کمکی اختر له لږشمېر هغو دیني او کلتوري خوښیو څخه دی چې افغانان یې لا نمانځلی شي او د واکمنو لخوا یې تر اوسه پر نمانځلو، د نورو کلتوري او ملي خوښیو په څېر، بندیز ندی لګول شوی. په دې اختر کې یوه لویه برخه افغانان د نړۍ د نورو مسلمانانو په څېر له یوې میاشت ریاضت او عبادت څخه وروسته روژه ماتوي او خوښي څرګندوي.
خو له بده مرغه د بېوزلۍ، حاکم طالبي استبداد او اختناق له امله دغه مبارکه میاشت په اکثریت افغانانو بې خونده او پيکه تېره شوه او هغه خوشالي چې تمه یې کېږي پدې اختر کې نشي کولای. هره ورځ پر افغانانو د بېوزلۍ او استبداد کړۍ تنګېږي او په زرګونو ځوانان د یوه روښانه راتلونکي په لټه کې له هېواده لالهانده پښې باسي. په ورته حال کې بېشمېره کورنۍ مو دا کمکی اختر د خپلو هغو عزیزانو په نشتوالي کې نمانځي چې تېرو استخباراتي جګړو ور څخه اخېستي دي. هغو یتیمانو او کونډو لپاره چې د کورنۍ سرپرست نلري، اختر له یوې عادي ورځې سره توپیر نلري. د روغتیا، اقتصاد، تعلیم او کار بنسټونه د نړېدو په حال کې دي او یو تیاره راتلونکی زموږ د نوي نسل لپاره په تمه دی.
د «اکثریت» افغانانو لپاره د تعجب وړ نه ده چې د دې مبارکې ورځې په مناسبت د ملا هیبت الله له منافقت څخه ډک پيغام خپریږي او بیا هغه رسنۍ مثبت انعکاس ورکوي چې د امریکا د حکومت او بنسټونو له خوا تمویلېږي. د طالبانو غایب مشر ملا هیبت الله په دې پیغام کې، چې هغه ته منسوبېږي، خلکو سره د ښه چلند خبرې کوي؛ خو واقعیت دا دی چې د دغې ډلې فکري کرښه په خلکو کې د زیات نه زیاتې ویرې او ترهې خپرول دي. دوی په ښکاره وايي چې سیاسي خبرې او د طالبانو د مشرتابه د فکر خلاف خبره نشي زغملی او دوی په عمل کې ثابته کړې ده چې د خبرې او ډيالوګ خلک نه دي. دوی افغانانو یرغمل کړي دي او د هر راز انساني ارزښتونو یې بې برخې کړي دي.
د غربي او امریکايي رسنیو له خوا د ملا هیبت الله د وینا مثبت انعکاس موږ ته یو ځل بیا رایادوي چې باید د دغو رسنیو په اړه محتاط اوسو.
«اکثریت» خلک غواړي داسې اخترونه ولري چې په هغې کې ملي حاکمیت له ولس سره وي، ازادي وي، خوشالي او پرمختګ وي او خلک خپل کلتوري او مذهبي دودونه له ویرې پرته وپاللی شي او اختر یوازې د نارینه وو لپاره نه د ښځو لپاره هم وي.
دغه ارمان ته د رسېدو لپاره اړینه ده چې خپلواک او ملي افغانان خپل ټول ځواک سره یو ځای کړي او د طالبي استبداد پر وړاندې فکري او عملي بدیل رامنځته کړي. داسې بدیل چې واک او بنسټ یې د عامو افغانانو سره وي او د یوه روښانه، ازاد او په ځان بسیا افغانستان لپاره لار هواره کړي. ورسره تر څنګ زموږ په کورنیو چارو کې د هر راز بهرني ملاتړ او لاسوهنې ته نه ووایو. موږ په دې باور یو چې له اوسني حالت څخه د وتو یوازې همدا لار ده چې له خپلمنځي خبرو اترو څخه پیلېږي او د مستقلو ادرسونو پر مټ رامنخته کېدای شي.
اکثریت سیاسي فکري ټولګه ده چې د ملي او ډموکراټیکو افکارو لرونکي ملتپال افغانان یې پر مخ وړي او د همدې ټولګې ګډ فکر منعکسوي.