Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

دوشنبه, اپریل 7, 2025


‏«اکثریت» سیاسي او فکري ټولګه په خېبر کې د اکتوبر په ۱۱مه نېټه د جوړېدونکې تاریخي پښتنې جرګې کلک ملاتړ کوي. دغه جرګه د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوښت رابلل شوې. د غورځنګ مشر منظور پښتون د غورځنګ د نورو ملګرو سره په ګډو هلو ځلو د کوزې پښتونخوا ټولې پښتنې سیاسي ډلې، پښتانه ګوندونه، قومي مشران، ټولنې او سازمانونه هم دې جرګې ته رابللي. د جرګې موخه د پښتنو په سیاسي، ټولنیزو او بېلابېلو ستونزو باندې غږېدل دي چې پښتانه ورسره له لسیزو راهیسې مخ دي.
‏ زموږ په باور، دا جرګه د پښتنو په تاریخ کې یوه له مهمو پېښو څخه ده چې په سیمه کې  او په ځانګړي ډول د پښتنو پر خاوره د سترو قدرتونو په لاس رامنځته شويو جنګونو پر ضد غږ پورته کوي. دا جرګه د پښتنو د سیاسي شعور د ویښتابه څرګنده نښه ده چې د روان کړکېچ څرنګوالی پېژني او د هغې لپاره حللار لټوي.  
‏جرګه له تاریخي پلوه د پښتنو په کلتور کې تر ټولو لوړ ټولنیز بنسټ دی چې ټول پښتانه ورته درناوی لري او پرېکړې یې برخلیک ټاکونکې وي؛ ځکه خو د جرګې په رانږدې کېدو د پاکستان د حکومت له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ غیرقانوني اعلانول زموږ لپاره د حیرانتیا وړ خبره نده، بلکې دا د پاکستان لخوا په رسمي ډول د هغه حقیقت منل دي چې دوی د پښتنو د مترقي سازمانونو سره ژوره کرکه او دښمني لري. له بله پلوه دا د پاکستاني پوځ مخ پر زوال حالت ښيي چې مراندې یې سستې دي او له یوه سوله‌ییز خوځښت څخه دومره شدیده وېره لري.
‏سره لدې چې تر دې مهاله د دې جرګې لسګونه منتظیمن ځورول شوي او بندیان شوي، خو د جرګې د جوړولو لپاره ولسي اراده لا غښتلې شوې او څوک چې د قام په ننګه بندیان شوي په ولس کې یې درناوی او احترام لا زیات شوی. موږ دغه بندیز د غورځنګ لپاره یو فرصت بولو چې په پایله کې به یې د غورځنګ ملاتړ لا پراخ او پیاوړی شي.
‏موږ نه یوازې د جرګې ملاتړ کوو، بلکې باور لرو چې جرګه لا مخکې خپلې اساسي موخې ته رسېدلې ده. د غورځنګ لخوا د استعمار نیابتي پنجابي پوځ نیغ په نیغه ننګول، دغه پوځ د ترهګری د مور په توګه پیژندل، او د پښتنو د مختلفو قبیلو، مدني او سیاسي سازمانونو اعتماد او باور ترلاسه کول او د یو ټاکلي هدف لپاره په یو ځای راټولول، تر دې مهاله د دې جرګې لویې لاسته راوړنې دي.
‏لر و بر یو افغان!
‏د جرګې د بشپړ بربالیتوب په هیله!

‏«اکثریت» سیاسي فکري ټولګه ده چې د ملي او ډموکراټیکو افکارو لرونکي ملتپال افغانان یې پر مخ وړي او د همدې ټولګې ګډ فکر منعکسوي.