پنجشنبه, اپریل 3, 2025


‏نن د (۲۰۲۵) کال د جنورۍ په شلمه نیټه د امریکا د متحدو ایالتونو جمهوررئیس ډونالډ ټرمپ د دویم ځل لپاره خپل کار پيلوي. د نورې نړۍ د هېوادو تر څنګ افغان سیاسیون او افغانستان کې اوسنۍ واکمنه افراطي ډله هم د ټرمپ دویم ځل واکمنۍ ته له ډېرو پوښتنو او خامو هیلو سره ګوري.
‏په افغانستان کې د مجاهدینو او د طالبانو له لومړۍ دورې بیا تر جمهوریت او د طالبانو تر اوسنۍ دورې دغه ټولې ډلې او دوی پورې اړوند سیاسیون د غرب او په ځانګړي ډول د امریکا په مستقیم ملاتړ واک ته رسېدلي، او د امریکا په ملاتړ را پرځيدلي. نو دا د حیرانتیا خبره نده چې دا مهال د اکثره سیاسیونو، مطبوعاتي او مدني فعالانو حتا خپله واکمنې استبدادي ډلې خپلې ټولې هیلې او ناهیلۍ امریکا او هلته په حکومت کې ظاهرا شکلی بدلونونو پورې تړلي دي.
‏د امریکا ټاکنې معمولا په نړیواله کچه له ډېرو غوغاوو، مطبوعاتي سرلیکونو او د امریکايي سیاستوالو له متضادو څرګندونو ډکې وي، نو ځکه هلته له هر حرکت سره د طالبانو په شمول زموږ د سیاسیونو د زړونو درزا لوړیږي او ټیټېږي. کله د یو امریکايي سناتور په یوه خبره ځانونو ته د امیدونو ماڼۍ ابادې کړي او کله بیا په یوه شیبه کې د یو پنځم لاس امریکايي بنسټ په خبره یې د هیلو ماڼۍ ورانه شي.
‏د طالبانو له بیا راتګ سره د افغانو سیاستوالو د زړونو سیګنالونه بیخي زیات امریکا پورې تړلي دي. امریکا دغه خواره طبقه تېر درې کاله کله په اوتریش، کله ترکیه او قطر کې په ناستو بوخت ساتلي ول، اما دا چې د امریکا له تېرې ادارې هېڅ بود نشول، اوس یې ټولې هیلې د ټرمپ ادارې پورې تړلي دي. ځیني یې ان تر دې حده مخکې لاړل چې تر ښي اړخو جمهوري غوښتونکو زیات ښي اړخي ښکاره شي او خپلو کې یې د ټرمپ په بریا د مبارکۍ پيغامونه سره یو بل ته ورکړل.
‏ځيني نور یې د ټرمپ اداره کې د جنګ پلوه او انسان ضد عناصرو موجودیت ځانونو ته په نیک فال نیسي او لکه تېرځل یې چې په افغانستان او عراق برید وکړ او رژیمونه یې په زور بدل کړل، دوی هم هماغسې امریکايي الوتکې او هوايي بمبارونه په خوب ویني چې په نتیجه کې به یې بیا واک ته ورسېږي..
‏بله خوا طالبان چې د دوحې د قراراد په اساس راوستل شوي او امریکا سره په مستقیمې معامله کې دي، که څه هم ورخطا دي، خو په خپلو ویناوو کې هڅه کوي د امریکا نوې ادارې ته ور یاده کړي چې تر موږ ارزانه او سم خلک نشئ موندلی. دلته د طالبانو دریځ نسبتا واقعي دی او پوهېږي چې د څه لپاره راوستل شوي او څه ترې غوښتل کېږي دا هم ده چې دوی سره شوې معامله د امریکا نوي سیمه‌ایز او نړیوال سیاست ته په کتو شوې او دوی مطمین دي چې امریکا بیا په اسانه افغانستان کې د رژیم بدلول نغواړي او اړتیا یې هم نه لیدل کېږي..
‏خو د افغان سیاسیونو او ډلو منځ کې به دا مسابقه نوره هم ګړندۍ شي چې وښيي په راتلونکي کې د طالبانو تر ټولو ښه الترناتیف کېدای شي او یا هم د امریکا په منځګړتوب طالبانو ته ښه مامورین او همکاران. خو که له دغو سیاسیونو پوښتنه وشي چې امریکا ولې خپل سیاست بدل کړي؟ طالبان څه داسې کار کوي چې د امریکا ګټو ته خطر پېښوي؟ که ټرمپ هم راشي او لکه د بایډن په څير ووايي چې طالب د امریکا ګټو ته خطر ندی او حتا ممکن ممد واقع شي، نو بیا به خلکو ته څه ځواب وايي؟ دوی به یې ځواب ونه وایي.
‏زموږ له نظره د افغانستان مسئلې د امریکا په انتخاباتو او رایه ورکوونکو هیڅ اغیز نه درلود. امریکایانو ته د افغانستان مسئله اوس د تاریخ يو څپرکی ګرځیدلی او هیڅ امریکایي ورسره دومره علاقه نه لري، لکه څومره چې تبلیغېږي. فقط واشنګټن ډي سي کې يو څو لابيګران دي چې دا موضوع ښکته پورته کوي. د افغانستان په مسئله کې خو ټرمپ او انتخاباتي بېس یې له باېډنه هم ډېر تجرید پلوه دي. خو زموږ لبرال افغان سیاستوالو ته له ډېرې بېوسۍ هر سراب، اوبه ښکاري.
‏د طالبانو په شمول د افغانستان د اکثره لویو وړو سياسیونو فکر داسې جوړ دی چې اصلي مشکل د امریکا حکومت په پاليسيو کې دی، که دغه پالیسۍ اصلاح او بدلې شي نو دا به د دوی په ګټه وي، نو لګیا دي، د امریکا نوي حکومت ته انلاين مشوري ورکوي، هوايي تحليلونه چې ګنې د ټرمپ ادارې توجه ور واوړي، خو اصلي مشکل ته هيڅ ګوته نه نيسي.
‏د اکثریت له نظره اصلي مشکل د امریکا په حکومتونو او پالیسیو کې ندی، بلکې په مجموع کې نه یوازې زموږ افغانانو بلکې د نړۍ د اکثره مظلومو هېوادونو مشکل د امریکا په پراختیا غوښتونکي سیاست کې دی. که امریکا کې د هرې ډلې حکومت راشي، له ولسمشر نیولې تر وزیرانو دوی ټول د امریکا د سیاست د اصلي جریان مدیران دي، یوازې په تاکتیکي ډول به ځیني کارونه مخکې او وروسته کوي، نور هماغه د پراختیا غوښتنې سیاست دی چې له امله یې موږ درېیمه نړۍ له افریقا، لاتینې امریکا، عراق، لیبیا او افغانستان کې پایلې وینو. دا چې اوس نړیوال نظم د بدلیدو په حال کې دی او د غرب امپراتورۍ هغه زور ندی پاتې چې پخوا و، دغه وخت کې یې سیاستونه نه یوازې مثبت بدلون نه کوی، بلکې نور هم احمقانه کېږي او حتا ځیني وخت تر پخوا لا خونړی او د بشري حقونو خلاف کېږي.
‏د نوې نړۍ چټکو بدلونو ته په کتو د وخت غوښتنه دا ده چې افغان نشنلیستان پر خپلو ځواکونو تمرکز وکړي. دغه فکري، فزیکي او ایډیولوژیک ځواک په یوه محور سره راټول کړي او د وطن د استقلال، ښېرازۍ او بریا لپاره خپله په خپلواکه بڼه لاس په کار شي. پردی کټ تر نیمو شپو دی، افغانان باید د خپل وطن اصلي مالکان اوسی او ورسته له دې د پردیو ور ته لاس اوږد نکړي؛ یوازې همداسې یو نړۍلید او سیاسي تګلار کړای شي د افغانستان د تاریخ مسیر بدل کړي.

‏«اکثریت» سیاسي فکري ټولګه ده چې د ملي او ډموکراټیکو افکارو لرونکي ملتپال افغانان یې پر مخ وړي او د همدې ټولګې ګډ فکر منعکسوي.