له نن څخه ۴۶ کاله وړاندې پدې ورځ (د مرغومي شپږمه) پر افغانستان دپخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو یرغل وکړ، برحاله حکومت یې ړنګ او پرځای یې د خپلې خوښې واکمنان مسلط کړل. موږ د افغانستان پر خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ملي ارزښتونو دا پېښه لکهد هر بل پردي مستقیم او نیابتي یرغل په څیر په کلکه غندو. دا یرغل له سیاسي، بشري او اقتصادي پلوه زموږ هېواد او خلکو ته دومرهویجاړونکی و چې نږدې نیمې پیړۍ وروسته لا هم افغان ولس د هغې لهجانبي پایلو او ناورین څخه ځان ندی خلاص کړی. دلته یو مهم ټکی باید تل زموږ په یاد وي چې د شوروي ښکېلاک تر یرغلوړاندې لا غربي ښکېلاک شوروي اتحاد سره د نړیوال جیوپولټیک رقابت پهموخه زموږ په هېواد کې افراطي جنګي ډلې رامنځته کړې وې، چې دشوروي د یرغل په پلمه یې لاپسې تجهیز او تمویل کړې. د غربي او شرقي ښکېلاک ددغه سیاستونو په پایله کې د افغانستان د دووپېړیو بیوروکراتیک نظام، ملکي او نظامي جوړښتونه په بشپړه توګه ونړولشول. سربېره پر دې د لوېدیځ په مستقیم مالي ملاتړ، زموږ د دودیز ملياسلامي فرهنګ د مسخه کولو او د افغان نوي نسل د افراطي کولو لپارهسیستماتیک کار وشو. ښوونیز نظام ته جنګي او افراطي نصاب ور دننهشو او څو نسلونه د افراطي ذهنیت په زهرو ککړ شول. هغه شاتګپاله ډلېچې نن ورسره مخ یو، د همدې نصاب او استخباراتي مدرسو مستقیممحصول دی. د نسلونو د تباه کولو په دې بهیر کې، دولتي، اقتصادي او فرهنګي بنسټونهله منځه ولاړل او پر ځای یې یو نادولتي ـ جهادي ایکوسیستم رامنځته شو؛داسې ایکوسیستم چې د لوېدیځ، پاکستان او سعودي عرب په همکارۍجوړ شو او تر نن پورې د نویو افراطي ډلو د زېږولو او زموږ د راتلونکونسلونو او ملي ارزښتونو د تباه کولو خطرناک ظرفیت لري. موږ باور لرو چې د شوروي او لوېدیځ په مداخلو کې افغاني نیابتي عناصراو ډلې ښکېلې وې، او لا هم فعالې دي. همدې واقعیت ته په کتو،«اکثریت»پر دې ټینګار کوي چې د هیواد د اوږدې کشالې حل یوازې دخپلواکو افغاني سیاسي سازمانونو ترمنځ د رښتیني دیالوګ، ملي انسجاماو متقابل تفاهم له لارې ممکن دی؛ داسې بهیر چې هیڅ ډول بهرنی تمویل،تجهیز او منځګړیتوب ونه لري. موږ هر ډول بهرنۍ نظامي او سیاسيمداخله ردوو او پر وړاندې یې ښکاره او قاطع دریځ نیسو. د یو ازاد او خپلواک افغانستان په لور…

شنبه, دسمبر 27, 2025

‏د مارچ اتمه په ټولې نړۍ کې د ښځو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي. په دې ورځ په ټولې نړۍ کې ښځو ته په ورپېښو ستونزو باندې خبرې کېږي. ډېریو ملکونو کې دا ورځ په سترو لاریونو او اعتراضونو پوښلې وي. دا ځکه چې ښځې لا هم په هېڅ ډګر کې له نارینه سره د برابرو حقونو خاوندې ندي. ان په ډېرو پرمختللو لېبرالو هېوادو کې هم ښځې د تنخا، مدني حقونو، او د کور کار ته ورته نورو برخو کې له نارینه سره برابرې ندي.
‏افغانستان کې څه باندې ۳نیم کاله کېږي چې‌ افغانو ښځو په مطلقه توګه د کار، زدکړو، او د خپل وجود د اظهار حق له لاسه ورکړی دی. د طالبانو نیابتي مذهبي افراطي ډلې له ښځو څخه د هغوی ټول انساني حقونه په زور اخیستي او په ښځو یې د انساني‌ ژوند دایره ورتنګه ده. په دغې موده کې بېکاري ورځ تر بلې زیاته شوې، د نجونو ښوونځي تړل شوي، ولږه ډېره شوې، په زور د نجونو ودول زیات شوي، روغتیايي سیستم له کاره لوېدلی، مدني ازادۍ نشته، او پر هېواد د بدمرغیو توره خپسه خپره ده. سربېره پر دې د حاکمې ډلې چارواکو لپاره درېیم او څلورم واده دود ګرځېدلی چې د غریبو کورنیو څخه په پیسو کوچنۍ نجونې پېري او په تېر عمر ودونه کوي. افغانه مېرمن په دې توګه یوازې د نارینه د جنسي استعمال لپاره څنګ ته شوې چې نور په ټولنه کې هېڅ راز د خبرې حق نلري. دا یو ستر ناورین دی.
‏خو آیا تر طالبانو مخکې ښځې له پوره حقونو برخمنې وې؟ د طالبانو تر واکمنۍ راهیسې په غربي رسنیو او کنفرانسونو کې داسې ښودل کېږي چې ګوندې تر طالبانو مخکې په افغانستان کې ښځو هېڅ ستونزې نه درلودې. حال دا چې داسې نه وه. دا تر طالبانو مخکې په هره برخه کې د شلو کالو امریکایي او غربي سیاست و چې طالبانو ته یې بلاخره لار هواره کړه او هغه سمبولیک حقونه چې ښځو ته ورکړل شوي ول هغه هم ځنې واخیستل شول.
‏په ۲۰۰۱ کې چې کله امریکا پر افغانستان یرغل وکړ، د خپل یرغل د توجېه لپاره د بشر د حقونو، د دیموکراسۍ، د بیان د ازادۍ او داسې نورو شعارونو تر څنګ د غرب یو شعار د ښځو حقونه هم ول. دوی د دې لپاره چې وښيي د ښځو د حقونو لپاره کار کوي، دلته سمبولیک بنسټونه او ان‌جي‌اوګانې رامنځته کړې چې د ښځو د حقونو تر نامه لاندې به یې فعالیت کاوه. په دې توګه په شلو کالو کې لکه د بلې هرې مدني ټولنیزې پدیدې په توګه د ښځو حقونه هم پروژې شوې. حال دا چې په رښتیا کې ټول ټولنیز او سیاسي واک جهادي رهبرانو او د امریکا لېبرالو مامورینو سره خوندي و. وروسته د دوحې شرمناکه تړون چې د غربي یرغلګرو او د طالبانو نیابتي استخباراتي ډلې تر منځ لاسلیک شو، نه یوازې د افغان نارینه، بلکې د ښځو په حقونو باندې هم یو بل خونړی برید و. دغې تړون بلاخره د غرب له دروغجنو شعارونو پرده پورته کړه او د دوی نوې برنامه د افغانستان لپاره پیل شوه.
‏اما افغانې مېرمنې که یوخوا د نړۍ تر ټولو ډېرې ځورېدلې مېرمنې دي، بلخوا له حالاتو او بندیزونو سره د دوی مبارزې د تاریخ په اوږدو کې ښودلې چې دوی څومره ستر پټ ځواک دی. د امانیزم د زرینې دورې نه راپدېخوا د ټولو ټولنیز او سیاسي بندیزونو سره سره په نوي افغانستان کې ښځو په هر ډګر کې خپل رول لوبولی دی.
‏«اکثریت» په دې باور دی چې د افغانو مېرمنو ستونزې د افغان نارینه له هغو سره تړلې دي. او دا ستونزې یوازې هله له مخې لرې کېدای شي چې افغان نارینه له افغانې مېرمنې سره اوږه په اوږه د مبارزې په هر ډګر کې په برابره توګه برخه واخلي. غرب د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د خپلو رسنیو د پروپاګنډا پر مټ داسې ښيي چې ګوندې د افغان نارینه او افغانې مېرمن مبارزې له یو بله سره جلا دي. دوی په دې توګه هڅه کوي چې پر قومي، ژبنیزو، مذهبي او اتنیکي بېلتون سربېره موږ په جنس باندې هم سره ووېشي. د دغې وحشي موخې پر ضد باید ټول مظلوم افغانان او افغانانې سره یو شي او د خپل وطن د ازادۍ لپاره په ګډه سره مبارزه وکړي. ښځه نیمه نړۍ نه، بلکې ټوله نړۍ ده او افغانستان او نړۍ یوازې هله له رښتونې ازادۍ برخمنېدای شي، چې ښځه پکې ټولې انساني ازادۍ ترلاسه کړي.
‏د یوه ازاد او مساوي افغانستان پر لور!

‏«اکثریت» سیاسي فکري ټولګه ده چې د ملي او ډموکراټیکو افکارو لرونکي ملتپال افغانان یې پر مخ وړي او د همدې ټولګې ګډ فکر منعکسوي.