له نن څخه ۴۶ کاله وړاندې پدې ورځ (د مرغومي شپږمه) پر افغانستان دپخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو یرغل وکړ، برحاله حکومت یې ړنګ او پرځای یې د خپلې خوښې واکمنان مسلط کړل. موږ د افغانستان پر خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ملي ارزښتونو دا پېښه لکهد هر بل پردي مستقیم او نیابتي یرغل په څیر په کلکه غندو. دا یرغل له سیاسي، بشري او اقتصادي پلوه زموږ هېواد او خلکو ته دومرهویجاړونکی و چې نږدې نیمې پیړۍ وروسته لا هم افغان ولس د هغې لهجانبي پایلو او ناورین څخه ځان ندی خلاص کړی. دلته یو مهم ټکی باید تل زموږ په یاد وي چې د شوروي ښکېلاک تر یرغلوړاندې لا غربي ښکېلاک شوروي اتحاد سره د نړیوال جیوپولټیک رقابت پهموخه زموږ په هېواد کې افراطي جنګي ډلې رامنځته کړې وې، چې دشوروي د یرغل په پلمه یې لاپسې تجهیز او تمویل کړې. د غربي او شرقي ښکېلاک ددغه سیاستونو په پایله کې د افغانستان د دووپېړیو بیوروکراتیک نظام، ملکي او نظامي جوړښتونه په بشپړه توګه ونړولشول. سربېره پر دې د لوېدیځ په مستقیم مالي ملاتړ، زموږ د دودیز ملياسلامي فرهنګ د مسخه کولو او د افغان نوي نسل د افراطي کولو لپارهسیستماتیک کار وشو. ښوونیز نظام ته جنګي او افراطي نصاب ور دننهشو او څو نسلونه د افراطي ذهنیت په زهرو ککړ شول. هغه شاتګپاله ډلېچې نن ورسره مخ یو، د همدې نصاب او استخباراتي مدرسو مستقیممحصول دی. د نسلونو د تباه کولو په دې بهیر کې، دولتي، اقتصادي او فرهنګي بنسټونهله منځه ولاړل او پر ځای یې یو نادولتي ـ جهادي ایکوسیستم رامنځته شو؛داسې ایکوسیستم چې د لوېدیځ، پاکستان او سعودي عرب په همکارۍجوړ شو او تر نن پورې د نویو افراطي ډلو د زېږولو او زموږ د راتلونکونسلونو او ملي ارزښتونو د تباه کولو خطرناک ظرفیت لري. موږ باور لرو چې د شوروي او لوېدیځ په مداخلو کې افغاني نیابتي عناصراو ډلې ښکېلې وې، او لا هم فعالې دي. همدې واقعیت ته په کتو،«اکثریت»پر دې ټینګار کوي چې د هیواد د اوږدې کشالې حل یوازې دخپلواکو افغاني سیاسي سازمانونو ترمنځ د رښتیني دیالوګ، ملي انسجاماو متقابل تفاهم له لارې ممکن دی؛ داسې بهیر چې هیڅ ډول بهرنی تمویل،تجهیز او منځګړیتوب ونه لري. موږ هر ډول بهرنۍ نظامي او سیاسيمداخله ردوو او پر وړاندې یې ښکاره او قاطع دریځ نیسو. د یو ازاد او خپلواک افغانستان په لور…

چهارشنبه, جنوري 7, 2026

له پاکستان څخه د افغان مهاجرو په زوره راشړل

Oct 4, 2023

سره له دې چې پاکستان خپله د نړۍ والو ترهګرو ډلو لپاره امن پټنځای دی او په ځانګړې توګه په سیمه او افغانستان کې جنګېدونکو ټولو ترهګرو ډلو ته یې پناه ورکړې وه، اوس غواړي افغانان نړۍ ته د تروريزم د قربانیانو پځای تروريستان معرفي کړي

د پاکستان حکومت د ملګروملتونو د يو غړي هېواد په توګه د دغه سازمان د ټولو منل شويو نړيوالو کنوانسیونونو، نړيوالو قوانينو او د بشري حقونو د ټولو نورمونو خلاف پريکړه کړې ده چې ټول بي اسنادو افغان مهاجر، په زوره د طالبانو تر تسلط لاندې افغانستان ته را ولېږي.

د پاکستان حکومت دغه پريکړه نه يوازې د انساني ارزښتونو خلاف او د غندلو وړ ده بلکې د دغه هېواد او د دوی د لاسپوڅو جهادي تنظیمونو او طالبانو د هغه دوکتورينو يا روايت خلاف عمل هم دی، چې دا څلويښت کاله يې افغانانو ته د اسلامي اخوت او واحد بي سرحده امت په توګه پر افغانانو د تپلو کوښښ کاوه‌.

د پاکستان حکومت د لومړي ځل لپاره وروسته له هغې دا ګام اخلي چې د دوی نيابتي ډله په کابل واکمنه ده او فکر کوي نور يې افغان ګډوالو ته پخوانۍ ستراتيژيکه اړتيا کمه شوې ده.

په اوس وخت کې د افغان ګډوالو موضوع له را پورته کولو څخه د پاکستان موخه، نه يوازې د خپلو داخلي مشکلاتو څخه د خپلو معترضو خلکو توجه په بله اړول دي؛ بلکې د دې تر څنګ غواړي تېرو دوو کالو کې د پاکستان تر کنټرول لاندې سېمو کې د ټولو ترهګريزو پيښو پړه پر افغانانو واچوي.

پاکستان هڅه کوي افغانان د تروريزم د قربانیانو پځای تروريستان معرفي کړي. البته په کابل او کندهار کې د طالبانو ادارې په غير مستقيم ډول د شريعت په نامه د سختو قوانينو په وضع کولو پاکستان سره د دغه هدف په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.

طالبان او د هغوی کورنۍ اکثره د پاکستان د تابعیت يا هم د مهاجرت اسناد لري، کورنۍ يې پاکستان کې ارامه ژوند او خپله کابل کې دندې لري، د پاکستان د دغه نوې پريکړې قربانيان د طالبانو له واکمنۍ څخه تښتيدلي افغانان دي چې اسناد نلري، د پاکستان دا پريکړه په يو ډول د طالبانو له ثبات سره مرسته ګڼل کېدای شي.

نن د پاکستان دغه منافقانه څيره ټولو ته رسوا کېږي چې څنګه يې شل کاله د اسامه بن لادن په شمول د طالبانو د کوټې او پيښور شوراګانو ته د پاکستان تر کنترول لاندې خاوره کې پناه وکړې وه، خو نن يو غريب بي اسنادو افغان مهاجر نشي زغملی ښځې، ماشومان او بوډاګان يې په محبسونو کې اچولي.

«اکثريت» د پاکستان د دغه نا انساني اقدام د غندلو تر څنګ د پښتونخوا د ولس، مدني ټولنې او هغه بنسټونو او سياسي تنظيمونو څخه مننه کوي چې پدې سختو شرائطو کې يې د پاکستان د جابر او ظالم رژيم خلاف غږ پورته کړی او د مظلومو افغان کډوالو تر څنګ دريدلي دي