده چې د ملي او ډموکراټیکو افکارو لرونکي ملتپال افغانان یې پر مخ وړي او د همدې ټولګې ګډ فکر منعکسوي.