د نجونو او ښځو د زده کړو او کار په اړه د طالبانو دریځ هیڅکله نه بدلیږي. سره له دې چې زموږ ژور اختلافات له طالبانو سره یوازې د ښځو د زده کړو او کار په بندیز پورې محدود نه دی، خو د ټولنې نیم نفوس محرومول د طالبانو تر ټولو فجیح او وحشتناکه کړنه ده چې د افغانانو سره یې ترسره کوي. طالبان د وخت د ضایع کولو لپاره د ښوونځیو په هکله دروغجنې ژمنې کوي او ادعا کوي چې په یو “ترتیب” کار کوي ترڅو افغانانو ته زیری ورکړي چې د ښځو زده کړو او کار ته اجازه ورکوي.
موږ باور لرو چې د طالبانو بهرني باداران هم په دې پوهېدل/پوهېږي چې طالبان به ښځو ته د مکتب، پوهنتون او کار اجازه ورنه کړي، خو د خپلو ګټو او د موقتي کاذب ثبات د ښودلو په موخه افغانانو ته دروغجنې هیلې ورکوي. د طالبانو بهرني حامیان د طالبانو د عادي کولو په هڅه کې دي، د دې لپاره یوازې په همدې موضوع ریاکارانه تمرکز کوي چې اصلي موضوعاتو څخه توجه واړوي. د افغان ښځو د کار او د تحصیل د حق په اړه په اړه د نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه د امریکې او ملګرو ملتونو اعلامیې هم د منافقت څخه ډکې دي.
لنډه دا چې هغه کولپونه چې د نجونو د ښوونځیو او د ښځو د دفترونو دروازو ته اچول شوی، اصلي طراحان یې د امریکا د وخت د بهرنیو چارو وزیر پمپیو او خلیلزاد او په مجموع کې د امریکې حکومت دی. عملي کوونکي یې د طالبانو وروسته پاتې ډله ده چې په دوحه کې یې د دغې طرحې د عملي کولو دنده واخیسته.
دا چې طالب د ښځو او نارینه وو د عصري زده کړو سرسخت مخالف دی، په دې کې هیڅ شک نشته. د دوی له منافقت څخه ډکو ژمنو او د بهرنیو ملاتړو د تبلیغاتو سره سره، نه یواځې دا چې د زده کړو په مسئله کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی، بلکې د افغان وطن د ماشوم تعلیم هره ورځ د نابودۍ کندې ته درومي. طالب غواړي افغانستان د اکوړي په یوه لویه مدرسه بدل کړي. هره ورځ هغه افغانان چې عصري زده کړو ته لیواله دي سپکوي او شرایط پرې سختوي چې ورو ورو د پوهو افغانانو شمېر کم شي. ژوندی بیلګه یې د کانکور وروستي نتایج دي چې د هلکانو ګډون هم پکې د تیر په پرتله په مراتبو ټیټ و؛ دغه راز د ښځینه مامورینو د معاشونو ټیټولو د پرېکړې تر شا اصلي هدف هم عصري زده کړو او پوهو ښځینه افغانانو ته سپکاوی دی.
د پوهنتون یوې ښځینه پروفیسرې چې څه د پاسه دیرش کاله یې د هیواد د پرمختګ او د وطن د اولاد د روزلو لپاره کار کړی، میاشتنی معاش پنځه زره افغانۍ ټاکل شوی. دا څرګندوي چې د طالب موخه د افغانانو سپکاوی او د افغانانو د تفکر، پوهې او غرور له منځه وړل دي. د دی تر څنګ یې هدف دا دی چې بالاخره ښځې دندی پریږدي او ښځې په اجتماعي لحاظ په بشپړه توګه له ټولنې محوه کېږي.
پوهنې سره د ښکیلاک د دې نیابتي اوسنۍ حاکمې ډلې دښمني ژورې ریښې لري. دوی او د دوی نړیوال ملاتړي، چې د دوی د عادی کولو پروسه پرمخ بیایي، په ډېره بېشرمۍ سره په جبر، زور او منافقانه تبلیغاتو سره په لوی لاس غواړي داسې کاذب روایت زموږ پر ولس وتپي چې ګواکې پوهنې سره مخالفت زموږ په هیواد کې دودیزې ریښې لري.
ځینې نور بیا استدلال کوي چې طالب د ټولنې یو حقیقت دی، نو ځکه باید ورسره په هره بیه چې وي معامله وشي. هو، طالب د دې ټولنې یو حقیقت دی، خو بد حقیقت دی، یو تیاره حقیقت دی، د جهل او بدبختۍ حقیقت دی، د ناپوهۍ د خپرېدو حقیقت دی. دا باید هم په یاد ولرو چې دغه د ظلم حقیقت د ټولنې یو ډېر وړوکی اقلیت دی چې د مثبت بدلون هېڅ ظرفیت نهلري. دوی ته زارۍ کول، غوښتنه کول او د دوی د نړیوالو ملاتړو د ښځو د حقونو د شعارونو بدرګه کول به طالب هېڅ بدل نهکړي او موږ به د خپلو خویندو، میندو او لوڼو په وړاندې ملامته اوسو.
هغه غیر طالب خوش باوره افغان سیاسي څیرې او د مدني ټولنې له نامه څخه استفاده کوونکي انجویي تجاران چې د سولې د مقدس عنوان لاندی د طالبانو د دغې تورې څیرې د سپینولو لپاره کار کاوه اوس پوه شوي دي چې طالب به زر ورځې خو لا پریږده، چې په زرو کلونو کې هم خپل دریځ د زده کړو په اړه نه بدلوي خو اوس دغه افراد د دی پرځای چې پخپلو کړنو او تیروتنو باندی اعتراف وکړي، سکوت اختیار کړی.
«اکثریت» د طالب د ذات او ماهیت په درک کولو سره له لومړۍ ورځې پدې باور و چې طالب نه دی بدل شوی، بلکې د نوي عصر په وسایلو سمبال د پخوا په پرتله لا زیات وحشي شوی او افغان ولس سره یې دښمني او کېنه لا زیاته شوې ده. دا چې د درې کالو په تېریدو دغه حقیقت لا روښانه شوی چې حتا د طالبانو داخلي لابیګر هم پرې پوه شوي او ددې ډلې له اصلاح ناهیلې شوي، یو مثبت ګام دی، خو ددې تر څنګ پکار دی چې دا ډله افغانان هم لکه د اکثریت افغانانو په څیر چې دا نیابتي استبدادي ډله پيژني، له غږ سره خپل غږ ملګری کړي او دا په ډاګه ووايي چې دا ډله د بدلېدو وړ نه ده.
«اکثریت» دې ته ژمن دی چې د افغان وطن او ولس د هر مخالف او دښمن د هویت روښانه کولو ته به کار وایي او د هغوی په وړاندې به د واضح دریځ په نیولو له ټولو با احساسه فعاله وطنپاله افغانان غواړی چې د فردي فعالیتونو په ځای پر منسجمې سازماني مبارزې تمرکز وکړي او پر ولس د حاکمې استبدادي ډلې له اصلي ماهیت او پردیو حامیانو په اړه د پوهاوي په زیاتولو کې خپل ملي رسالت ترسره کړي.