له نن څخه ۴۶ کاله وړاندې پدې ورځ (د مرغومي شپږمه) پر افغانستان دپخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو یرغل وکړ، برحاله حکومت یې ړنګ او پرځای یې د خپلې خوښې واکمنان مسلط کړل. موږ د افغانستان پر خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ملي ارزښتونو دا پېښه لکهد هر بل پردي مستقیم او نیابتي یرغل په څیر په کلکه غندو. دا یرغل له سیاسي، بشري او اقتصادي پلوه زموږ هېواد او خلکو ته دومرهویجاړونکی و چې نږدې نیمې پیړۍ وروسته لا هم افغان ولس د هغې لهجانبي پایلو او ناورین څخه ځان ندی خلاص کړی. دلته یو مهم ټکی باید تل زموږ په یاد وي چې د شوروي ښکېلاک تر یرغلوړاندې لا غربي ښکېلاک شوروي اتحاد سره د نړیوال جیوپولټیک رقابت پهموخه زموږ په هېواد کې افراطي جنګي ډلې رامنځته کړې وې، چې دشوروي د یرغل په پلمه یې لاپسې تجهیز او تمویل کړې. د غربي او شرقي ښکېلاک ددغه سیاستونو په پایله کې د افغانستان د دووپېړیو بیوروکراتیک نظام، ملکي او نظامي جوړښتونه په بشپړه توګه ونړولشول. سربېره پر دې د لوېدیځ په مستقیم مالي ملاتړ، زموږ د دودیز ملياسلامي فرهنګ د مسخه کولو او د افغان نوي نسل د افراطي کولو لپارهسیستماتیک کار وشو. ښوونیز نظام ته جنګي او افراطي نصاب ور دننهشو او څو نسلونه د افراطي ذهنیت په زهرو ککړ شول. هغه شاتګپاله ډلېچې نن ورسره مخ یو، د همدې نصاب او استخباراتي مدرسو مستقیممحصول دی. د نسلونو د تباه کولو په دې بهیر کې، دولتي، اقتصادي او فرهنګي بنسټونهله منځه ولاړل او پر ځای یې یو نادولتي ـ جهادي ایکوسیستم رامنځته شو؛داسې ایکوسیستم چې د لوېدیځ، پاکستان او سعودي عرب په همکارۍجوړ شو او تر نن پورې د نویو افراطي ډلو د زېږولو او زموږ د راتلونکونسلونو او ملي ارزښتونو د تباه کولو خطرناک ظرفیت لري. موږ باور لرو چې د شوروي او لوېدیځ په مداخلو کې افغاني نیابتي عناصراو ډلې ښکېلې وې، او لا هم فعالې دي. همدې واقعیت ته په کتو،«اکثریت»پر دې ټینګار کوي چې د هیواد د اوږدې کشالې حل یوازې دخپلواکو افغاني سیاسي سازمانونو ترمنځ د رښتیني دیالوګ، ملي انسجاماو متقابل تفاهم له لارې ممکن دی؛ داسې بهیر چې هیڅ ډول بهرنی تمویل،تجهیز او منځګړیتوب ونه لري. موږ هر ډول بهرنۍ نظامي او سیاسيمداخله ردوو او پر وړاندې یې ښکاره او قاطع دریځ نیسو. د یو ازاد او خپلواک افغانستان په لور…

یکشنبه, دسمبر 28, 2025

له ځوان نسل څخه د طالبانو ډار


Aug 21, 2023

د طالبانو واکمني په ډار چلېږي. د دوی له نظره، هر څومره چې خلک وډار شي هغومره يې حاکميت دوام کوي او بقا یې تضمینېږي. خو د خپلواکۍ د ورځې ځینو پېښو لکه، جلا جلا ښارونو کې له درې‌رنګه بیرغ سره واټونو ته د ځوانانو راوتل، په ننګرهار کې په ډله‌ییزه توګه د طالبانو ضد شعارونه او دې ته ورته نورې پېښې دا ښيي چې د ډارولو دغه فورمول که د دوی په لومړۍ دوره کې بريالی و، دا ځل کار نه ورکوي. اوس برعکس طالبان له خلکو او ولس څخه ويره لري او دا ډار ورځ تر بلې زياتيږي.

د ټولو ناخوالو سره سره زموږ اوسنی ملت او خصوصا ځوان قشر د اتيايمې او نوييمې ميلادي لسيزې په پرتله خورا زيات بدل دی. دا نسل دې پوهې او درک ته رسېدلی چې ملي ارزښتونه او سيمبولونه يې له ګواښ سره مخ دي او بايد د دغه ګواښ پر وړاندې د هرې ممکنې وسیلې پر مټ په هر ممکن فرصت کې  ودريږي او غږ پورته کړي

موږ د انګريزي استعمار څخه د هېواد د ملي خپلواکۍ د کلیزې په ورځ وليدل چې افغانانو په هېواد کې دننه او بهر د ملي دولت او حکومتي منابعو په نشتوالي کې په خپل نوښت او ملي انګيزې سره دا ورځ په بي ساري ډول ونمانځله. د طالبانو د ګوتو په شمېر رسنۍ یوازې د دغو نمانځنو په غندلو بوختې وې او خپله یې کوم ابتکار نه درلود. افغانانو په دې توګه په مستقيم اوغيرمستقيم شکل واکمنې يرغلګرې ډلې څخه خپله کرکه او نارضايتي څرګنده کړه.

موږ په تېرو څو ورځو کې وليدل چې د طالبانو د کابل ادارې او د طالبانو د کندهار ادارې ملايان له دغه باشعوره او لوستي نسل څخه څومره په ويره کې دي. حتا دغه ويره يې پټه نشوای کړای او عملاً يې د ځوانانو د غږونو بندولو لپاره په ټول افغانستان، خصوصا ننګرهار کې، له درنو وسلو سره ګزمې او مانورونه اجرا کړل. خو بيا هم زموږ دغه اګاه او زړور نسل د خپلواکۍ ملي ورځ د ملي بيرغونو په پورته کولو سره په جرئت ونمانځله.

ځوان نسل په خپل مدني مزاحمت سره وښودله چې د طالبانو بدیل نه مجاهدین او نه غربي استخباراتي کړۍ دي، بلکې دا بدیل دوی خپله دي. دوی څرګنده کړه چې په دې مړو ایرو کې لا هم سکروټې شته چې بلاخره به بیرته په لمبو اوړي او د طالبانو افراطي نظام به پکې لولپه کړي. هېره دې نه وي چې دا د ګوتو په شمېر مدني مزاحمتونه یوازې د دغو ځوانانو استازولي نه بلکې د ټولنې د اکثریت استازولي کوي چې له طالبانو کرکه لري.

موږ په دې باور یو چې په دیموکراسۍ باور لرونکي هر سپېڅلي افغان نشنلیست یوازینی رسالت همدا دی چې د هېواد او نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د دغو ځوانانو فکري انسجام ته کار ووایي او نړۍ ته وښیي چې د طالبانو بدیل څوک دي.

«اکثريت» فکري ټولګه په دې نظر ده چې له دغو خوځښتونو سره په ولس کې له طالبي استبداده وېره په تدریجي ډول ختمېږي. او کله هم چې دا وېره په پوره ډول ختمه شوه، په هماغه ورځ به د اوسنيو استخباراتي ملايانو د استبداد ماڼۍ تر هغه زياتې په چټکۍ ړنګې شي چې فکر يې کېږي.

نن دی که سبا دی دا وطن د مظلوم اکثريت دی او اکثريت ولس او ځوان نوی فکر لرونکی نسل دی. دوی سوله، کار، ازادي او د نړۍ د بل هر ولس سره سیالي غواړي.