دوشنبه, دسمبر 23, 2024

طالبان د ټوپک په زور له بېوزلو او وچکالۍ ځپلو کروندګرو څخه د عشر په نامه د حاصلاتو لويه برخه ټولوي

Sep 4, 2023

عشر د احنافو په نزد بېوزلو او مسکينانو ته له ځمکې څخه د لاس ته راغلي حاصل د لسمې برخې ورکولو ته ويل کېږي چې یو فقهي مسئله ده او لکه د ذکات په څېر دا د هر مسلمان خپله خوښه ده چې چا ته یې ورکوي، خو طالبان هم لکه د نورو افراطي نیابتي ډلو په څير عشر خپل حق بولي او په اجباري توګه یې له خلکو اخلي او حتا له اهل تشيع وطنوالو يې هم ټولوي پداسې حال کې چې د هغوی په فقه کې عشر نشته. 

زموږ بېوزله کروندګر او کلیوال دا ۴۵ کاله د اسلامي ډلو، حزبونو، تنظیمونو او تحریکونو د جګړه مارو اخاذۍ، پاټکونه او باج اخیستلو سره مخ دي چې له بده مرغه په افغانستان کې اسلام او جهاد ته منسوبې اکثره ډلې چې ظاهرا د اسلامي نظام يا خلافتونو د‌ راوستلو دعوه لري، د پاکستاني استخباراتو او مدرسو پیداوار دي چې په لويه کې دا هر څه بيا د پردې تر شا د لویدیځو ښکېلاک ګرو اهداف تعقیبوي او پاکستان د فرعي قراردادي رول لوبوي. 

پاکستاني مدرسې او مذهبي ګوندونه چې په پاکستاني پوځ پورې د تړلو استخباراتي شبکو په توامیت جوړ شوي، د افغانستان په قضایاوو کې د فلم د ډایرکټر رول لوبوي او د دې لپاره چې عام افغانان پاکستان کې په جوړو شویو مزدورو ډلو باور وکړي، دې ډلو ته مذهبي نقابونه ور اغوندي او د قراني احکامو په تحریف او تاویل سره دوی ته د دین د نجات ورکوونکو څېرې تراشي حتا تر دې پورې چې د دې ډلو اخاذیو، او په زور باندې د خلکو د مالونو اخیستلو ته یې هم دیني توجیهات پیدا کړي دي. 

هغه مهال چې طالبانو د جمهوري نظام په ضد جګړه کوله تر واک لاندې سېمو کې يې له بزګرانو په زوره د عشر په نوم پیسې اخیستې او بیا یې په کويټه، پېښور او کراچۍ کې په خپلو کې وېشلې. 

له تېرو دوو کلونو را په دې خوا چې طالبان په ټول هیواد واکمن شوي، د نړيوالو رسنيو سرټکي د ښارونو په اوسېدونکو د طالبانو ظلمونه جوړوي، خو تر ښاري سېمو په کليوالو سېمو کې چېرته چې رسنيز پوښښ نشته پر خلکو ظلم او زياتی په مراتبو زيات دی، یوه بېلګه د بېوزله کليوالو څخه د عشر په نوم د اجباري پیسو را ټولول دي. دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې افغانستان له سختې وچکالۍ سره مخ دی او سره له دې چې ډېر باغونه او کروندې د اوبو د کمښت له کبله وچې شوي، خو په ډېر زحمت د بزګرانو تر لاسه کړی حاصل په کروندو باندې د بزګرانو لګښت ( کیمیاوي کود، تخم او د کارګرو مزد) نه پوره کوي، خو بيا هم مجبور دي د طالبانو  له وېرې هغوی ته د عشر په نامه باج هم ورکړي. 

طالبان د عشر ټولولو لپاره عینا هماغه تاکتيک کاروي لکه د سړې جګړې په وخت کې چې جهادي تنظیمونو کاروله، دوی څو تنه وسله وال کلي په کلي ګرځي له خپلو وسلو سره جومات کې کیني او ټول کلیوال ور غواړي او ورته وايي چې عشر راوړئ . که کوم کلیوال د وچکالۍ شکایت وکړي یا د تخم، کود، تراکتور د لګښت خبرې وکړي یا د سېلابونو یا بارانو په وسیله د کروندو د له منځه تلو ووايي د طالبانو له تهدید سره مخامخ کېږي. حتا ورته ویل کېږي چې تاسې د خدای حکم نه منی…

تېرکال طالبانو د کندز د قلعه ذال ولسوالۍ د کولخ تپې کلي خلک د عشر نه ورکولو له کبله په ډزو ووېشتل. یو تن کلیوال یې وواژه او شپږ نور یې ټپیان کړل. 

د رسنیو د رپوټ له مخې د سرپل ولایت د بلخ آب ولسوالۍ او د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې یو شمېر طالبانو له خلکو په زوره د عشر په نامه پیسې اخیستې وې. چې د خلکو له شکایت سره سره موضوع ونه څېړل شوه. 

سږ کال په لوګر ولایت کې د عشر نه ورکولو په تور څو تنه بزګران ووهل شول او څلور تنه په کې د طالبانو له خوا ووژل شول.

بله مسئله له شیعه ګانو سره د عشر ټولولو وخت کې زور زیاتی دی چې هر کال را پورته کېږي.اهل تشیع هېوادوال وايي چې د دوی جعفري فقه کې عشر نشته خو طالبان په جبر دوی مجبوروي چې د مذهبي باورونو خلاف بیا هم دوی ته باج ورکړي. 

طالبانو د نورو قضایاوو په څېر تر اوسه پورې دولتي ادارو ته د عشر د اجباري ورکولو مسئلې دیني توجیه او سپیناوی ندی کړی خو په عمومي توګه دوی خپله جابرانه واکمني چې د امریکا او دوی ترمنځ د دوحې د یوه اعلان شوي او څو غیر علني یا مخفي تړونونو  په اساس را منځته شوې، اسلامي امارت بولي او خپل ځان ته دا حق ورکوي چې هره مسئله چې څنګه وغواړي تفسیر او تعبیر کړي.

د «اکثریت» اداره خپل مسئولیت بولي چې د عشر په موضوع کې له غریبو بزګرانو سره د طالبانو د ظالمانه چلند مشروعیت له پوښتنې سره مخ کړي او څو واقعیتونه د خلکو مخې ته کېږدي: 

په اسلامي متونو کې عشر لکه د ذکات په شان فقراوو، مساکینو او بېوزلو ته ورکول کېږي دا چې طالب عشر خپل حق بولي او د فقراوو حق په سیاسي اهدافو کې کاروي او خپلو وسله والو یا مشرانو ته یې ویشي هېڅ دیني اساس نه لري.

طالبانو تر اوسه پورې د حکومت دارۍ لپاره د یو A4 ورقې په اندازه لیکلې تګلاره چې د دوی د انحصاري واکمنۍ توجیه په کې وشي خلکو ته نده اعلان کړې. همداسې یوې ډلې ته د عشر د انحصار په موضوع کې طالب هیڅ منطقي او دیني دلیل نه لري. 

تر اوسه پورې هېڅ ثابته نه ده چې طالب دې له خلکو نه د عشر او ذکات را ټولې شوې پیسې بېرته د هرې سیمې په فقیرانو ، کونډو او یتیمانو وېشلې وي. په دې اړه هېڅ سند نشته.

طالبان بیت المال یا واحد دولتي حساب نه لري. تر اوسه پورې هېڅ داسې د تفتیش وړ رسمي سند نشته چې طالب دی د عشر پیسې د مالیې وزارت واحد دولتي حساب ته سپارلې وي.

هغه وسله وال ګروپونه چې عشر راټولوي د ځانګړې ادارې مسئول کسان نه دي. ځینې ولایتونو کې د کرنې ریاست، ځینو کې امر بالمعروف ، امنیه قواندانۍ، د حج او اوقافو ریاست او نورې ادارې عشر ټولوي. دا کسان د هېڅ ډول تفتیش تابع نه دي او د دوی اسناد په آسانۍ سره د جعل او تزویر قابلیت لري او په فساد کې لا ډېر فساد ته زمینه برابروي.

طالبان په داسې حال کې له خلکو په زوره عشر اخلي چې دوی مالیه، ګمرکي تعرفې او حق العبور هم اخلي. حتی د دیوبند دارالعلوم فتاوای چې طالبان یې لارویان دي مالیات ناروا بولي خو طالب لګیا دی مالیات او ګمرکي تعرفي اخلي دا موضوع ځکه مهمه ده چې پاکستاني مدرسو کې روزل شوي ځینې ملایان عشر د اسلام د اقتصادي نظام یوه منبع بولي خو مالیات حرام بولی نو اوس پوښتنه دا ده چې طالبان ولې یا خالص اسلامي اقتصادي نظام نه راولي او یا خالص سرمایه داري مروج نړۍ وال نظام؟ خبره د ګټو ده طالب ته خپلې ګټې مهمې دي نه اسلام .موږ باید عام خلک په دې پوه کړو چې ګمرکي تعرفې غیر مستقیم مالیات دي چې غریب خلک یې ورکوي. خلکو ته باید ووایو چې په هره بوجۍ کیمیاوي سرې، زراعتي تخم او هر لیتر تېل یا زراعتي درمل باندې لګېدلې ګمرکي تعرفه د هغه جنس په قیمت ور اضافه کېږي او هماغه بزګر دی چې دا مالیه یا تعرفه ورکوي او بیا د کال پای کې طالب په زوره عشر هم ورڅخه اخلي.