Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

یکشنبه, اپریل 6, 2025

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو نوې تګلار او که د طالبانو د عادي سازۍ یوه بله هڅه؟

Jan 3,2024

 د طالب رژیم سره د تعامل تر نامه لاندې د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا نوی پریکړه لیک منظور کړی دی او تمه یې څرګنده کړې ده چې لدې سره به افغانستان نړیوالې ټولنې ته د یوه مسوول غړي په توګه ور ګډ شي. ورسره به د یوه پراخ بنسټه حکومت جوړیدو او د ښځو کار او تعلیم ته لار پرانیزي. د پام وړ خبره دا ده چې ملګري ملتونه وایي دغه نوې تګلار یې د خپل ځانګړي استازي فریدون سینیراوغلو پر مټ د پخوانیو جهادي ټوپکوالو، د جمهوریت د وخت مدني فعالانو او طالبانو سره د میاشتو میاشتو سلا مشورو پر بنسټ جوړه کړې ده.

په دغې طرحه کې مطرح شوې تګلار ته که په ځیر وکتل شي، دلته څو خبرې د پام وړ دي. لومړۍ دا چې پدې طرحه کې د افغانستان د اکثریت بېوزله ولس او د ټولنې د پراخو اقشارو نظر ندی شامل. له کومو ډلو سره چې مشوره شوې ده، د افغانستان د اوسنۍ بدې ورځې اصلي عاملین دي. دا طرحه هم لکه د طالبانو رژیم په افغانانو کې مقبولیت، مشروعیت او اعتبار نلري. بلکې د اوسني وضعیت د دوام لپاره یوه بله هڅه ده او‌ په لړ کې یې د افغانانو پر بدې ورځې سترګې پټې شوې دي.

دویم، دغې طرحې ته د امنیت شورا دوو دایمي غړو چین او روسیې ممتنع رایه کارولې او په یوه ډول یې ورسره مخالفت کړی. په بله مانا د لویو زبرځواکونو تر منځ هم د افغانستان د راتلونکي په اړوند ګډ نظر لا نشته او داسې‌ ښکاري چې داسې طرحې به لا ډېرو کشالو ته لار پرانیزي.

درېیم، د افغانستان او نړیوالو منازعاتو په حل کې د ملګرو ملتونو تاریخي ناکامیو ته په کتو، دغه سازمان د دې وړتیا نلري چې د هېوادونو کورني یا بهرني مشکلات حل کړي. بلکې دغه مشکلات یې لا پسې زیات کړي دي. ښې بېلګې یې په لاتینه امریکا، افریقا، روانډا او د فلسطین په شخړو کې د دغه سازمان ناکامۍ دي. 

څلورم، د افغانانو په حافظه کې لا هم د ملګرو ملتونو د هغو، په اصطلاح، با صلاحیته استازو نومونه ثبت دي چې د سولې او ثبات پر ځای یې افغانستان په بېلابېلو تاریخي دورو کې لا ډېرو شخړو ته ورټېل واهه، لکه بنین سیوان، محمود میستري،  اخضر الابراهیمي او نور.

دغو او بي شمېره نورو دلایلو ته په کتو د نړۍ ولسونو ته دا جوته شوې ده چې دا سازمان د لویو او خاصو قدرتونو د سیاستونو د پلې کولو په موخه د یوه ټیکه دار نقش لوبوي. د تېر اسلامي جمهوري نظام تر سقوط وړاندې د دغه سازمان د استازو ویناوې او اعلامیې د ټولو افغانانو په یاد دي چې ویل به یې موږ په افغانستان کې یوازې د یو ډېموکراټیک نظام پلوي کوو او هیڅکله به طالبانو ته اجازه ورنکړو چې بیا پر افغانستان مسلط شي. تجربې وښوده، چې کیسه برعکس وه.

د «اکثریت» له نظره، ملګري ملتونه د دې صلاحیت نلري چې افغانستان نړیواله ټولنه کې مدغم او په رسمیت پیژندو ته یې لار اواره کړي. دا سازمان دا واک هم نلري چې د هڅو په نتیجه کې یې په اصطلاح پراخ بنسټه حکومت جوړ شي. د دې طرحې اصلي هدف دا دی چې غربي هېوادونه، په سر کې یې امریکا، غواړي د طالبانو د نورمالولو پروسه، چې دا مهال یې خپله مدیریت کوي، ملګرو ملتونو ته وسپاري. تر څو په دې توګه په کور دننه او نړۍ کې ځان لدې شرمه خلاص کړي چې په افغانستان مسلط اوسنی حالت د دوی د سیاستونو نتیجه ده. بلکې لا هم د خپلو راتلونکو موخو لپاره دلته د طالبانو په څېره کې یوه بله پروژه پیل کړي.

په ټولیز ډول دغه پریکړه لیک د طالبانو په ګټه دی تر څو ځیني محدود شیان پرې ومني او بیا یې له دوام سره مرسته وکړي، دا طرحه په اصل کې د طالبانو د نورمالوو د اوږدې پروسې دوام دی.

«اکثریت» افغانان او ملي سیاسي جریانونه پدې باور دي چې په افغانستان کې یوازې هغه سیاستونه بریالي کېدای شي چې د افغانستان د خپلواکو، ملي سیاسی فکري جریانونو په ابتکار پر مخ ځي. یوازې دغسې یو ملي سیاست او د هغې په پایله کې رامنځته شوې طرحه کړای شي د افغانانو توره ورځ په روڼ سهار واړوي. د بهرنیو او د هغوی د ګوډاګیو طرحې چې د بندو دروازو تر شا جوړېږي، د هېڅ افغان ستونزو ته ځواب نشي ویلای بلکې، موږ یې وینو چې د دې ستونزو د دوام سره لا مرسته کوي.