له بده مرغه د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د پرونۍ زلزلې له امله رامنځته شوی ورانی ویجاړی او د انساني تلفاتو شمېر په ځانګړي ډول کونړ ولایت کې شېبه په شېبه په ډېریدو دی. په رسنیو کې د قربانیانو او د ویجاړو شویو خټينو کورونو خپاره شوي انځورونه او د مرستې لپاره لدغې پېښې د ژوندي پاتې بېوزلو کورنیو معصومانه غږونه او تش لاسي، د هر با درده افغان زړه ریږدوي.
د ځايي خلکو په وینا دا چې ډېر خلک د غرونو په باریکو درو او داسې لوړو سېمو کې اوسېږي، چې لاسرسی ورته سخت دی، نو ددې ناورین د پراخوالي سم اټکل نشي کېدای.
په ورته وخت کې د دغه طبيعي ناورین پر وړاندې د ولسونو او په مجموع کې د افغانانو غبرګون د وطنپرستۍ، وطندارۍ او همدردۍ له احساس ډک و. ولسي مشرانو او ځوانانو د هر کله په څير پدې بده ورځ د کونړیانو مرستې ته ور دانګلي او لا هم لګیا دي مرستې راټولوي او په یووالي سره یې د داوطلبانه کار او زحمت یو ښه مثال وړاندې کړ.
موږ پدغه بده ورځ د هر هغه ګام او مرستې چې د قربانیانو د کورنیو غمجن زړونه ټکورولی شي، هرکلی کوو. د پېښې قربانیانو ته د الله تعالی په دربار کې د فردوس جنت او ټپیانو ته د روغتیا هیله لرو او د قربانیانو کورنیو او په مجموع کې ټول افغان ولس ته ددغه لوی مصیبت او ماتم تسلیت وړاندې کوو.
افغانستان په داسې جغرافیا کې موقعیت لري چې د نړۍ د اقلیمي بدلونو او له لویدیځ هرات څخه تر ختیځ کونړ او شمال کې تر بدخشان پورې د زلزلو په څير د ډېرو طبیعي افاتو سره مخ دی.
د «اکثریت» له نظره د داسې لویو پېښو پر مهال د عام ولس لخوا په تش لاس قربانیانو سره مرسته د ستایلو ده، خو د داسې پېښو پر وړاندې منسجم، یو موټی او قاطع مبارزه یوازې مشروع دولت او د پېښو پر وړاندې د مبارزې اړونده مشروع او شفافې ادارې کولای شي چې له بده مرغه افغانستان ور څخه محروم دی.