یکشنبه, دسمبر 22, 2024

د زمري ۲۴ مه (اګست ۱۵) د افغانستان په تاریخ کې د تورو ورځو په لړ کې یوه بله یوه ده، چې درې کاله وړاندې پدې ورځ د ښکېلاګرو زبرځواکونو په ښکاره ملاتړ جمهوري نظام نسکور او زموږ پر هېواد د طالبانو په نوم یوه نیابتي استبدادي استخباراتي ډله حاکمه شوه.

‏د «اکثریت» افغانانو له نظره د تېر شل کلن جمهوریت تهداب او بنسټ عمداً کوږ اېښودل شوی و، له پيله د امریکا او د دوی د متحدینو لخوا د نظامي اقتصادي او سیاسي قدرت غوښنه برخه د مذهبي افراطیت د اکوسیستم ټیکه دارانو یا د هغه وخت مجاهدینو ته ورکول شوی و.

‏تېر جمهوریت کې موږ د کاغذ پر مخ قانون درلود، د ولسواکۍ لپاره مو پروسې درلودې د فردي اوبیان د ازادۍ لپاره مو قوانین درلودل او تر یوه حده دا هر څه تمثیلېدل، خو ستونزه دا وه چې د نظام شکل ډموکراټیک و خو تیوريک بنسټ یې جهادي و. ځکه خو له لومړۍ ورځې تر اخره ټول واک جهادي ډلو ټپلو سره و چې دې کار د لویو بدلولونو، سیاسي پروسو او د ولسواکۍ مخه ډب کړې وه او هیڅ ممکنه نه وه دغه کاواکه ولسواکي پرمختګ وکړي.
‏خو پدې کې هم شک نشته چې پدې دوره کې زیات شمېر ملتپالو او سیاسي روڼ اندو فکر کاوه چې د دغې کاواکې ولسواکۍ له پروسې څخه په استفادې به وکولای شي چې بالاخره د هېواد د راتلونکي لپاره اساسي سیاسي کارونه ترسره کړي. خو دوی هم پاتې راغلل او زموږ په هېواد کې د سیاسي پروسې د نه پرمختګ یو عمده او اساسي علت د سراسري لویو ملي سیاسي ګوندونو د نه ایجاد مخنیوی و چې د جمهوریت په ټوله دوره کې په قصدي ډول ترسره شو. د سیاسی ثبات لپاره هیڅ هسته ایجاد نشوه او پدې مهم کار کې ملتپال افغانان ناکام شول او پدې ناکامۍ باید ټول اعتراف وکړي.

‏امریکا او متحدینو یې د یوې نسبتا اوږدې پروسې په ترڅ کې چې د دې پروسې پټه برخه د ۲۰۰۷کال څخه پيل شوې وه او ښکاره برخه یې په ۲۰۱۳ کال کې د قطر دفتر په ایجاد څرګنده شوه، له هغې وروسته د یوې معاملې له لارې یې افغانستان د مذهبي افراطیت د ایکوسیستم یوې بلې ډلې یعنې طالبانو ته وسپاره.
‏د دغې معاملې په نتیجه کې د ولسواکۍ هغه کاواکه پروسه هم په بشپړه توګه له منځه لاړه، چې ډېرو افغانانو ورته د بریالي کېدو نیمه هیله درلوده. په نتیجه کې یې زموږ پر ګران هېواد یوه نیابتي، د مخدره موادو د قاچاقچیانو، په پاکستاني مدرسو کې د روزل شویو له خپل فرهنګ او ملي ګټو د بي خبره د جاهلانو یو ډله حاکمه شوه.

‏ټولې شمېرې ښيي چې په تېرو درې کالو کې اوه میلیونه افغانان کډوال شوي او هره ورځ زرهاوو افغانان پاسپورټونه اخلي او له هېواد څخه پښې باسي. خو له دې ټولو غټه فاجعه داده چې د دغه اوسني استبدادي ډلې د رسمي قوانینو په اساس د هېواد نیم نفوس ښځې زنداني شوي، چې نه د زده کړو حق لري، نه د کار او نه د تفریح. د دې تر څنګ نارینه هم د دوی د رسمي او نیمه رسمي قوانینو لاندې د جبر او ظلم شپې سبا کوي.

‏د «اکثریت» له نظره اوسني مذهبي استبدادي ډله چې په واک کې ده، دا د هماغه اکوسیسیتم برخه او تسلسل دی چې لومړي ځل په ۱۹۲۹ کال کې واک ته ورسېدل، دویم ځل په ۱۹۹۲ کال کې واکمن شول، په درېیم ځل په ۲۰۰۱کې واک ورکول شو او څلورم ځل په ۲۰۲۱ کې واک ته ورسېدل. د سیاسي اسلام له فکري مکتب راوتلې له دغو واک ته رسېدلو ډلو سربېره نورې ډلې لکه داعشیان سلفیان دي، اخوانیان او تحریریان، دوی ټول د یو نیابتي مذهبي اکوسیستم برخه دي چې لوی قدرتونه یې په بېلابېلو وختونو کې کله د یو بل په ضد او کله د نورو په ضد حمایه او کاروي.

‏دا مهال د افغانستان په سیاسي فضا یوه توره تیاره خپره ده، خو موږ باید د امید دروازې په خپلو مټو پرانیزو، که دا مزل هر څومره ورو هم وي باید له یو ځایه پيل او په خپله اراده او همت منزل ته ورسول شي.

‏زموږ له نظره موږ باید هغه نواقصو چې په تېرو څلورو او پنځو لسیزو کې تکرار شول، له هغو زده کړه وکړو او د بیا تکرار مخه یې ونیسو او له دې لارې اوسنیو تیارو عمر لنډ کړو.
‏تر ټولو بهتره لار ولس ته مراجعه ده، ولس سره په واقعیتونو بحث دی، ولس سره ګډ کار دی او مخامخ باید ورسره د سیاسي سازمانونو، ټولنو او بنسټونو د ایجاد په اړتیا او په راتلونکو تحولاتو کې د سیاسي انسجام په اهمیت بحث رامنځته شي.

‏موږ مذهبي افراطي ډلو ته په نږدې کېدو او بیا له دې لارې د هغوی د اصلاح کولو په هڅو باور نلرو. موږ پدې باور یو چې دا ډلې خپلو کې تاکتیکي ستونزې لري خو ملتپالو او وطنپرسته افغانانو سره اساسي او اصولي اختلافات لري. د تېر جمهوریت پر مهال تجربو وښوده چې له دوی سره ګډ کار او ددوی اصلاح ممکنه نده او باید ترې فاصله واخیستل شي او هڅه وشي ددوی اصلي نیابتي څيره او ماهیت ولس ته څرګند کړای شي.

‏د نورو سره زموږ بل فرق دا دی چې موږ د خپلو ډېرو ابتدايي بشري حقونو د ترلاسه کولو لپاره بهرنیانو ته مراجعه نه کوو، خصوصا د افرادو په صفت بهرنیانو ته د مراجعې او له هغوی څخه د افغانانو لپاره د عدالت غوښتنې سره مخالف یوو. دا حقوق که د سیاسي فعالیت حقوق وي، که د بیان د ازدۍ حقوق وي، که د ښځو او نارینه وو د زده کړو او کار حقوق وي. زموږ له نظره زموږ ستونزه اوږدمهاله ده او اوږدمهاله ستونزې په لنډ مهالو هڅو نه حل کېږي، دې ستونزې ته د اوږدمهاله منسجمې مبارزې او کلکې ارادې له لارې د حل لار موندلی شو.

‏اکثریت سیاسي فکري ټولګه ده چې د ملي او ډموکراټیکو افکارو لرونکي ملتپال افغانان یې پر مخ وړي او د همدې ټولګې ګډ فکر منعکسوي.