له نن څخه ۴۶ کاله وړاندې پدې ورځ (د مرغومي شپږمه) پر افغانستان دپخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو یرغل وکړ، برحاله حکومت یې ړنګ او پرځای یې د خپلې خوښې واکمنان مسلط کړل. موږ د افغانستان پر خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ملي ارزښتونو دا پېښه لکهد هر بل پردي مستقیم او نیابتي یرغل په څیر په کلکه غندو. دا یرغل له سیاسي، بشري او اقتصادي پلوه زموږ هېواد او خلکو ته دومرهویجاړونکی و چې نږدې نیمې پیړۍ وروسته لا هم افغان ولس د هغې لهجانبي پایلو او ناورین څخه ځان ندی خلاص کړی. دلته یو مهم ټکی باید تل زموږ په یاد وي چې د شوروي ښکېلاک تر یرغلوړاندې لا غربي ښکېلاک شوروي اتحاد سره د نړیوال جیوپولټیک رقابت پهموخه زموږ په هېواد کې افراطي جنګي ډلې رامنځته کړې وې، چې دشوروي د یرغل په پلمه یې لاپسې تجهیز او تمویل کړې. د غربي او شرقي ښکېلاک ددغه سیاستونو په پایله کې د افغانستان د دووپېړیو بیوروکراتیک نظام، ملکي او نظامي جوړښتونه په بشپړه توګه ونړولشول. سربېره پر دې د لوېدیځ په مستقیم مالي ملاتړ، زموږ د دودیز ملياسلامي فرهنګ د مسخه کولو او د افغان نوي نسل د افراطي کولو لپارهسیستماتیک کار وشو. ښوونیز نظام ته جنګي او افراطي نصاب ور دننهشو او څو نسلونه د افراطي ذهنیت په زهرو ککړ شول. هغه شاتګپاله ډلېچې نن ورسره مخ یو، د همدې نصاب او استخباراتي مدرسو مستقیممحصول دی. د نسلونو د تباه کولو په دې بهیر کې، دولتي، اقتصادي او فرهنګي بنسټونهله منځه ولاړل او پر ځای یې یو نادولتي ـ جهادي ایکوسیستم رامنځته شو؛داسې ایکوسیستم چې د لوېدیځ، پاکستان او سعودي عرب په همکارۍجوړ شو او تر نن پورې د نویو افراطي ډلو د زېږولو او زموږ د راتلونکونسلونو او ملي ارزښتونو د تباه کولو خطرناک ظرفیت لري. موږ باور لرو چې د شوروي او لوېدیځ په مداخلو کې افغاني نیابتي عناصراو ډلې ښکېلې وې، او لا هم فعالې دي. همدې واقعیت ته په کتو،«اکثریت»پر دې ټینګار کوي چې د هیواد د اوږدې کشالې حل یوازې دخپلواکو افغاني سیاسي سازمانونو ترمنځ د رښتیني دیالوګ، ملي انسجاماو متقابل تفاهم له لارې ممکن دی؛ داسې بهیر چې هیڅ ډول بهرنی تمویل،تجهیز او منځګړیتوب ونه لري. موږ هر ډول بهرنۍ نظامي او سیاسيمداخله ردوو او پر وړاندې یې ښکاره او قاطع دریځ نیسو. د یو ازاد او خپلواک افغانستان په لور…

چهارشنبه, دسمبر 31, 2025

‏پاکستان له تأسیس څخه تر نن پورې، د افغانستان په وړاندې خصمانه او پر دښمني ولاړ سیاست درلود او په دغه ټوله موده کې په دوامداره توګه افغانستان سره په یوې نااعلان شوې جګړه کې ښکېل پاتې شوی دی.
‏سره لدې چې پاکستان په تېرو څو لسیزو کې غښتلی هوايي او راکټي ځواک درلود، خو بیا یې هم پر افغانستان د مستقیم هوايي برید جرائت نه کاوه. دوی تل زموږ د خلکو پر ضد د بېلابېلو نیابتي استخباراتي او جهادي ډلو د مستقیم ملاتړ له لارې خپله وحشیانه جګړه جارې ساتلې.
‏ مګر د کابل د اوسني افراطي او استبدادي حاکمیت له پیل راهیسې، پاکستان دومره جرائت پيدا کړی چې په پرله‌پسې ډول زموږ پر کلیو او بانډو هوایي بریدونه کوي، زموږ بې‌ګناه وطنوال شهیدانوي او د ټولو بین المللي نورمونو خلاف زموږ پر هوایي حریم او ملي حاکمیت تېری کوي.

‏د «اکثریت» له نظره دا بریدونه نه یوازې زموږ د ملي حاکمیت سرغړونه ده، بلکې پدې توګه پر کابل واکمنې خپلې نیابتي ډلې طالبانو ته د دروغجنو ادعاوو زمینه برابروي تر څو د افغانانو پر وړاندې طالبان ځانونه د هېواد یوازیني مدافعین ښکاره کړي، حال دا چې دوی د ملي حاکمیت څخه نه د دفاع مشروعیت لري او نه ځواک؛ برعکس، طالبان په څرګنده توګه د پاکستان د ګټو لپاره کار کوي او دغو بریدونو ترسره کولو لپاره زمینه برابروي تر څو د لویو قدرتونو ترمنځ لوبو کې زموږ د خلکو پر وینه سوداګري وکړي.

‏دا اوس ټول ملت ته څرګنده ده او د شک هیڅ ځای نلري چې د طالبانو کړنې په دوامداره توګه د پاکستان سره په همغږۍ ترسره کېږي. په افغانستان کې دننه د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) حضور او فعالیت په خپله د طالبانو له خوا تایید شوی، او آن د پاکستان پوځ او ټي ټي پي ترمنځ د جوړجاړي منځګړیتوب ته هم ژمن دي.
‏دغه وضعیت په ښکاره توګه د امریکایي چارواکو له سیاست سره همغږي لري، چې غواړي د پاکستان پوځ او ټي ټي پي ترمنځ د جوړجاړي لپاره لاره هواره کړي. د کلیو او بانډو پر خلکو بمباري نه یوازې زموږ د خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي، بلکې د یادو ګټو لپاره یوه وسیله ګرځېدلې ده.

‏موږ د دغه بريدونو قربانيانو او د شهيدانو کورنيو ته تسليت وايو او هغوی پدې ستر غم کې ځان شريک ګڼو. ددې ترڅنګ د پاکستان د دغو بریدونو او د کابل د واکمنې ډلې د چوپتیا او همکارۍ غندنه کوو. د افغانستان پر ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، او د افغان ولس پر حقونو باندې دغه تیری په هیڅ ډول د منلو ندی.
‏زموږ ملت باید د دغو ظالمانه کړنو او د واکمنې ډلې په شمول د ټولو بین المللي نیابتي ډلو پر وړاندې یو موټی ودرېږي.

‏د «اکثريت» له نظره زموږ ستونزه د یوه ملي، موډرن او په خپلو مټو ولاړ دولت نه درلودل دي چې ریښې یې له واشنګټن، ماسکو یا راولپنډۍ څخه نه وي. یوازې یو داسې دولت له پاکستان څخه څه چې له هر یرغلګر څخه د خپل پرون، نن او سبا پوښتنه کړای شي. د داسې یوه خپلواک سیستم د لرلو لاره له منسجمې مبارزې، ټینګې ملي ورورولۍ او خورولۍ او د خپلې خاورې لپاره د سپېڅلې مبارزې څخه تېرېږي.

‏«اکثریت» سیاسي فکري ټولګه ده چې د ملي او ډموکراټیکو افکارو لرونکي ملتپال افغانان یې پر مخ وړي او د همدې ټولګې ګډ فکر منعکسوي.