دوشنبه, دسمبر 23, 2024

د ستمیانو او مجاهدینو له وېرې د طالب غېږې ته وردانګل به څه پایلې ولري؟


Dec 13, 2023

د شل کلن جمهوریت له ړنګېدو او د طالبانو د استخباراتي رژیم له واک ته رسېدو سره سم ټول وطن نه یوازې له ټولنیزه پلوه، بلکې له سیاسي پلوه هم وپاشل شو. هسې خو وار د مخه په وطن کې هېڅ ډول ټاکلی سیاسي ادرس نه و او امریکا دې دېګ ته د سرپوښ دنده ترسره کوله. کله چې دا سرپوښ پورته شو، هېڅ هم پر خپل ځای پاتې نشول او د جمهوریت په نوم مصنوعي جوړښت وپاشل شو. د طالبانو واکمنۍ دا اړخ لا هم پسې رابرسېره کړ. د همدې سیاسي پاشلتیا له کبله د طالب مخالفې ډلې تر ننه ندي بریالۍ شوي چې په ټاکلي ادرس سره سلا شي. د طالبانو سیاسي اپوزیسون په زرو ډلو وېشلی دی او په دا منځ کې د عامو افغانانو لپاره هېڅ داسې اړخ نشته چې د حال ژباړه یې وکړي. د سیاسي طبقې همدا پاشلتیا او ناهیلي د دې سبب شوې ده چې  یو شمېر افغانان په هغو پخوانیو ډلو زړونه وتړي چې وار دمخه په څو څو ځله ازمویل شوې دي. د دې بېلګې دم ګړۍ په ټولو افغانو قومونو کې نن سبا د لیدو وړ دي. چېرې د ستمیانو ډلې بیا فعالې شوې دي، چېرې مجاهدین بیا اتلان ګڼل کېږي، چېرې پخوانیو فاسدینو ته د هیلو ځولۍ غوړول کېږي او چېرې بیا د طالب د واکمنۍ د دوام لپاره هڅې او کمپاین کېږي. په داسې وخت کې په کار ده چې د دې سیاسي پاشلتیا په پایله کې رامنځته شوې ټولې ډلې ټپلې وڅېړل شي او ولس ته ښکاره کړل شي چې څنګه هغه ډلې چې په وار وار ازمویل شوې دي د نوي افغانستان زېری نشي ورکولای بلکې په هره نامه د دوی ملاتړ کول افغانستان هماغو ګردابونو ته لا ورټېل وهي چې څلوېښت کاله پکې پروت دی او ځنې رنځېږي.

لومړی پیل به په پښتنو کې د طالبانو پر وړاندې د رامنځته شويو سیاسي دریځونو څخه وکړو. دا مهال پښتانه د طالبانو پر وړاندې د موقف نیولو له مخې په درې لویو ډلو وېشل شوي دي. یوه ډله په پاشلي ډول د طالبانو خلاف څرګند او زغرده موقف نیسي او دا رژیم د خپلو سیاسی لیدلورو پر بنسټ نقدوي. بله ډله چې په پښتنو او د افغانستان په ټولو قومونو کې اکثریت جوړوي، خاموشه دي او د اظهار ژبه ځنې اخیستل شوې. د کلونو سیاسي فرېبونو دوی په ټولو سیاسي ډلو بې باوره شوې دي. دوی له طالبانو هم یوازې دومره غواړي چې دوی ته ضرر ونرسوي؛ له طالبانو کومې سترې هیلې نلري. سیاسي استازي نلري او د ټولنې غریبکاره، بزګر، کارګر او په ټوک ډوډۍ پسې حیرانه پوړ دی. په دې لیکنه کې به زموږ د بحث منځټکی درېیمه ډله وي چې لوستي دي، ډېری یې پکې مخور دي، ژورنالیستان دي، ډاکټران دي او د بېلابېلو مسلکونو څخه دي. دوی په سیده او ناسیده ډول د طالبانو رژیم د یوې واهي احتمالي ویرې پخاطر توجیه، ملاتړ، یا ورته لابي کوي.

دغه ډله پښتانه د ستمیانو، مجاهدینو، ټوپکوالو او پخوانیو فاسدو ډلو د بیا واکمنۍ له وېرې غواړي داسې ښکاره کړي چې ګوندې پښتانه د طالب په څېره کې په بشپړ ډول واک ته رسېدلي دي او تر څنګ یې دا وېره څرګندوي چې «که د طالبانو رژیم ړنګ شي، نو افغانستان به یا تجزیه شي او یا به یې ځای پورته یادې شوې ډلې ونیسي. دوی وېره کې دي چې د طالبانو د کړنو غچ به، لکه د اویایمو کلونو او یا د ۲۰۰۱ څخه وروسته کلونو په څير، له عامو پښتنو څخه واخېستل شي». دغه ډار دوی اړ کړي چې د اوسني حالت د بدلولو پر ځای د هغې له دوام سره یا خاموشانه او یا په ښکاره مرسته وکړي. دوی طالب په یو ډول د ځان سپر وګرځوي. په دې مانا چې طالب ته هغه ځانګړنې ورکړي، چې هغه یې له سره نلري او د طالب له اصلیت څخه غواړي انکار وکړي.

دوی ډېر کله خپل دې دریځ ته په دې توګه مدني جامه اغوندي چې وایي موږ له طالبانو غوښتنې لرو. د ښځو کار او زدکړې باید بندې نه وي او که دا غوښتنې یې ومنل شي بیا طالب نورې هېڅ ستونزې نلري. دلته د دې پوښتنې مطرح کول په کار دي چې آیا رښتیا له طالبانو سره زموږ ستونزه یوازې د نجونو د ښوونځیو تر بریده ده او که موږ له هغوی سره ژور نړۍلید کې مخالفت لرو؟ له دوی دا پوښتل په کار دي چې هغه ښوونځي چې  په مدرسو واړول شي او هغه کارځایونه چې ښځې به پکې یوازې مېزونه پاکوي موږ ته د منلو وړ ده؟ له دوی باید وپوښتل شي چې هغه لکونه ځوانان چې طالبانو له تېغه تېر کړل د هغوی کورنۍ طالبانو ته بخښلی شي؟ که داسې وي، بیا مجاهدینو ته ولې د هغوی خیانتونه نه بخښئ؟ له دوی باید وپوښتل شي چې آیا طالبان د مجاهدینو ایډيولوژیک شاګردان نه دي او په اصل کې دوی د یوې استخباراتي ډلې تولید ندی؟ له دوی څخه باید وپوښتل شي چې آیا طالب په رښتیا د افغاني او پښتني پېژاند استازی دی او موږ رښتیا د طالب په څېره کې ځان وینو؟ دغو پوښتنو ته دوی ممکن په دې توګه ځواب ووایي چې پلانۍ پلانۍ ډلې هم داسې کړي ول خو زموږ لپاره دا ځواب ندی. زموږ لپاره دا له اصلي بحثه تېښته او په فرعي مسایلو د خلکو مصروف ساتل دي.

له تاریخي پلوه او د نوي افغانستان د بنسټ ایښودل کېدو نه راپدېخوا په افغانستان کې نظامونه تل له دوو لارو ړنګ شوي دي. نظامونه یا د کوم بهرني لوی زبرځواک د سیده  لاسوهنې په پایله کې پرځول شوی، لکه د لویې بریتانیې لخوا د شاه شجاع راوستل، د شوروي د یرغل په وسیله د حفیظ الله رژیم ړنګول، د امریکا لخوا د طالبانو د لومړي ځل واکمنۍ ړنګېدل. یا هم نظام په دې توګه ړنګ شوی چې د پښتنو یوې ډلې د بلې ډلې پر وړاندې د پاڅون، کودتا یا جګړې پر مټ واک ګټلی؛ دا د تاریخ دردوونکی تکرار تر ننه روان دی. دم ګړۍ موږ وینو چې د طالبانو سیاسي مخالفین د بهرنیو زبرځواکونو د ملاتړ د ترلاسه کولو په موخه له یوه دره بل در ته ورځي او د تاریخ دې تکرار ته بیا لار هواروي. دغه ډول سیاست، تل واک له یوه لاسه په کمه موده کې بل لاس ته ورکړی او د سیاسي ثبات د نه‌شتون له کبله د خلکو له منځ څخه سیاسي ولسي بدیل ته لار نده پیدا شوې تر څو د اوږدې سیاسي مبارزې په لړ کې ولسي ځوښتونه رامنځته شي او لومړی خپل تضادونه حل کړي او بیا واکمني ولس ته ورولېږدوي.

د همدې منطق له مخې موږ په دې نظر یو چې د تاریخ دا ډول دردوونکی تکرار باید ودرېږي. موږ د هر بهرني زبرځواک لخوا په هر نوم نه یوازې د تېرو نظامونو پر ړنګولو نیوکه لرو بلکې له دې لارې د اوسني نظام له ړنګېدو سره هم مخالف یو. موږ د پرګنو په زور او فشار د دې استبدادي رژیم د ړنګولو ننګه کوو. په دې لړ کې ځورېدلي او د پېړیو اسکېرل شوي پښتانه، چې هم د شمېر له کبله او هم د ځواک له کبله تل د سیاسي بدلونو په سر کې پاتې شوي دي، باید دا ځل د یوه انساني بدیل لپاره پرګنیزې، ملي او جامع مبارزې ته د نورو ورونو قومونو د اسکېرل شویو پرګنو سره ګډې مبارزې ته مټې راونغاړي. په دې لړ کې به ستره تاریخي ناکامي به دا وي چې موږ د ستمیانو، مجاهدینو، ټوپکوالو او پخوانیو فاسدو ډلو له وېرې د طالب د دوام سبب شو. د دغو ډلو د احتمالي حاکمیت څخه ستر ګواښ د طالبانو د واکمنۍ دوام دی. له دې دوام سره موږ د افعاني موډرن او تاریخي پېژاند څخه خلاصېږو او د مذهب له یوې داسې بڼې سره مخ یو چې د قبیلویت له خټې سره اخښل شوې، مطلقه نارینه وحشي واکمني ځنې جوړېږي. او بیا له تاریخي پلوه دا څرګنده ده چې طالب یوازې له دغو ډلو سره په ژبه کې توپیر لري خو په ایډیولوژۍ کې کټ مټ د همدوی له ډلې څخه دی او افغانستان لپاره د ښېرازۍ سبب نشي کېدای.

دا چې طالبان نن سبا د خلکو په نه قتل عامولو، د واټونو په جوړولو او بېلابېلو کمپایني کارونو کومه نرمي ښيي دا له دې وېرې ده چې واک یې نوی دی او پر کورنیو سربېره بهرني دښمنان هم ورپسې دي؛ په کومه ورځ یې چې واک مطلق شو او له دې دواړو ګواښونو مطمین شول، بیا به داسې تېغ په ټولو پسې راواخلي چې له یو مخې به د هر فکر خاوند له منځه وړل پیل کړي. دا تجربه په شلمې پېړۍ کې د ایران په ګډون ډېرو نورو ملکونو کې تجربه شوه. په ایران کې د توده ګوند چپیانو په اخوندانو یې باور وکړ، ځکه فکر یې کاوه چې اصلي دښمن شاه دی او ملایانو سره خپلې ستونزې حلولای شي لکه نن چې دغه درېیمه ډله پښتانه داسې انګېري. ورسره اخوندانو هم څه نا څه مارکسیستي شعارونه خپل کړل او د چپیانو او روښانفکره ایرانیو په ملاتړ یې واک وګاټه. کټ مټ لکه دا اوس چې کله کله طالبان ملي او نشنلیستي شعارونه ورکوي او یاده ډله پښتانه پرې تېروځي؛ اما کله چې ایراني اخوندان پر واک مطمین شول بیا یې همدا روڼ اندي او چپيان داسې جارو کړل چې ښځې و نر یې له یو مخې اعدام کړل. موږ چې خپل لنډ تاریخ ته هم کتنه وکړو، له امیر عبدالرحمان خان څخه راواخله د ظاهر شاه تر کورنیو ټولو د پښتنو همدې ډول ملاتړ باندې ځانته واک ګټلی او چې کله مطمین شوي بیا یې له ارګه شړلي. د طالبانو تر منځ دا لږ څه نرمښت د هېڅ کوم شعوري حرکت برخه نده بلکې ځانته غواړي په دې توګه نه یوازې ځانته ملاتړي وګټي، بلکې خپلې پښې هم ټینګې کړي. بل تاریخ دوی داسې چوکۍ ته راوستي چې په هغې چوکۍ هر څوک کېني مجبور دی د نشنلیزم پر وسلې ځان وساتي. ګنې واکمني یې لنډېږي. خو حقیقت دا دی چې نشنلیزم یا ملتپالنه د داسې ډلو لپاره یو غولوونکی شعار دی.

په افغانستان کې هغه ډله سیاسي خلک چې ځانونه د اقلیتونو استازي ګڼي، تل د واک پر ګدۍ ناستې ډله په مرګ رانیسي تر څو په تبه راضي شي. د دوی دعوه په شعار کې ډېره ستره وي لکه اوس چې ځیني يې د تجزیې او فدرالي سیستم چیغې وهي، اما په حقیقت کې یې غوښتنې ډېرې کوچنۍ، شخصي او یوازې د خپلو کورنیو تر بریده ورټولې وي چې موږ یې بېشمېره بېلګې په تېر جمهوریت کې وکتلې. دغو سیاسي څېرو یوازې د ځپلو کورنیو لپاره هر څه غوښتل او زموږ وطنوال یې په تشو ژمنو غولول. دوی پدې ښه پوهېږي چې واک نیولای نشي خو مزاحمت کولای شي. دم ګړۍ په ټولو مطبوعاتو کې د دغو ډلو روایت، چې د افغانستان کشالې ته قومي او مذهبي رنګ ورکوي، د دوی خپل روایت ندی، بلکې دا یو غربي او امریکايي روایت دی. غرب د دې روایت پر مټ په افغانستان کې خپل شکست توجیه کوي او دغه سیاسي ډلې چې د قومونو استازولي یې اغوا کړې دا روایت اګاهانه زمزمه کوي. همدغو زمزمو د درېیمې ډلې پښتانه ډار کړي او په پایله کې یې د طالبانو د واکمنۍ په ګټه غاړې ته ډولونه اچولي دي.

دا ښکاره ده چې موږ د ستمیانو او ټولو تجزیه طلبو سره جدي ستونزه لرو او پر ضد یې ټینګ درېږو، ځکه موږ ته د دې خاورې تجزیه د یوې بلې نه ختمېدونکې خونړۍ جګړې پیل ښکاري، نه حل. ستمیانو سره زموږ ستونزه دا هم ده چې دوی روښاندي ملي ګرا پښتانه او هیبت الله په یو کتار کې دروي. خو د دوی تر څنګه به موږ د پښتنو په توګه د څو پېړیو لغړزنو، لوچکو او بدنامو واکمنو سره خپل حساب هم کوو کنه؟ چې موږ یې څنګه هر ځل غولولي یو، واک یې زموږ پر مټ ګټلی او بیا یې واک تر خپلو کورنیو محدود کړی؟ دا حساب به کوو او که تش به ستمیانو او لنډغرو پخاطر د اوسنیو قاتلانو، ترهګرو او اجنټو واکمنو په ګټه لګیا یو او دا تریخ قومي تاریخ به تکراروو؟ انتخاب له موږ سره دی. یا به د سیاسي موډرنې انساني مبارزې له لارې د نوي افغانستان بنسټ ږدو، او یا به د تاریخ د خونړي تکرار خاموشه سبب ګرځو.

ټولو هغه پښتنو ته چې په هیومانیستي او طبقاتي کرښو سیاست کوي تر ټولو د مخه د طالب مخالفت په کار دی. طالب نه یوازې د اقلیتونو لپاره بلکې خپله د پښتون لپاره وبا ده. طالب د پښتنو د موډرنیټۍ، انساني کېدو، ښاري کېدو، مړېدو، لوست، هوښیارېدو، او هرې انساني رښتې مخې ته خنډ دی. طالب د پښتون پره مرۍ پښه ایښې. زموږ د خپل وطن سلګونه زره ځوانان ندي هېر چې له یوې خوا دوی پرې لو ګډ کړی و، او بلې خوا ته امریکایانو په بمباریو وژل.

 ورسره به موږ به تر څو د عیاشو، مذهبي او افراطي قبیلوي پاچایانو یوازې ژبې او قوم ته ګورو؟ آیا موږ د موډرنې واکمنۍ حق نلرو؟ تر څو به هره جاهله ډله او د پردیو اجنټان راځي او موږ ته به وایي چې زه پښتون یم ملا مې راوتړه. بیا نو ان چې زموږ پلار یې هم مړ کړی وي موږ به یې ملا ورتړو؟ دا کار خو مو څو‌ پېړۍ وکړ. موږ پکې د پښتون قوم په توګه بې له مرګه، کرکې، له قومونو سره د دښمنۍ نور څه ولیدل؟ نن پښتون هماغسې خېمه کې له یوې مېږې سره پروت دی لکه زر کاله مخکې چې و. د نړۍ هېڅ بل قوم کې کوچی نشته، پښتون کې شته. دې پاچایۍ ما ته څه ګټه رارسېدلې چې زه یې لږ تر لږه ښاري نکړم؟

موږ باید په ځانګړي ډول د افغانستان وروستیو واکمنانو ته د قومي لید پر ځای له فکري او طبقاتي نظره وګورو. له ځانه وپوښتو چې کوم قشر په دغو ټولو واکمنیو کې، چې ظاهرا د پښتنو په نوم وې، ګټه کړې او چا تاوان کړی؟ موږ باید وپوښتو چې د خپلو ټولو غریبو وطنوالو تر څنګ درېږو او که د هغو واکمنو تر څنګ چې موږ یې وژلي او ځورولي یو؟ زموږ له نظره موږ د وطن له ځورېدلو مېرمنو، ځوانانو او ماشومانو سره دریږو او په همدې شعار د هر ستمي، طالب، مجاهد، ټوپکوال او لېبرال غل پر وړاندې درېږو. د افغانانو د یووالي توغ پورته کوو او تر هغو د مبارزې هوډ کوو چې یا طالب د ولسي ځواک پر مټ تسلیم شوی نه وي او یا موږ ساه نه وي ورکړې.

ژوندی دې وي د ځورېدلیو افغانانو تر منځ یووالی!

مرګ پر هغو چې موږ سره پر قوم، ژبه او سمت وېشي او زموږ تر منځ د مخالفت له کبله واکمني کوي!

#اکثریت سیاسي فکري ټولګه ده چې د ملي او ډموکراټیکو افکارو لرونکي ملتپال افغانان یې پر مخ وړي.