د طالبانو په اړه دا ناسم روایت چې ګنې دا یوه پښتنه مذهبي، ملتپاله او ازادي بښوونکې ډله ده، له کومه شو؟ سرچینه یې چېرته ده چې په غربي، سیمه ییزو او د بهرنیو په تمویل چلیدونکو افغاني مطبوعاتو کې په پراخه کچه تبلیغېږي؟ حتا خپله د طالبانو د کابل ادارې مهم چارواکي او مطبوعات هم د خپلې تېرې دورې خلاف دا ځل د ملي ګرايۍ یا ملتپالنې ادبیاتو څخه ډېره استفاده کوي. کله چې په دومره پراخه او لویه کچه طالبانو ته د پښتنو او د پښتون ملتپالنې د استازو په سترګه کتل کېږي، بیا د تعجب خبره نده چې د افغانستان د غیر پښتنو قومونو نخبه ګان د طالب په نوم دغه کوچنۍ افراطي ډله د ټول پښتون قوم د استازو په توګه مخاطبوي او د دوی ټولې کړنې پښتنو ته منسوبوي. دغه تبلیغات دومره تکرار شوي او تکراریږي چې حتا ځینې لوستي پښتانه یې چې د پښتنو تاریخ، فرهنګ او ټولنې څخه څه نا څه شناخت لري، هم په خپلې پوهې شکمن کړي دي. آیا د طالبانو د ملي ګرايۍ شعارونه رښتيني دي او که غولوونکي تاکتیکي دي؟ که تاکتیکي او غولوونکي وي، استعماري ځواکونو دا شعارونه ولې د یوې پروژې په بڼه ډيزاین او د طالبانو په خوله کې ورکړل چې تر ننه یې نه یوازې طالبان، بلکې د دوی نړیوال حامیان هم تکراروي؟ د نړیوالو موخه له دې څخه څه ده؟
تر هرڅه د مخه لومړی باید د طالبانو ایډيولوژیک او تیوریک اساس ته تم شو چې پوه شو نشنلیزم یا ملتپالنې سره څومره واټن لري.
کله چې طالبان په نویمو کلونو کې واک ته ورسېدل د ملي، وطن، ملت، بشردوستۍ، ژبې او قوم په څير مفاهیم یې غندل او دا یې د شریعت خلاف او حتا ډېرو علماوو له دغه ارزښتونو سره مینه شرک او په نهایت کې کفر ګڼل. طالبان د مجاهدینو له لیکو څخه راپورته شوې یوه ډله وه چې د افغانستان د چپي نظام پر وړاندې په سیمه کې د امریکا د پراخو استخباراتي پانګونو په پایله کې یې سر راپورته کړ. کورنۍ جګړه پای ته رسېدلې وه او مجاهدینو د امریکا و پاکستان په فرمایش کابل کې نظام ړنګ کړی و. دا هغه تاریخي مرحله وه چې طالبان پکې د پاکستاني استخباراتو په مرسته واک ته رسېدو کې بریالي شول. طالبانو حکومت ونیو او مجاهدین له صحنې وویستل شول. سره له دې چې طالبانو له مجاهدینو سره په ایډیولوژیک ډګر کې کوم توپیر نه درلود، د دوی تر منځ جګړه د واک پر سر وه. طالبانو یو دکتاتور نظام رامنځته کړ او یو نوی تیاره دور پیل شو. که تاسې د طالبانو د دې تیاره دورې درسي نصاب وګورئ، هلته یې له درسي سیستم څخه د افغانستان ټول تاریخي مفاخر حذف او د نن په پرتله یې هغه وخت د ټولو ملي ارزښتونو په ضد قوي اقدامات کول. د امارت په تېره دوره کې «ملي» د دوی په منځ کې یوه تر ټولو منفوره کلمه وه او ډېر افغانان یې د ملي ګرايي په تور شکنجه او له منځه یوړل. دا دوی ته له مجاهدینو څخه هغه پاتې ایډیولوژیک میراث و چې دوی دوام ورکړ. د تېرو مجاهدینو په څیر د دیني حکومت ټول پلویان ملتپالنه د تعصب په معنا تعبیروي او بیا یې د حراموالي د اثبات لپاره دلایل تراشي.
همدارنګه په ملي ګرايي کې د ملت د پیوند کېدلو عناصر هم مادي او هم معنوی دي خو د دینی حکومت نظریه کې اصلا د ملت مفهوم محکوم دی او د انسانانو د پیوندېدو عنصر صرف معنوي دی، واکمنان پکې د خلکو په ځای ځانونه یوازې خدای ته ځواب ویونکي او د خدای استازي بولي. دا یوه داسې ادعا ده چې د اثبات لپاره یې هیڅ مادي ثبوت نه وړاندې کوي او پر وچ زور او اطاعت ولاړه ده.
په ملتپالنې کې د ځانګړې سېمې یا جغرافیې ـ ملت دولت د وګړو سیاسي او کلتوري هویت او منافع سره تړل کېږي خو د دیني حکومت نظریه په ځانګړې سېمې پورې نه منحصریږي، ځکه خو د طالبانو مشر ځان امیرالمومنین یا د ټولې نړۍ د مسلمانانو امیر بولي. دا نظریه د ملت ـ دولت په اوسنيو موډرنو جوړښتونو کې د تطبیق وړ نده او نه دا تناقض حلېدای شي.
د طالبانو پخوانی مشر ملا عمر او اوسنی مشر ملا هیبت الله، د وزیرانو رئیس یې ملا حسن، ستر قاضي یې شیخ حکیم، د امربالمعروف مشر شیخ حنفي، شیخ دین محمد او … ټولو په ځلونو ویلي چې د دوی د جهاد هدف په دې دنیا انسان ته خیر رسول ندي. دوی په ځلونو ویلي چې د بشر لپاره سوکالي، خوشالي، یا اقتصادي ترقي او د خلکو د خیټو مړول یې هدف ندی او په وینا یې دا خبرې عقیده کمزوري کوي او باید ور څخه ډ ډه وشي.
د ملا محمد حسن هغه تاریخي وینا د ټولو افغانانو په غوږونو کې انګازې کوي چې د دوی د مشکلاتو تر اورېدو وروسته یې له دوی په قهر پوښتلي ول چې “چیشي غواړئ؟”. طالبان کومه داسې موډرنه ډله نده چې په دولت-ملت دې باور ولري او د دوی تر منځ انساني او ټولنیز قرارداد دې د موډرنو انساني اصولو له مخې رامنځته کړي. دیني افراطي ډلو ته ولس رعیت دی او رعیت د دیني طبقې له خاموش اطاعت نه پرته د وجود د اظهار حق نلري. همدا د دوی اصلي تیوري ده چې د کندهار په محور راټول طالب مشران او شیخان یې په اساس ور څخه د حاکمیت او د ولس د کنټرول لپاره پالیسۍ جوړوي.
د ملي ارزښتونو د مسخه کولو په لړ کې دوی خپله تېره دوره کې د هېواد د ټولو پخوانیو مشرانو سپکاوی خپل سرخط وګرځاوه، د معاصر افغانستان د بنسټ ایښودونکو، احمدشاه بابا، میرویس نیکه او امان الله خان ته یې سپکې سپورې وویلی، د هېواد ملي ارزښتونه او تاریخي اثار یې ویجاړ کړل. افغان ملي فرهنګ او هنرونو سره یې دښمني وکړه. په کوزه او بره پښتونخوا کې یې په زرګونو تاثیر ګذاره قومي مشران، ملي شخصیتونه او لوستي پښتانه په خورا بي دردۍ ووژل. دا کړنې ټولې د دولت ملت او ملتپالنې د نظریې ضد دي. خو دا چې دوی اوس څنګه او ولي په تاکتیکي ډول ملي ګرايي ته مخه کړې ده یا دغه تاثر عام شوی دی، دوه ستر علتونه لري. د بهرنیانو لخوا ورباندې تپل شوې ملتپالنه او بله یې د مجبورې ورځې ملتپالنه ده.
د سترو قدرتونو لخوا د طالبانو لپاره ډيزاین شوې ملتپالنه:
طالبانو ته د یو ملي ازادي بښونکي پښتون جریان ویل اوږده مخینه لري. د هېوادونو په مشرانو کې لومړنی کس د پاکستان پخوانی دیکتاتور مشرف و چې طالبان یې د پښتنو استازي وبلل. عمران خان د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې د ملګرو ملتونو سرمشریزې ته د وینا پر مهال وویل چې د قبايلي سيمو اوسېدونکي د “پښتون ملتپالنې” پر اساس له افغان طالبانو سره “خواخوږي” لري. خندوونکې وه چې عمران خان هغه خلک د طالبانو خواخوږي وګڼل چې د طالبانو پر ضد یې د پښتونژغورنې په څېر یو پراخه مدني غورځنګ پیل کړ. له ۲۰۱۸ کاله راهیسې په لر بر افغانستان کې لسګونو میلونو پښتنو یې ملاتړ وکړ او د پاکستاني پوځ او نړیوالو زبرځواکونو د افراطي پروژو لکه طالبانو پر ضد یې شعارونه ورکړل. خو عمران خان دا څرګندونه د یوه پراخه استخباراتي ستراتېژۍ له مخې کوله چې نه یوازې دی، بلکې ډېر انګریزو او امریکايي افغانستان پیژندونکو نړیوالو رسنیو سره په مرکو کې له کلونو راهیسې د دغه روایت د عامولو هڅه کوي.
پدې لړ کې هغې امریکايي ډلې چې طالبانو سره یې له تېرو پنځلس کالو راهیسې د مذاکراتو دنده درلوده او غوښتل یې طالبان دې ته چمتو کړي چې د یوې معاملې په نتیجه کې واک ته راشي او بیا د دوی په ملاتړ د اوږده مهال لپاره په واک کې پاتې شي، دوه مهم کارونه وکړل.
لومړی یې د طالبانو د قطر ډلې ته چې اوس د کابلي طالبانو په نوم مشهور دي، په دوحه کې روزنیز پروګرامونه ونیول. تر څو د دې نوې ستراتېژۍ له مخې یې واک ته چمتو کړي. په دې لړ کې په ۲۰۱۸کال کې د امریکا لخوا یو جرمني نهاد برګوف فونډیشن (Berghof Foundation) ته دنده وسپارل شوه چې په دوحه کې له ګوانتامو څخه را خلاصو شویو طالبانو او د دوی د سیاسي دفتر غړو او مشرانو ته د ستراتيژیکو ارتباطاتو او دیپلوماسۍ په برخه کې د ظرفیت لوړنې روزنیز پروګرامونه پيل کړي. د دوی له نظره، طالبان په نړۍ کې د پان اسلامیستانو په توګه پېژندل کېږي. داسې ګڼل کېږي چې دوی د اسلامي نړیوالې واکمنۍ لپاره جنګېږي. مشر یې ځان د ټولې نړۍ امیرالمومنین بولي او د نړۍ د ټولو مسلمانانو د مشرۍ ادعا او د نړۍ ټولو اسلامي تروریستی ډلې سره خواخوږي لري. د سترو قدرتونو تصمیم دا و چې نور یې باید دا شناخت او د امکان تر حده نقش ور بدل کړي. د دې لپاره یو شرط دا و چې طالبان باید په ښکاره اعلان وکړي چې خپل فکر نورې نړۍ ته نه صادروي، بهرنۍ تګلاره یې په عدم مداخلې ولاړه ده او یوازې د افغانستان د ازادۍ لپاره جنګېږي. دې سره دوی ته د ملتپالنې لقب د نړیوالو استخباراتو لخوا ورکړل شو چې د ملتپال کېدو لپاره یې باید نور خپله ژبه او دیپلوماسي هم بدله کړې وای. په تېره اروپایانو ته چې نسبت نورو ته د بشر د حقونو په اړه ځانونه حساس ښيي، ښکاره کړي چې په خپل تاریخ او وطن مین خلک دي او بهرنیان چې له دوی کوم ډار لري هغه کم شي. غرب کې هم عامه ذهنیت بدل شي او په دې توګه امریکا ته اسانه شي چې له دوی سره معامله وکړي.
د دغو روزنیزو ورکشاپونو وروسته د قطري طالبانو په ادبیاتو کې تغییر راغی او له هغې وروسته تر اوسه پورې کابل میشتې طالبان د امت په ځای د ملت، د امت اتل په ځای د ملي اتل، ملي اردو، ملي ګټې په څير ادبیات کاروي. او بهرنیانو سره په ناستو او نړیوالو چارو پورې اړوند اعلامیو کې په تکرار سره وايي چې موږ د نورو په چارو کې د لاس وهنې نیت نلرو او زموږ کار یوازې له افغانستان سره دی. همدا خبرې یې غربي رسنۍ په غټو سرخطو د خپلو خلکو لپاره خپروي چې وښيي طالبان کومه بین المللي اجنډا نلري او د یوې ملتپالې ازادي بښوونکې ډلې په توګه یې ټول تمرکز په افغانستان دی او نور ور څخه نړۍ ته کوم خطر نشته. همدا دلیل دی چې په فلسطین کې د اسراییلو د روانې جګړې په اړوند هم ډېر څه نه وایي او یو راز خاموشي خپره ده.
د نویو شرایطو او مجبوریتو په اساس د طالبانو ملتپالنه:
د طالبانو د ځینو محدودو چارواکو له خوا د ملتپالنې د ادبیاتو کارول د د دوی نوي نقش او شرایطو پر مهال یو مجبوریت هم دی. طالبان پخوا په جنګ کې ول اوس واکمن دي. د جنګ پر مهال یې واک ته د رسېدو لپاره دیني او اسلامي ادبیاتو ته اړتیا درلوده او له اسلام څخه یې د یوې وسیلې په توګه استفاده وکړه او د لسګونو زره بي ګناه افغانانو وینې یې توی کړې.
پخوا د پاکستان تر مستقیمې روزنې لاندې ول. جنګ ته په چمتوالي او د پاکستان په روغتونونو کې د خپلو ټپیانو په وړیا درملنې بوخت ول. هغه وخت ور څخه د پاکستان غوښتنه دا وه چې افغانانو ته زیات نه زیاتې مرګ ژوبله واړوي او د انفجارونو له لارې زیات وحشت خپور کړي. خو اوس طالبان په واک او ارګ کې دي. اوس د یو بادار په توګه د پاکستان غوښتنې هم بدلې شوې دي. ځکه اوس له دوی څخه د افغانستان د مشرانو په توګه غوښتنې لري او طبیعي ده چې که هر څومره پاکستان سره نږدې وي، بیا هم د پاکستان ځیني غوښتنې نشي منلی یا یې ظرفیت نلري. نو په داسې مواردو کې یې کله ناکله د پخوانیو بهرنیو متحدینو سره جنجال او شخړه راځي، د دې لپاره چې په دغسې شخړو کې په اسلامي شعارونو ولس له ځان پسې نشي درولی دوی په ملي شعارونو پسې ځي.
ددې لپاره چې پاکستان سره خپله ستراتيژیکه اړیکه کمرنګه وښيي د پاکستان غوښتنو ته ظاهر منفي ځواب وايي او آن خپلو ګومارل شویو کسانو ته دنده ورکوي چې په رسنیو کې د پاکستان ضد نارې – سورې ګرمې وساتي تر څو له یوې خوا ځان ظاهرا له پاکستانه بېل او پنجاب ضد وښيي او له بله پلوه د عامو افغانانو پام له سترو او حیاتي موضوعاتو لکه داخلي مشروعیت، فقر، راکد اقتصادي حالت او نورو څخه په دغو بازاري او رسنیزو شعارونو بل لور ته واړوي.
خو ولس پوهېږي چې دوی تمثیل کوي او دروغ واييي مثلا ستانکزی د دیورنډ د نه منلو خبرې کوي خو هېڅ طالب حاضر ندی چې د فیض حمید د چایو د پیالې ځواب ووايي. ولس ته د طالب واقعیت د سیرینا هوټل په قضیه کې ثابتېږي نه د ستانکزي په وینا کې.
طالبان هم پدې پوهېږي چې دیني مشروعیت یې امریکا سره د دوحې قرارداد پر مهال ختم شوی دی. نو په هېواد کې د پرګنو او ولسي مشروعیت د ترلاسه کولو او د خپل قدرت د دوام لپاره هم باید وښودل شي چې دوی اوس هغه افراطي ډله نده او نړیوال ټروریزم باندې باور نلري او پدې توګه د ساده وطن پرست افغانانو په زړونو کې ځای پيدا کوي.
سره له دې چې دا ځل یې هم افغان ډموکراټ ملتپال حذف، شکنجه او تهدید کړل، خو په ورته وخت کې دا ځل ټولنې د پخوا په پرتله ډېره بدله شوې ده. اوس په میلونونو افغانان د ملي ګټو، ملي ارزښتونو، ملي ویاړونو او ملي څلو په اړه ښکاره غږ پورته کوي. د طالبانو په ټولنه کې دغه بدلون ته پام دی، ځکه خو اکثره ملي مفاهیمو سره دا ځل په احتیاط چلند کوي. دوی مجبور دي چې دا ځل د وطنپرستۍ، ملي ګرايي تر شعارونو لاندې خپله اصلي څیړه پټه کړي، کټ مټ لکه پخوانیو مجاهدینو چې د فتحې او قدرت ته د راتلو وروسته ځانونه په قومي نشنلستانو او قومي ټیکه دارانو بدل کړل. خو ماهیت یې هماغه مجاهد پاتي شو.
د طالبانو د ماهیت په اړه ټول ولس پوهېږي چې څوک دي، مشرانو یې چېرته زدکړې کړي او تېرو شلو کلونو کې د پاکستان کومو ښارونو کې اوسېدل، خو د دوی مشران د خپلو زدکړو، پاکستان کې د خپل ژوند په اړه ډېر کم غږیږي. ملا یعقوب طلوع سره مرکه کې دا خبره پټه کړه چې پلار یې کراچۍ روغتون کې بستر و، او دی په کراچۍ کې را لوی شو او هلته یې مدرسه وویله او بیا کوټه کې اوسېده.
سیمه، نړۍ او ټول وطنپال او ملي ګرا افغانان طالبانو اصليت او ماهیت پیژنې خو دغه افغانان غږ نلري او په تبلغاتي جنګ کې طالبان مخکې دي پدې دي چې ترشا یې غربۍ رسنۍ دي. د روسیې له ولسمشر نه په وروستۍ مشهوره مرکه کې پوښتنه وشوه چې که ته د امریکا په ضد دومره شواهد لرې ولي ور څخه تبلغاتي استفاده نه کوې، هغه وویل، امریکا ته په تبلیغاتي جنګ کې ماته ورکول خورا سخت کار دی، ځکه هغوی د نړۍ او اروپا ټولې رسنۍ کنټرولوي.
د افغانستان رښتینو وطنپالو او ملتپالو ته به هم سخته وي چې په تبلیغاتی ډګر کې طالبانو ته ماته ورکړي، خو ددې په ځای کولای شي خپله انرژي په خپل منځي انسجام، یو بل سره د معلوماتو په شریکولو او د خلکو په پوهولو ولګوي او د دې استبدادي نیابتي ډلې په ماهیت زیات نه زیات ولس اګاه کړي چې دا نه د پښتنو استازي دي، نه ملتپال دي او نه وطنپال، بلکې د مخدره موادو د قاچاقیانو، په پاکستاني مدرسو کې د روزل شویو له خپل فرهنګ او ملي ګټو د بي خبره جاهلانو یو ډله ده چې د نړۍ زبرځواکونو د خپلو لویو اهدافو لپاره پر افغان ولس مسلط کړي دي.
اکثریت سیاسي فکري ټولګه ده چې د ملي او ډموکراټیکو افکارو لرونکي ملتپال افغانان یې پر مخ وړي او د همدې ټولګې ګډ فکر منعکسوي.