د تېر جمهوري نظام له سقوط او طالبانو ته د افغانستان د سپارلو له فاجعې څخه د درې کالو په تېریدو د دې پېښې په اړه ډېر کورني او بهرني عوامل روښانه شوي، خو له بده مرغه لا هم زموږ ځیني په اصطلاح نخبه افغانان په ځانګړي ډول هغوی چې ځانونه یې د سولې فعالان بلل او یا یې بین المللي موسساتو سره کار کاوه، ګنګس دي.
دوی د تېر نظام د سقوط بهرني عوامل هم لکه د داخلي هغو په څير تر یو فرد «خلیلزاد» محدودوي او له هغه د یو افغان په څير عاطفي ګیلې او شکایتونه کوي.
د امریکې د پخواني ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جان بولټن له قوله ویل شوي چې د ۲۰۲۰ کال فبرورۍ میاشت کې ټرمپ د خلیلزاد په هکله وویل: «ما اوریدلي چې هغه (خلیلزاد) یو فریبکاره شخص دی خو موږ د دغه کار (طالبانو سره معاملې) لپاره یو فریب کار کس ته اړتیا لرو»
طالبانو سره د امریکې د معاملې تصمیم د امریکې د حکومت د مشرتابه یعنې ولسمشر او د بهرنیو چارو د وزیر په کچه نیول شوې چې حتا د امریکې د ملي امنیت سلاکار یې له دې پرېکړې لرې او ګوښه ساتلی و.
خلیلزاد د ټرمپ په وینا رښتیا هم یو فریبکاره او چالاکه امریکايي مامور و چې د خپل حکومت د مشرتابه دستور او لارښوونې یې کټ مټ عملي کړي دي. له هغه څخه عاطفي ګیلې او شکایتونه او بیا د غربي رسنیو څخه همدې ګیلو ته هوا ورکول د وخت ضیاع او ځانونه غولول او د اصلي مسئلې څخه د عامه افکارو منحرفول دي.
د «اکثریت» له نظره که موږ رښتیا غواړو د دوحې د بدنامې موافقې په بهرنیو عاملانو نیوکې وکړو نو په سر کې باید د امریکې د حکومت مشرتابه او په مجموع کې د افغانستان په څير د درېیمې نړۍ هېوادونو په اړه د امریکا او د هغوی د متحدینو ظالمانه او ناعادلانه سیاستونو ته ګوته ونیسو.
اکثریت سیاسي فکري ټولګه ده چې د ملي او ډموکراټیکو افکارو لرونکي ملتپال افغانان یې پر مخ وړي او د همدې ټولګې ګډ فکر منعکسوي.