دوشنبه, دسمبر 23, 2024

شپيته کاله پخوا پدې ورځ پخواني شوروي اتحاد د يوري ګاګارين په نوم لومړنی ستورمزلی انسان فضا ته ولېږه چې لدې سره یې په فضايي پلټونو کې د ساینسي انقلاب بنسټ کېښود.
‏افغانستان هغه مهال د نړيوالې ټولنې يو با عزته غړی و او له دغو ساينسي پرمختګونو څخه يې په هېواد کې دننه او بهر ملاتړ کاوه. که څه هم د نړۍ له علمي پرمختګونو څخه افغانستان وروسته و، خو د یو خپلواک نظام او په نړۍ کې د یو خپلواک حیثیت په لرلو سره یې هڅه کوله له دغو پرمختګونو سره همغاړی اوسي.
‏ د همدغو هلو ځلو په نتیجه کې بالاخره په ۱۹۸۸ زېږدیز کال کې افغانستان د شوروي اتحاد په همکارۍ لومړنی افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند د مير فضايي مرکز ته ولېږه چې له فضا څخه د کانونو، اوبو، زلزلې پېژندنې او ځمکپوهنې برخه کې د څېړنو په موخه د افغانستان خاوره عکاسي کړي. دغه پرمختګ په ټول هېواد کې افغانانو په ډېرو ولولو ونمانځه.
‏هغه مهال د افغانستان ولسمسر شهید ډاکټر نجیب الله له کابله په فضا کې عبدالاحد مومند سره خبرې وکړې.
‏ “ملګری عبدالاحد هر افغان ته دا خیال را پيدا کېږي چې کاشکې له کیهان څخه موږ خپل هېواد لیدلای وای، البته دا به ډېره ښکلې منظره وي، حتما به د افغانستان د هندوکش د لوړې څوکې چې په واورو ډکې دي، شنو ورشوګانو او شنو درو او پراخه دښتو په درلودلو سره له هرځایه ښایسته ښکاري.”
‏عبدالاحد مومند ولسمشر نجیب الله ته په ځواب کې وايي:
‏”ډېر محترم ملګری نجیب الله زه عبدالاحد لکه څنګه مې چې مخکې له پروازه ژمنه کړې وه اوس هم ژمنه کوم چې دا د شمشاد پروګرام به په ډېر ښه شکل سرته ورسوم او اماده یم که نور کوم پروګرامونه وي او ماته د راډیو ګرام په وسیله راکړل شي هغه به هم سرته ورسوم.”
‏«شمشاد پروګرام» هغه مهال یوه داسې پروژه وه چې له مخې به یې په افغانستان کې داسې یو څیړنیز مرکز جوړېږي چې هغه به بیا د میر له فضايي مرکز سره په اړیکه کې وي. ټاکل شوې چې وه دغه مرکز به په څیړنیزو مسایلو، لکه هوا پیژندنه، د راډيو تلویزیون د خپرونو په خپرولو او تلیفوني خدماتو برخه کې ګټور تمام شي او دا هر څه به د میر مرکز په همکارۍ کوي. هغه مهال د شمشاد پروګرام لپاره لومړنی انتن هم د کابل د راډیو تلویزیون په انګړ کې نصب شوی و.
‏له بده مرغه د نړيوالو زبرځواکونو لخوا پر افغانستان د جهاد په نوم د کورنيو جګړو او استخباراتي ډلو له تپلو وروسته د پرمختګ دغه بهير پرې شو او زموږ خاوره د شاتګپاله افراطي ځواکونو په مرکز بدله شوه او هغه نړیوال حیثیت یې په ځمکه را ولوېد.
‏ له بده مرغه دا ځل پر هېواد د دغو شاتګپالو ډلو یوه پرمختللې بڼه حاکمه ده چې له علم او ټکنالوژۍ سره نه یوازې خپله دښمني نه پټوي بلکې په خپل دغه حماقت ویاړي.
‏خو فضا ته د لومړني افغان ستورمزلي په توګه د عبدالاحد مومند سفر به زموږ د نویو نسلونو وطنپرستو ساینسپوهانو لپاره تل له الهام او درسه ډک وي. هغوی ته به دا ورښيي چې یو جلا، له افراطیت، جهادیزم او ترهګرۍ نه پاک افغانستان هم امکان لري او باید د هغې خوب د رښتیا کولو لپاره کار وشي.

‏اکثریت سیاسي فکري ټولګه ده چې د ملي او ډموکراټیکو افکارو لرونکي ملتپال افغانان یې پر مخ وړي او د همدې ټولګې ګډ فکر منعکسوي.