طالبانو تېره ورځ د جمعې له لمانځه وروسته په ګڼ شمېر ولایتونو کې په غزه کې د اسرائیلو د روانې جګړې پر ضد کنترول شوي او پلان شوي لاریونونه راوویستل. په هغو انځورونو کې چې په ټولیزو رسنیو کې راڅرګند شول، د دغو لاریونو ګڼ شمېر ګډونوال د مدرسو زدهکوونکي ښکاري. خو غزه کې د اسرائیلو ټولوژنه د غرب په وسلو او سیاسي ملاتړ، چې په سر کې یې امریکا ده، څه کم دوه کاله کېږي روانه ده، دا لاریون دومره په ځنډ او دومره په احتیاط ولې وشو؟ د دې پوښتنې سم ځواب موږ ته د طالبانو ټوله سیاسي تګلاره او د دوی سیاسي ماهیت په ډېره ښه توګه روښانه کولی شي.
په غزه کې د فلسطینیانو ټولوژنه ۱۸ میاشتې کېږي چې روانه ده. دا د بشر د تاریخ لومړنۍ ټولوژنه ده چې هره شېبه یې د نړیوالو رسنیو د کمرو مخې ته رېکارډېږي، خو ټولې هغه خواوې چې پکې ښکېلې دي، له هر راز مسئولیته انکار کوي. د لسګونو زرو ماشومانو له وژلو وروسته تازه راپورونه وایي چې غزه د نړۍ پر مخ تر ټولو وږې سیمه ده چې د خوړو له مرګوني کمښت سره مخ ده. هره شېبه امکان شته چې ټول محاصره فلسطینیان ژوند له لاسه ورکړي. دا تراژیدي ډېره اوږده شوه او اوس داسې مرحلې ته رارسېدلې ده چې اروپایي هېوادونه هم نور د بنیامین نتانیاهو د جنون ملاتړ په زغرده نشي کولی او ورو ورو د اروپایي دولتونو له منځه د دې ټولوژنې په غندنه کې غږونه راپورته کېږي. فنلنډ، سویټزرلنډ، هسپانیه، آیرلنډ او ځینې نور هېوادونه په دې غندنه کې لومړي شول. انګلستان هم ویلي چې که دا جګړه دوام وکړي، اسرئیلو سره به په خپلو تړونونو بیا غور وکړي. دا غندنې وروسته له هغې راځي چې یونیم کال کېږي د نړۍ بشردوسته ولسونه په ډېرو هېوادو کې لاریونونه کوي او هره شېبه یې خپل جابر دولتونه غندلي تر څو د اسرئیلو د صهیونیستي رژیم ملاتړ ته د پای ټکی کېږدي.
په دې یونیم کال کې چې ټوله نړۍ د فلسطین په ملاتړ غږ پورته کوي، د طالبانو دولت یوه جالبه او شرموونکې خاموشيغوره کړې وه. خو اوس چې غږ هم پورته کوي، په داسې یو وخت کې یې پورته کوي چې نور نو د اسرائیلو پر خلاف د هغوی خپل ملاتړي هم خاموشه نشي پاتېدای او ظلمونه یې له حسابه وتلي دي. طالبانو د خپلو اعتراضونو لپاره خپل غلامانه سیاست ته په کتو، ډېر شمېرلی او پر ځای وخت وټاکه. اوس نو د اسرائیلو پر خلاف غږ پورته کول، نور دوی ته ضرر نکوي او نړیوال، بلکې غربي بستر د دوی لپاره آماده دی چې په ډېر احتیاط خپله نمایشي همدردي د غزې د مظلوم ولس سره ښکاره کړي.
په غربي فکري خونو کې د طالبانو لابيګر او ملاتړي دا دوه مخې مظاهرې اسرائيلو ته نه يوازې کوم ګواښ نه ګڼي، بلکې دا د غرب له سیاستونو سره د طالبانو د مدني کېدو او د عدم خشونت په لور د تګ يو مهم ګام بولي چې له نړيوال جهاد لاس په سر شوي اوس نړيوالو پېښو ته د بم او انتحار په ځای د غرب له پالیسیو سره ځان عیاروي.
طالبان، چې د اسرائیلو د صهیونیستي رژیم د لومړۍ درجه ملاتړي هېواد امریکا سره یې چې د یوه شرمناکه تړون په پایله کې واک ترلاسه کړ، د فلسطین په مسئله کې له هماغه پیله په اخري کتار کې ولاړ ول. هیره مو نشي چې دا هغه ډله وه چې شل کاله یې افغان ماشوم، مېرمن او نارینه په دې تور ووژل چې د کابل د جمهوري نظام لاندې ژوند کوي. دوی په کابل کې د جنګېدو لپاره له پنجابه سرتېري راوستل او چې کله به هم په دې اړوند پوښتنه ځنې وشوه، د دوی لپاره اسلام بې سرحده و او جهاد تر قیامته روان و. اما له کله راهیسې چې دوی امریکا سره د تړون په پایله کې واکمن شول او د امریکا نه دوامداره مالي او پټې استخباراتي مرستې ترلاسه کوي، دوی په ټولو هغو شعارونو او داعیو پښې کېښودې چې شل کاله یې د هغه شعار لپاره افغانان قتل عام کړل. اوس اسلام د دوی لپاره سرحد لري او په غزه کې د فرض عین جهاد ناره نه پورته کوي. اوس دوی غزه د اسرائیلو او فلسطینیانو تر منځ خپلمنځي لانجه ګڼي او ان د ډېر احتیاط له کبله یې په اړوند سیاسي نیوترال دریځونه غوره کوي.
بلخوا د غزې په ناورین کې د دوی فرمایشي او کنترول شوی لاریون د دوی د کرکټر تضاد راڅرګندوي. دا هغه ډله وه چې په وار وار یې د افغانانو په سولهییزو لاریونو انتحاري بریدونه کړي او کله یې چې په اګست ۲۰۲۱ کې نظام ونیو، بېشمېره خلک یې په بېلابېلو ولایتونو کې د سولهییزو لاریونو په لړ کې ووژل. دوی لاریون ټول عمر یو دیموکراتیک توکی ګڼلی او باور هم پرې نلري.
خو طالبان په دې عوامفرېبانه سیاست کې یوازینۍ اسلامي ډله نه ده. په ټولې نړۍ کې چې کومې اسلامي ډلې دي، د فلسطین په اړوند په زغرده دریځ نه نیسي. د دې یو ستر دلیل دا دی چې دا ټولې ډلې په یو نه یو ډول د غرب د استخباراتي سرچینو لخوا تمویلېږي. په پاکستان او سعودي کې ورته حال دی. تاریخ یو ځل بیا ثابتوي چې دغه ټولې اسلامي سیاسي ډلې اسلام ته یوازې د واک د ترلاسه کولو د وسیلې په سترګه ګوري. دا ډلې نه د اسلامي امت له غمه، او نه هم د اسلام له غمه مړې دي، بلکې د دوی لپاره اسلام یو توکی دی، کارنده توکی. طالبان د دې یوه ډېره ښه بېلګه ده چې دم ګړۍ زموږ دا خبره په اثبات رسوي.
”اکثریت” فکري سیاسي ډله په دې نظر ده چې د فلسطین داعیه مخکې له دې چې دیني مذهبي وي، یوه انساني داعیه ده. دا شخړه یوازې هغه ولسي ځواکونه حلولای شي چې دې جګړې ته د کفر او د سلام تر منځ د جګړې په سترګه نه، بلکې پر یوه مظلوم ولس د غربي استعمار د جبر په چوکاټ کې وګوري او ویې شني. دا پر حقایقو ولاړ لید موږ سره مرسته کوي چې نه یوازې د فلسطین مسئله، بلکې د افغانستان په شمول د ډېرو نورو بېوزلو ملکونو شخړې راته روښانه شي. د حماس په ګډون طالبان او ډېرې نورې شاتګپالې اسلامي ډلې هم د همدې استعمار د لاس روزلې ډلې دي چې له یوخوا یې پرې د بېلابېلو مظلومو ولسونو خلک زنداني کړي، او له بله خوا یې په دې ولسونو کې د هر راز مختګپالو خوځښتونو د رامنځته کېدو مخه پرې نیولې. موږ په دې باور یو چې د نړۍ له مخې باید نه یوازې صهیونیستي افکار، بلکې ورسره اسلامي افراطي افکار هم د ولسونو پر مټ ورک شي تر څو یوې سولهییزې ودانې نړۍ ته لار پرانیستل شي.
«اکثریت» سیاسي فکري ټولګه ده چې د ملي او ډموکراټیکو افکارو لرونکي ملتپال افغانان یې پر مخ وړي او د همدې ټولګې ګډ فکر منعکسوي.