یکشنبه, جون 1, 2025

‏د دویمې نړیوالې جګړې له پای سره سم چې کله استعماري ځواکونه زموږ په سیمې او نړۍ کې لومړی کمزوري او بیا اړ شول چې د پېړیو ښکېلاک او زبېښاک نه وروسته خپله کډه بار کړي، په تګ تګ کې یې شا ته سیمې له بلها سترو دایمي‌ ګواښونو سره پرېښودې. د دوی موخه دا وه چې تر وتو وروسته هم په دې سیمو کې د وېجاړۍ هر راز ځواک ولري او دا سیمې ونکړای شي کله هم په خپلو پښو ودرېږي او د سیالۍ هوډ پیدا کړي. دوی په افریقا، آسیا او د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې بې شمېره ولسونه د مذهب، رنګ، توکم او قوم پر بنسټ سره جلا کړل او داسې غیرطبېعي خطکشۍ یې پکې وکړې چې تر ننه د دغو پرګنو تر منځه د کرکې اورونه بلېږي.

‏په دې لړ کې که یوخوا بریتانوي استعمار د اسرائیلو او فلسطینانو تر منځ د کرکې کرښې راکښلې، بلخوا یې د پاکستان په زېږولو سره نه یوازې د هند او پاکستان ترمنځ یوه دوامداره شخړه پیدا کړه بلکې د کشمیریانو، بنګالیانو، افغانانو، بلوڅو او دلته مېشتو نورو ملتونو د خودارادیت حق یې تر پښو لاندې کړ او دوی یې د پاکستان په نوم داسې زندان کې واچول، چې له خپل هر راز انساني حقه محروم شول. موږ یې نن ښکاره وینو چې څنګه هغه انسانان چې پېړۍ پېړۍ یې سره په ورورګلوۍ کې ګډ ژوند کړی و، نن د یو بل وینو ته تږي ناست دي. د پاکستان رامنځته کول د سلګونو میلونو انسانانو په حق کې ستره تاریخي او نه جبرانېدونکې جفا وه.

‏دا دی د هند او پاکستان شخړه څه کم ۷۸ کلنه شوه، خو نن هم دا شخړه او د دواړو هېوادو تر منځ لانجه زموږ د سیمې او جغرافیې د خلکو پر ژوند او احساساتو اغېز لري. دا اغېز زموږ پر هېواد کې هم سیده محسوسېږي او اړینه ده چې په اړوند یې پر حقایقو ولاړ پراګماتیک او افغان‌محوره بحث وشي.

‏تر هر څه د مخه د دې ټکي یادول ډېر اړین دي چې موږ باید د هند او پاکستان ترمنځ په سیاسي شخړو کې د احساساتو ښکار نه شو؛ کله هم چې د هند او پاکستان تر منځ د تېرې اوونۍ پېښې ته ورته څه پېښېږي، افغانان بېلابېلو دریځونو سره رامخته کېږي. مثلا زموږ د هېواد د سیاسي بازار تجاران، د آی‌ایس‌آی همېشني مزدوران او پخواني جګړه‌ماران معمولا هغه دریځونه غوره کوي چې د پاکستان په ګټه وي؛ خو بله خوا یوه لویه برخه پېغلې او ځوانان د هند اړخ نیسي. دلته دا د یادولو وړ ده چې د نوي نسل دغه پېغلې او ځوانان زموږ د هېواد په وېجاړ برخلیک کې د پاکستان له خاینانه رول څخه خبر دي او د غبرګون په توګه د هند ملاتړ غوره ګڼي. اما په ورته حال کې دا منطقي نه برېښي چې موږ نورو پورې هیلې وتړو چې زموږ له دې سیاسي سیال او غلیم څخه دې راته غچ واخلي. پرته له دې چې د هغه درېیم اړخ ټولیز رول وسنجوو او وارزوو. نړۍ داسې پر مخ نه ځي او نه هم داسې لرلید کوم ژور سیاسي شعور زېږوي. دا چې وایو چې په دې مسئله کې باید موږ د احساساتو ښکار نشو، دلیل یې دا دی چې د ۱۹۴۷م کال راهیسې، افغان سیاسي پوړ پدې برخه کې تل د واقع‌بینانه او پراګماتیک دریځ پر ځای اکثره احساساتي او سطحي چلند غوره کړی دی. دا کار زموږ د ځوان نسل د خپلواک سیاسي شعور پخېدو ته سیده زیان رسوي. پر بل چا تکیه، که هغه هند وي یا پاکستان، له سیاسي پلوه ستره اشتباه ده.

‏بلخوا په کابل کې واکمنه استخباراتي استبدادي ډله بیا د داسې پېښو په اړه هغه دریځ خپلوي چې د دوحې د نوبتي ناستو په ترڅ کې ورته د غربي مشرانو لخوا دیکته کېږي. د بهرنیو اړیکو په برخه کې د دوی د سیاسي دریځونه په دوحه کې د نړیووالو لارښوونکو لخوا ټاکل کېږي.

‏تر هغه ځایه چې د هند او پاکستان تر منځ د جګړې خبره ده، موږ په دې اند یو چې هند او پاکستان نغواړي او نه هم کولی شي په اوسني وضعیت کې یوه اوږدمهاله جګړه پیل کړي؛ د دې کار دوی نه نیت لري، نه وس او نه هم نړیوال ملاتړ. د دې دواړو هېوادونو پخوانۍ جګړې هم دا حقیقت ثابتوي. د هند او پاکستان ترمنځ به د شخړو دا باطل څرخ لکه د تېر په څير همداسې روان وی، هر څو کاله وروسته به د پاکستان یوه نیابتي ډله د هند تر کنټرول لاندې سېمو کې یو تروریستی برید کوي او په ځواب کې به هند د پاکستان خلاف همداسې محدود عملیات او جنګ کوي او لکه د اوس په څیر به شرقي او غربي قدرتونو وسلې ازمايي او بیا به بېرته د همدې سترو قدرتونو په یو اشاره اوربند کوي. دا هم حقیقت دی چې داسې بریدونو نه په پای کې د دواړو ملکونو فاسد واکمن پوړونو د خپلو منګولو د ټینګولو لپاره کار اخلي. په هند کې د مودي ښي اړخی دولت خپلې ناکامۍ په دې پټوي او د پاکستان جابر پوځ هڅه کوي خپل له لاسه تللی اعتبار د داسې نشنلیستي جګړو پر مټ بېرته ورخپل کړي. د دغسې ډول پېښو سازماني هدف بل دا وي چې پاکستان د خپل پوځ پر هغه خشن کردار – چې د پښتنو او بلوڅو په سیمه کې یې له لسیزو د خلګو په وژلو او د سیمو په ورسته‌پاتې کولو کې خپل کړی – پرده واچوي. دغه‌راز د غولوونکو اسلامي شعارونو او له پاکستان د دفاع په نامه د دغو سیمو له احساساتو ناوړه ګټه پورته او هغه ولسي خوځښتونه چې د پاکستان جابر پوځ پروړاندې مبارزه کوي، روایت کمزوری کړي.

‏تجربو ښودلې چې د دغو دوو هېوادونو ترمنځ دا مزمنې ناندرۍ نه یوازې زموږ په ګټه نه دي تمامې شوي بلکې لا یې په افغانستان، بلوچستان او پښتونخوا کې د پاکستان «چټلې لوبې» ته زمینه برابره کړې ده. دا چټله لوبه (د افراطیت روزنه) چې نن سبا پرې خپله د پاکستان چارواکي اعتراف کوي. که چېرې جګړه کېږي، زموږ په سیمه کې به د افراطیت مدرسې بیا فعالېږي او د مرګ دا څرخ به زموږ نه د جګړې بیه اخلي. له بده مرغه، پښتنو سیمه اکثره د دې مردارې لوبې لپاره تل کارول شوې دي، او دا کار د افغانانو لپاره تل یوازې فاجعه ‌بارې پایلې لرلې دي.

‏د «اکثریت» له نظره افغانان پداسې وضعیت کې دي چې رسمي ولسي دولت، سیاسي ولسي انسجام او اقتصادي بنسټونه نلري؛ داسې یوې جګړې لپاره خوښي څرګندول او د هغې ملاتړ کول، یوازې د جګړې اور زموږ لور ته راکشول دي. موږ په دې اند یو چې په دې سیمه کې هر ورته جګړه زموږ د خاورې او خلکو پر زیان ده. داسې یوه جګړه به د دې زمینه مساعده کړي چې زموږ له خاورې څخه یو خل بیا د یو نیابتي میدان په توګه لا زیاته استفاده وشي او پاکستاني ترهګري پکې لا زیاتې ریښې وکړي. موږ په دې نظر یو چې د افغان نوي کول لومړنۍ بنسټیزه دنده د خپل ټول ځواک راغونډول او یو موټي کول دي. تر هغو چې موږ په سیاسي ځواک نه یو بدل شوي او دا ځواک رامنځته کول مو خپله اساسي دنده نه وي ګڼلې، په دې سیمه کې به هم سوله او هم جګړه زموږ له خوښې پرته کېږي او د دواړو اصلي قربانیان به موږ یو.

‏«اکثریت» سیاسي فکري ټولګه ده چې د ملي او ډموکراټیکو افکارو لرونکي ملتپال افغانان یې پر مخ وړي او د همدې ټولګې ګډ فکر منعکسوي.