جمعه, اگست 29, 2025

د طالبانو د ټولو مذهبي او سیاسي برنامو موخه یوه ده: ټولنې څخه د ښځې د وجود حذفول، د عصري علومو د زدکړې مخنیوی، د  مدني او افغاني ارزښتونو له منځه وړل او ټولنه په جبر باندې پېړۍ پېړۍ شا ته ستنول. دا برنامې که څه هم ځینې وخت ښکاره او ځینې وخت د رسنیو او خلکو له سترګو پټې ترسره کېږي، خو ټولې یې د یوه ګډ لوی پلان برخه دي.

طالبان په منظمه توګه یو ـ یو سکتور په نښه کوي او هلته د ښځو د هر ډول علمي، اداري او سمبولیک حضور د حذفولو نه وروسته هغه ټول مطالب هم له منځه وړي چې د دوی په اصطلاح د مشرتابه د دفتر د مفتيانو له نظره د شریعت خلاف بلل کېږي.

د دې حالت یوه څرګنده بېلګه، د پوهنتونونو د درسي نصاب بیاکتنه یا په بله مانا طالبانیزه کول دي. څه موده وړاندې، د طالبانو د مشر هیبت‌الله او د طالبانو د لوړو زده‌کړو د وزیر ندا محمد ندیم له خوا ګمارل شوي یو شمېر “شېخان” کابل پوهنتون او د کابل د طبي علومو پوهنتون ته واستول شول. دوی د کابل پوهنتون د نجونو لیلیه کې ځای پر ځای شول. دوی ټولو پوهنځیو ته امر وکړ چې خپل درسي کتابونه، چپترونه او منابع دوی ته وسپاري. له دې سره د دوی د “بیاکتنې” بهیر پيل شو. د هر پوهنځي رئیس نه په خپل نوبت وغوښتل شول چې د خپل اړوند پوهنځي علمي مواد په کراچۍ کې بار کړي او د دغو شېخانو مخې ته یې کېږدي. دغو شېخانو، چې ټول یې د کچلاغ، اکوړې او ورته پاکستانیو مدرسو فارغان دي، د داسې پوهنتون تحصیلي نصاب “بیاکتنه” پیل کړه چې د پاکستان تر پیدایښته ۱۶ کاله مخکې یې بنسټ ایښودل دی.

د کابل پوهنتون او د طب پوهنتون د ښوونکو، محصلینو او اداري کارکوونکو له خولې دغو شېخانو داسې فیصلې وکړې چې په اورېدو سره یې هغه لږ پاتې امید هم له منځه لاړ. یو څو موارد یې دلته یادوو:

  • ټولو پوهنځیو ته امر وشو چې هغه کتابونه له نصابه وباسي چې لیکوال یې ښځینه دي؛ پرته له دې چې د محتوا ارزونه یې وشي.
  • هېڅ کتاب کې د ښځینه لیکوالو د نظریو ذکر او یا ریفرنس ورکول جواز نه لري.
  • د طب پوهنځي کتابونو کې د انسان د اسکلیټ، بدن یا مخ ټول عکسونه په سره رنګ نښه شوي ول او د شریعت خلاف ګڼل شوي ول؛ نو حذف یې حتمي و.
  • د وترنرۍ د پوهنځي کتابونو کې د حیواناتو عکسونه هم په دې خاطر چې “ذیروح موجودات” دي حرام وبلل شول. باید لرې شي.
  • د ساینس په کتابونو کې د لمریز نظام په تړاو بحثونه له منځه یووړل شول. دا کفر دی.
  • د اقتصاد له کتابونو څخه د اقتصادي تیوریو او نظامونو تدریس بند شو.
  • د حقوقو له کتابونو څخه هغه برخې چې په عصري وضعي قوانینو یا نړیوالو معاهداتو بحث کوي، حذف شوې.
  • د شرعیاتو د پوهنځي کتابونو کې د معاصرو دیني عالمانو نظریات له نصابه ووېستل شول.
  • د ادبیاتو کتابونو کې حتی د ګرامر د مثالونو برخه هم بدله شوه؛ چیرې به چې “زرمینه راغله” مثال و، هغه باید اوس په “غوا راغله”، واوړي. ترڅنګ یې امر شوی چې د ښځو نومونه دې له مثالونو حذف شي او پر ځای دې یې د حیواناتو نومونه وکارول شي.

دغه پاسنۍ بېلګې د یوې لویې پروسې څو کوچنې بېلګې دي چې طالبانو په ټول ښوونیز نظام کې پیل کړی دی. دا ډول تصفیوي اقدامونه، نه یوازې د ښځو د سیستماتیک حذف ښکارندويي کوي، بلکې د ټول عصري علم، منطق، او بشري تجربې له منځه وړل یې موخه ده.

تاریخي شالید – د افراطي نصاب تېرو تجربو ته لنډه کتنه

د طالبانو اوسني نصاب‌ مسخه کوونکي اقدامات، د افغانستان د معاصر تاریخ یوې بلې تورې دورې ته ورته دي. د ۱۹۸۰مو کلونو پر مهال، کله چې د امریکا، پاکستان او سعودي عربستان په مالي او ستراتیژیک ملاتړ د افغان جهاد ملاتړ کېده، د نبراسکا پوهنتون په مالي او تخنیکي مرسته یو افراطي نصاب جوړ شو. دا نصاب، چې د افغان کډوالو ماشومانو ته به په ښوونځیو کې تدریس کېده، د جهاد، تاوتریخوالي، او د انسان وژنې مفاهیم یې د ریاضي، ژبې او نورو مضامینو له لارې ماشومانو ته ورزده کول. مثلا یو تمرین دا و چې: “که یو مجاهد لومړی درې کافران وژني او بیا ورپسې درې نور، ټول یې څو کافران وژلي؟”

د «اکثریت» له نظره دغسې نصابونه د تاوتریخوالي له عادي کېدو، د علمي فکر له ختمېدو، او د نسلونو د ذهنونو له زهرجنو کېدو پرته بل څه نه زېږوي. هماغه نسلونه چې هغه مهال د جهاد له پاره د “جهادي نصاب” له لارې روزل کېدل، نن د علم، قانون او بشري ارزښتونو پر ضد د طالبانو د نصاب‌پاکوونکي لړۍ مخکښان دي. دا “بیاکتنې” او بدلونونه که د شریعت په نوم وي او که په بل هر نوم؛ موخه یې د افغانيت ریښې ویستل دي تر څو افغان او افغانه له خپل تاریخه بې خبره پاتې شي او د هویت ریښې یې ووځي. په دې توګه به بیا د جهل دې لښکر ته ډېره اسانه وي چې په یو ګمنامه او نالوستي ولس باندې حکمراني وکړي.

په ورته توګه، د افغانستان په تاریخ کې د درسي نصاب د تحریف یوه بله بېلګه د امیر حبیب‌الله کلکاني د لنډمهاله واکمنۍ پر مهال هم لیدل شوې. کلکاني، چې د ۱۳۰۷ هـ.ل کال په لومړیو کې د قدرت واک تر لاسه کړ، د معارف د تنظیم لپاره یو فرمان صادر کړ چې په اساس یې “هغه مضامین چې د فقهې، شریعت، او اسلامي اخلاقو له مخې سم نه وي، باید تدریس نه شي.” په یو بل فرمان کې یې لیکلي ول: “تعلیم باید د قرآن او حدیثو پر بنسټ وي؛ انګرېزي، ریاضي او ساینس د شیطاني علومو برخه ده.” دغو محدودوونکو او افراطي مذهبي‌محورو اقداماتو، سره له دې چې د کلکاني دوره اوږده نه وه، د معارف بنسټونو ته ژوره ضربه ورکړه. له دې سره د درسي نصاب د سیاسي کېدلو او ایډیولوژیک کېدلو لړۍ پیل شوه چې تر ننه دوام لري.

«اکثریت» پدی باور دی چې طالبان نه یوازې په ظاهري ډول ښوونیز نصاب کې تغییر راوړي بلکې په حقیقت کې د ټول ملت، په ځانګړي ډول د ښځو، له تعلیمه محرومولو یو سیسټماتیک پلان پر مخ وړي. دا یو فکري نسل‌کشي ده. که دا جریان همداسې دوام وکړي، افغانستان به له علم، فرهنګ، مدنیت او انساني ارزښتونو نه لیرې پاتې شي.

«اکثریت» دې ته ژمن دی چې د افغان وطن او ولس د هر مخالف او دښمن د هویت روښانه کولو ته به کار وایي او د هغوی په وړاندې به د واضح دریځ په نیولو له ټولو با احساسو، فعالو او وطنپالو افغانانو غواړی چې د فردي فعالیتونو پر ځای پر منسجمې سازماني مبارزې تمرکز وکړي. تر څو پر ولس د حاکمې استبدادي ډلې اصليت او د دوی د پردیو حامیانو په اړه د پوهاوي په زیاتولو کې خپل ملي رسالت ترسره کړي.