یکشنبه, دسمبر 22, 2024

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت اعلان کړی چې دوی په تیر یو کال کې د موسیقۍ ۲۱۰۰۰ وسایل له منځه وړي دي. موږ د دې کړنې په اړه خپل ژور خپګان او اندېښنه څرګندوو.

‏موسیقي زموږ د ملي کلتور او هویت یوه نه بېلېدونکې برخه ده. د افغانستان موسیقي د زرګونو کلونو د تاریخ، کلتوري تنوع، او ملي یووالي استازیتوب کوي. د موسیقي وسایلو له منځه وړل زموږ پر فرهنګي میراث یو سخت ګوزار دی او د ملت د هویت او یووالي د زیانمنولو هڅه ده.

‏د طالبانو اساسي هدف دا دی چې زموږ د هویت جرړې له منځه یوسي. د موسیقۍ د فرهنګ نابودول زموږ د هویت پر ضد د طالبانو د پراخې جګړې یوه برخه ده. موسیقي د یوه ملت د فرهنګي هویت یوه اساسي برخه ده، او د دې فرهنګ له منځه وړل د افغانستان د ملي هویت سره لویه جفا ده.

‏موسیقي او هنر د بیان د ازادۍ او کلتوري حقونو څرګندې بېلګې دي. د دې وسایلو له منځه وړل د افغانانو پر اساسي حقونو ښکاره تېری دی. هر افغان حق لري چې خپلې هنري او کلتوري ازادۍ په خپله خوښه او په ازادانه توګه تمرین کړي او تبارز ورته ورکړي په دې برخه کې هېڅ ډول محدودیت او جبر د منلو وړ نه دی.

‏د طالبانو دا کړنه نه یوازې زموږ فرهنګي میراث ته زیان رسوي، بلکې د ملي یووالي پر ضد یو ښکاره عمل دی. زموږ کلتور او هنر د ملي یووالي د پیاوړتیا او د افغانستان د بیا جوړونې لپاره بنسټیز ارزښت لري. هغه کړنې چې زموږ ملي یووالی زیانمنوي، باید په کلکه وغندل شي او د افغانانو ملي شعور او یووالي ته درناوی وشي.

‏په داسې حالاتو کې، د هر افغان مسؤلیت دی چې د افراطیت پر وړاندې ودرېږي او د خپلو کلتوري او هنري حقونو دفاع وکړي. موږ باید په خپل انسجام او یووالي کې خپل قوت ومومو او د یوه آزاد، پرمختللي او خپلواک افغانستان لپاره ګډې هڅې وکړو.

‏ټینګار کوو چې د داسې کړنو په وړاندې چوپ پاتې کېدل د افغانستان د راتلونکي لپاره زیانمونکی دی. موږ باید د خپلې کلتوري او ملي شتمنۍ ساتنه وکړو او د ملي یووالي په لور پر یو متحد مسیر حرکت وکړو.

‏اکثریت سیاسي فکري ټولګه ده چې د ملي او ډموکراټیکو افکارو لرونکي ملتپال افغانان یې پر مخ وړي او د همدې ټولګې ګډ فکر منعکسوي.