د طالبانو مذهبي او سیاسي برنامې د ټولنې د ښځو له ټولیز حذف، او د عصري علمي، تحصیلي او مدني ارزښتونو له جبري شاتګ سره تړاو لري. دا برنامې که څه هم ځینې وخت ښکاره او ځینې وخت له رسنیو او خلکو پټې ترسره کېږي، خو ټولې یې د یو سیستماتیک پلان برخه ده. طالبان یو ـ یو سکتور په نښه کوي او هلته له ښځو د هر ډول علمي، اداري او سمبولیک حضور د حذفولو تر څنګ، هغه ټول مطالب هم له منځه وړي چې د دوی د په اصطلاح مشرتابه دفتر د مفتيانو له نظره د شریعت خلاف بلل کېږي.
د دې حالت یوه څرګنده بېلګه، د پوهنتونونو د درسي نصاب بیاکتنه ده. څه موده وړاندې، د طالبانو د مشر هیبتالله او د طالبانو د لوړو زدهکړو د وزیر ندا محمد ندیم له خوا ګمارل شوي یو شمېر “شېخان” کابل پوهنتون او د کابل د طبي علومو پوهنتون ته واستول شول او د کابل پوهنتون د نجونو لیلیه کې ځای پر ځای شول. دوی ټولو پوهنځیو ته امر وکړ چې خپل درسي کتابونه، چپترونه او منابع دوی ته وسپاري.
د بیاکتنې بهیر پيل شو. د هر پوهنځي رئیس به پخپل نوبت د خپل اړوند پوهنځي علمي مواد، د کراچۍ په بوجیو کې بار، د دغو شېخانو مخې ته ږده. دا شېخان، چې ټول د کچلاغ، اکوړې او ورته پاکستانیو مدرسو فارغان دي، د داسې پوهنتونونو تحصیلي نصاب بیا ارزونه کاوه چې له پاکستانه ۱۶ کاله مخکې تاسیس شوي وو.
د کابل پوهنتون او د طب پوهنتون د استادانو، محصلینو او اداري کارکوونکو له خولې، دغو شېخانو داسې فیصلې وکړې چې د اورېدو سره یې هغه لږ پاتې امید هم له منځه لاړ. یو څو موارد یې دلته یادوو:
۱- ټولو پوهنځیو ته امر وشو چې هغه کتابونه له نصابه وباسي چې لیکوال یې ښځینه دي، پرته له دې چې د محتوا ارزونه وشي.
۲- هېڅ کتاب کې د ښځینه لیکوالو د نظریو ذکر او یا ریفرنس ورکول جواز نه لري.
۳- د طب پوهنځي کتابونو کې د انسان د اسکلیټ، بدن یا مخ ټول عکسونه په سره رنګ نښه شوي وو، او د شریعت خلاف ګڼل شوي، نو حذف یې لازمي و.
۴- د وترنري پوهنځي له کتابونو د حیواناتو عکسونه هم د “ذیروح موجوداتو” له امله حذف شول.
۵- د ساینس په کتابونو کې د شمسي نظام په تړاو بحثونه له منځه یووړل شول.
۶- د اقتصاد له کتابونو د اقتصادي تیوریو او نظامونو تدریس بند شو.
۷- د حقوقو په کتابونو کې هغه برخې چې په عصري وضعي قوانینو یا نړیوالو معاهداتو بحث کوي، حذف شوې.
۸- د شرعیاتو پوهنځي کتابونو کې د معاصرو دیني عالمانو نظریات له نصابه وایستل شول.
۹- د ادبیاتو کتابونو کې حتی د ګرامر د مثالونو برخه هم بدله شوه؛ چیرې چې “زرمینه راغله” به مثال و، اوس دا تبدیل شوی: “غوا راغله”، ترڅنګ یې لیکل شوي چې د ښځو نومونه دې له مثالونو حذف شي، د حیواناتو نومونه دې وکارول شي.
دغه ډول تصفیوي اقدامونه، نه یوازې د ښځو د سیستماتیک حذف ښکارندويي کوي، بلکې د ټول علم، منطق، او بشري تجربې له منځه وړل هدف لري.
تاریخي شالید، د افراطي نصاب تیرو تجربو ته کتنه
د طالبانو اوسني نصابپاکونکي اقدامات، د افغانستان د معاصر تاریخ یوې بلې تورې دورې ته ورته دي. د ۱۹۸۰مو کلونو پر مهال، کله چې د امریکا، پاکستان او سعودي عربستان په مالي او ستراتیژیک ملاتړ د افغان جهاد ملاتړ کېده، د نبراسکا پوهنتون په مالي او تخنیکي مرسته یو افراطي نصاب جوړ شو. دا نصاب، چې د افغان کډوالو ماشومانو ته به په ښوونځیو کې تدریس کېده، د جهاد، تاوتریخوالي، او د انسان وژنې مفاهیم یې د ریاضي، ژبې او نورو مضامینو له لارې ماشومانو ته ورزده کول. مثلا یو تمرین دا و چې: “که یو مجاهد درې کافر وژني او بیا درې نور، ټول څو کافران وژلي؟”
د «اکثریت» له نظره دغسې نصابونه د تاوتریخوالي له عادي کېدو، د علمي فکر له ختمېدو، او د نسلونو د ذهنونو له زهرجنو کېدو پرته بل څه نه زېږوي. هماغه نسلونه چې هغه مهال د جهاد له پاره د “جهادي نصاب” له لارې روزل کېدل، نن د علم، قانون او بشري ارزښتونو پر ضد د طالبانو د نصابپاکوونکي لړۍ مخکښان دي.
په ورته توګه، د افغانستان په تاریخ کې د درسي نصاب د تحریف یوه بله بېلګه د امیر حبیبالله کلکاني د لنډمهاله واکمنۍ پر مهال هم لیدل شوې. کلکاني، چې د ۱۳۰۷ هـ.ل کال په لومړیو کې د قدرت واک تر لاسه کړ، د معارف د تنظیم لپاره یو فرمان صادر کړ چې په اساس یې “هغه مضامین چې د فقهې، شریعت، او اسلامي اخلاقو نه وي، باید تدریس نه شي.” په یو بل فرمان کې یې لیکلي وو: “تعلیم باید د قرآن او حدیثو پر بنسټ وي؛ انګرېزي، ریاضي او ساینس د شیطاني علومو برخه ده.” دا محدودوونکي او افراطي مذهبيمحور اقدامات، سره له دې چې د هغه دورې اوږده نه وه، خو د معارف بنسټونو ته یې ژوره ضربه ورکړه او د درسي نصاب د سیاسي او عقیدوي هدفونو لپاره د کارولو پيل یې وکړ.
«اکثریت» پدی باور دی چې طالبان نه یوازې په ظاهري ډول ښوونیز نصاب کې تغییر راوړي بلکې په حقیقت کې د ټول ملت، په ځانګړي ډول د ښځو، له تعلیمه محرومولو یو سیسټماتیک پلان پر مخ وړي. دا یو فکري نسلکشي ده. که دا جریان همداسې دوام وکړي، افغانستان به له علم، فرهنګ، مدنیت او انساني ارزښتونو نه لیرې پاتې شي.
«اکثریت» دې ته ژمن دی چې د افغان وطن او ولس د هر مخالف او دښمن د هویت روښانه کولو ته به کار وایي او د هغوی په وړاندې به د واضح دریځ په نیولو له ټولو با احساسه فعاله وطنپاله افغانان غواړی چې د فردي فعالیتونو په ځای پر منسجمې سازماني مبارزې تمرکز وکړي او پر ولس د حاکمې استبدادي ډلې له اصلي ماهیت او پردیو حامیانو په اړه د پوهاوي په زیاتولو کې خپل ملي رسالت ترسره کړي.
«اکثریت» سیاسي فکري ټولګه ده چې د ملي او ډموکراټیکو افکارو لرونکي ملتپال افغانان یې پر مخ وړي او د همدې ټولګې ګډ فکر منعکسوي.