د لوي او بخښونکي خدای (ج) په نامه
څلور کاله طالبسالاري؛ د وطن، ملت او هویت سیستماتیک تخریب
له نن څخه څلور کاله مخکې د ۲۰۲۱کال د اګست په ۱۵ نېټه امریکا خپلو ګڼو نورو استعماري ملګرو سره یوځای د یوې اوږدې پروسې په نتیجه کې، چې پيل یې ۲۰۰۷کال کې شوې و، د ټول افغانستان واګې د طالبانو په نوم یوې نیابتي، استخباراتي افراطي مذهبي ډلې ته وسپاره. امریکا د دوحې په تړون کې خپلو افغانو متحدینو ته شا کړه. یوې جنګي ډلې سره یې تړون لاسلیک کړ او په خپلو ټولو هغو ژمنو یې پښې کېښودې چې شل کاله یې د هغو پر مټ خپل یرغل توجېه کاوه. پایله یې یو خندوونکی تیاتر شو: امریکا له خپلو لېبرالو متحدینو سره خپل سرتېري له افغانستانه په داسې حال کې وویستل چې طالبانو یې امنیت نیولی و.
پانګوال سیستم او جګړې
مخکې له دې چې موږ په افغانستان کې د امریکا سیاسي او پوځي لاسوهنې ته راشو، دا مهمه ده چې موږ په اوسني نړیوال سیستم کې د جګړو په ولې او څنګه باندې پوه شو. دا درک موږ سره مرسته کوي چې د افغانستان د څلورنیمې لسیزې اوږدې جګړې په بهرني اړخ باندې پوه شو.
په واکمن نړیوال پانګوال سیستم کې جګړې د هېڅ کومو سترو انساني موخو لپاره نه بلکې د نویو مارکېټونو د موندلو، د خامو موادو د ترلاسه کولو او لا زیاتو جغرافیو باندې کنترول لپاره ترسره کېږي. جګړې په دې سیستم کې د تورې سرمایې د سپینولو وسیلې دي او په ورته وخت کې د وسلو سترو کمپنیو لپاره د تولید بازار دی. په ظاهره بڼه که د دغو جګړو لپاره هر راز انساني توجېهات کارول کېږي، خو په اصل کې یې موخې یوازې دا دي چې د سرمایې بټۍ پرې توده وساتل شي او د څو میلیاردرانو شخصي پانګه لا پسې زیاته شي.
په شلمې زېږدیزې پېړۍ کې چې کله امریکا د پخواني شوروي پر وړاندې سړه جګړه کې ښکېله وه، په ټولې نړۍ کې یې جهادي افراطي ډلې رامنځته کړې. دغو ډلو د دوی نیابتي جګړه د شوروي پر ضد پر مخ وړله. پر افغانستان د شوروي تر یرغله وروسته، امریکا د سعودي وهابي اسلام او پاکستاني پوځ په مرسته زموږ په سیمه کې د جهادي افراطیت لومړني زړي وکرل. په دې پروژه کې د ډیورنډ استعماري کرښې دواړه خواوې جهادي افراطیت کې واخښل شوې. پایله دا شوه چې تر ننه پورې دغه ټوله سیمه په زهرو لړلې ده او د مجاهدینو نه نیولې تر القاعدې او داعشه پورې پکې هر راز افراطیت ته د ودې زمینه مساعده ده.
امریکا خپلو ګټو ته په کتو کله له دغو ډلو سره په جګړو اخته شي او کله یې چې د ګټو غوښتنه وي، په نویو څېرو او نومونو کې یې رابرسېره کړي. دا چې باغي ډلې هېڅکله تل په کنترول کې او د وړاندوینې وړ نه وي، امریکا سره هم د دغو افراطي ډلو تړاو تل یو ډول نه و. خو امریکا په هر پړاو کې له دې ډلو سره اړیکي ساتلي دي او هېڅکله یې ورسره یومخیز پرېکون ندی کړی. د دوحې شرمناکه تړون او طالبانو ته د افغانستان بیا سپارل له افراطي ډلو سره د امریکا د رومانتیک داستان یو بل پړاو دی او بشپړ درک یې یوازې هله ممکن دی چې دغه تاریخي شالید یې سم وشنل شي.
د استعماري اجنډا پیل؛ له پاریس ناستې تر دوحې دفتره
طالبانو ته د افغانستان د احتمالي بېرته سپارښتنې نظریه په ۲۰۰۷ کال کې په پاریس کې د غربي دیپلوماتانو سره د طالبانو په لومړۍ ښکاره ناسته کې مطرح شوه. وروسته بیا په ۲۰۱۳ کال کې په قطر کې ورته د دفتر له ورکولو وروسته د دې مفکورې لور ته لومړی عملي ګام واخیستل شو.
امریکا سره له دې چې یوخوا یې افغان دولت خپل ټینګ متحد باله او د افغانو سرتېرو پر مټ یې د جګړې اور هره ورځ تازه ساتلو، طالبانو سره یې هم تل اړیکي ساتل. په نړیوال سټېج باندې او په کور دننه امریکا کې دوی دغه جګړه د بشر د حقونو، د ښځو د حقونو او د لېبرال دیموکراسۍ د ارزښتونو په څېر توجېهاتو باندې ژوندۍ ساتله. په هغو کلونو کې ټوله موخه دا وه چې جګړه باید په هر دلیل پر مخ لاړه شي تر څو د دوی شتون لپاره تل دلایل شته وي. خو د وخت په تېرېدو نړیوال حالات بدل شول. امریکا ورو ورو نور هغه یوازینی پیاوړی او یکه تاز هېواد نه و چې په ۲۰۰۱ کې یې افغانستان نیولی و. چین او روسیې نړیوال بازار کې خپل حضور پیاوړی کړ. په کور دننه امریکا کې هم د عام ولس د اقتصادي حالاتو له خرابېدو سره سم د امریکایي دولت په بهرنیو یرغلونو باندې نیوکې زیاتې شوې. له همدې کبله امریکا د وتلو لپاره ټول انتخابونه ځان سره لاس کې وساتل او طالبانو ته په قطر کې د دفتر ورکړه د همدې حقیقت پایله وه. دوی بلاخره په ۲۰۱۸ کې دا منلې وه چې نور باید له افغانستانه ووځي، طالبان راولي او پاتې ۳ کلونه یې په دې هڅه کې تېر کړل تر څو دا وتل په داسې یوه شریفانه بڼه وکړي چې خپل نړیوال پرستيژ پکې له لاسه ورنکړي.
اوس نو یوازینۍ موخه دا وه چې طالبانو ته او هغې ډلې ته چې دوی شل کاله ترهګره او انساندوښمنه بلله، یوه انساني څېره وتراشي او داسې وښيي چې ګواکې طالبان بدل شوي دي. د دې پروسې تر ټولو مهم ټکی په عامه افکارو کې د طالبانو د قباحت او قساوت له منځه وړل او دوی د یوې دودیزې ملي افغاني مذهبي ډلې په توګه مطرح کول ول. امریکا او متحدینو یې ادعا وکړه چې ګواکې طالبان نړیواله اجنډا نلري او یوازې د یوې ملتپالې ډلې په توګه د افغانستان د اشغال مخالف دي.
ورپسې یې ټولې هغه رسنۍ، مدنی بنسټونه، شوراګانې او څيړنیز مرکزونه چې د غربي هېوادونو له خوا تمویلیدل د طالبانو د بیا راتلو لپاره په ذهنیت سازۍ بوختې کړې.
د ۲۰۱۸ کال نه وروسته، له کابله به د امریکايي او اروپايي انجیوګانو په مالي مرستو هره میاشت ډلې ډلې سیاسیون، مدني فعالان، د ښځو فعالانې کله قطر کله مسکو ، کله اسلام اباد او کله تهران ته د طالب مشرانو سره ملاقات ته وړل کېدل. هلته به د طالب مشرانو له کتلو وروسته راتلل او د کابل په تلویزیونونو کې به یې همدا یوه سرېنده غږوله چې دا پخواني طالبان ندي، طالبان دومره بدل شوي چې حتا تر دوکتورا د ښځو د زدکړو پلویان دي او په لوړو منصبونو هم د ښځو د واک مخالف ندي. د افغانانو او افغانستان پر وړاندې په دې ستر جنایت کې یادې ټولې خواوې شریکې دي.
عام ولس چې د تېر جمهوریت پر مهال د امریکايي ځواکونو د وحشیانه بمبارونو، شپنیو عملیاتو، د دوی د خپلسرو ملېشو له کړنو ستړی و، په دې پروسه کې هېڅ دخیل نه و او د ګونګ نندارچي رول یې درلود. ولس شل کاله د جهادي جنګسالارانو له زور زیاتي، د انجیوګانو او دولت له فساد تر سپېږمو رسېدلي و. دوی د طالب او امریکا تر منځ هېڅ غوره انتخاب نه درلود.
په په موازي توګه د هغو ملایانو او بېشمېره سیاسي او مدني فعالانو لخول ولس ته د داسې اسلامي شرعي نظام د راتلو هیلې ورکول کېدې چې د هر چا سر او مال به خوندي وي او لکه د عمر بن عبدالعزیز (رض) د زمانې په څیر به لیوان او مېږي ګډ سره ګرځي او پر یو بل به غرض نلري. د داسې شرعي نظام د راتلو خبره کېده چې د ښځو، ځوانانو او سپین ږیرو عزت او وقار به خوندي وي او ټول به په بیت المال کې شریک او یوه خوشاله او سوکاله ټولنه به وي چې نه یوازې په دې دنیا به ښېرازه او سوکاله وي، بلکې اخرت او هغه بله دنیا کې به هم جنت فردوس نه کم ځای ته نه ځي.
د نیابتي واکمنۍ حقیقت؛ د طالبانو څلور کلنه توره دوره
اوس دا دی څلور کاله وشول چې دا ډله په واک کې ده. ولس او د ټولنې بېلابېل اقشار حتا خپله ملایان او روحانیون چې طالبانو راتګ ته خوشاله ول، اوس هر څه سرچپه ګوري.
طالبانو لومړی هماغه ملایانو، روحانیونو او د شرعی علومو متخصصین یوازې پدې خاطر له دندو لرې کړل، ووژل، بندیان کړل چې د دوی په څیر د دیوبندي او حقاني مدرسې اسلامي تعبیر ورسره نه مني. هماغه مدني فعالان او د سولې فعالان یې وځورول چې د طالبانو سپینولو ته یې کار ویلی و. هماغه جنګسالاران یې پسې واخیستل چې طالبانو سره به یې د وسلو او پیسو مرستې کولې. هماغه سیاسیون یې په کور کېنول حتا بې عزته یې کړل چې اسلام آباد او قطر ته به ور روان ول او په ویاړ یې ورسره عکسونه اخیستل.
د طالبانو په تېره څلور کلنه واکمنۍ کې ولس ته ددغې نیابتی ډلې اصلي څيره روښانه شوه. دوی له هرې سیاسی پرېکړې سره امریکا ته خپله وفاداري او افغانانو سره خپله ازلي دښمني بربنډوي.
ولس په تېرو څلور کالو کې ولیدل چې دا ډله د افغان ټولنې یوه برخه نه، بلکې یو پردی او بې رېښې وجود دی. د دوی مشران که بهرني استخباراتي ګوډاګي دي، د دوی سرتېري او عادي غړي له کلونو راهیسې په ذهني توګه مینځل شوي دي. دا یوه داسې جګړه ماره ډله ده چې غړي یې له ماشومتوبه تر غټوالي له خپلې کورنۍ، خپلې ټولنې او د ټولنې له عاطفي تړاوونو څخه بې برخې پاتې شوي دي. د دوی ذهنونه له هر راز انساني عاطفې مینځل شوي دي. دوی د خپلې کورنۍ د عاطفي مینې نه لرې د یو بهرني هېواد په دیني استخباراتي مرکز کې را لوی شوي دي – د ټولنې له هیڅ قشر سره اړیکې نلري؛ نه له ښوونکو او پوهانو سره – نه له بزګرانو او کسبګرو سره – او نه هم له قومي ریښو او سپین ږیرو سره. حتا د دوی د مشرانو او کشرانو اکثره نومونه لا مستعار دي. افغاني ټولنې نه د دوی دا بیلوالی او پرديتوب د دې لامل شوی چې طالبان د افغان ټولنې اساسي جوړښتونه او ارزښتونه له منځه یوسي او په هیڅ شي رحم ونکړي.
په ټولو نړیوالو او بشري قوانینو کې د انسان ژوند او د انسان عزت او کرامت تر ټولو مهم ګڼل کېږي او هیڅوک حق نلري چې دغه دوه حقونه تر پښو لاندې کړي. خو د افغانانو لپاره په کلتوري چارچوب کې د ژوند تر حقه هم ننګ، ناموس او عزت مهم دی. له بده مرغه ولس په تېرو څلورو کالو کې ویني چې سپين ږیرې رټل کېږي، زموږ تعلیم یافته قشر سپکېږي، ښځې په بازارونو کې د نامحرمو نارینه وو لخوا نیول او زندان ته اچول کېږي او بیا په ډېرې بې شرمۍ یې د کورنۍ په ضمانت خوشي کېږی. په بله مانا دوی هماغې امریکايي لوبې ته دوام ورکوي چې شل کاله امریکایانو له افغانو مېرمنو، مشرانو، کشرانو او خاورې سره وکړل. د طالبانو د غړو له خوا په سلګونه داسې پېښې ثبت شوي چې د ښځو او هلکانو ناوړه جنسي استفاده کېږي او هره ورځ یې د ځینو ویډیوګانې ټولیزو رسنیو ته راوځي. د دغه فساد او سپکاوي کچه تر دې لا ډېره پراخه او غټه ده چې تصور یې کېږي.
اوس ټولو افغانانو درک کړې ده چې طالب د استعماري قوتونو یوه نیابتي ډله ده. د استعماري قوتونو له خوا واک ته رسول شوې، د هغوی له خوا هره اونۍ ورته د ډالرو کڅوړې راروانې دي او همدوی یې حمایه کوي. پدې هم ټول پوهېږي چې طالبانو ته د همدغه استعماري قدرتونو لخوا د افغانانو د ملي هویت او تاریخ د ویجاړولو دنده سپارل شوې ده. دوی په سیستماتیک ډول ملي تاریخ مسخهکوي؛ د امان الله خان په څير د ملي اتلانو او غازیانو ښکاره سپکاوی کوي، په تاریخي ارزښتونو او ویاړونو ملنډې وهي، ملي سېمبولونه لکه ملي بیرغ، ملي اتلان، ملي مصطلحات، هنرونه او تاریخي نښې له منځه وړي، ملي نصاب او د افغانستان تاریخي دولتی بیوروکراسي یې له منځه وړې ده. دوی حتا غواړی د افغانستان بڼه او رنګ هم بدل کړي، لکه د ټکسي رنګونه، د اریانا الوتکې رنګ او هر هغه څه چې زموږ مشران ترې تاریخی خاطره لري او د ټولنې د جمعې حافظې برخه ده، غواړي دا هر څه پاک کړي. دوی د هنر، موسیقۍ او نورو ښکلو هنرونو ریښې له ټولنې باسي. د طالب اصلي موخه د افغان هویت وژل دي. دوی له هر هغه څه سره دښمني لري چې د افغانستان هویت سره تړلي دي.
د طالباني رژیم د اختناق شدت او ټولنیز ویجاړی دومره لوی دی چې کتابونه پرې لیکل کېدای شي. د ښځو او نجونو له تعلیم او کار څخه منعه کول، د رسنیو او مطبوعاتو خوله پټول، او د روڼ اندو او ملتپالو افغانانو ځورول، په حقیقت کې د “فکري نسل وژنې” یو سیستماتیک پلان دی. دوی په شعوري ډول هڅه کوي چې راتلونکی نسل له علم، پوهې او پرمختګ څخه بې برخې کړي. د دوی مشهور شیوخ دا نه پټوي او په جار وايي او پدې باور دي چې بې علمه او جاهله ټولنه په اسانۍ کنټرول او مدیریت کېدای شي. دوی د ښځې وجود له ټولنې څخه محوه کړی دی او یوازې د یوه توکي په توګه ورته ګوري.
د طالبانو په واکمنۍ کې رسمي اقتصادي سیسټم په بشپړه توګه فلج شوی او کاملا یو جرمی اقتصاد حاکم دی چې ټول تعاملات یې د ولس نه په پټه او استخباراتي بڼه ترسره کېږي. بانکي سیسټم له کاره لوېدلی. د کانونو او طبیعي منابعو بې حسابه چور روان دی. د مور او ماشوم مرګ او میر لوړې کچې ته ختلی. بیکاري. بېوزلي، له وطنه د ځوانانو تېښته او ناامیدي خپل اوج ته رسېدلې ده.
د خصوصي سکټور په وړو کاروباریانو او حتا د سړک سر کراچیوانانو او بېوزله بزګرانو باندې درانه مالیات او عشرونه وضع شوي دي. هغوی چې د دغه ملاماتوونکو مالیاتو د ادا کولو توان نلري، رټل او زندان ته اچول کېږي.
د دې ترڅنګ، بشري حقونو سرغړونې، له محاکمې پرته وژنې، په بېرحمانه ډول وهل او ټکول، او له خلکو څخه د مال او جایداد اخیستل عام شوي دي. ټولنیزې ناروغۍ، لکه ژور خپګان، ځان وېژنې، د نویو مخدره توکو قاچاق او د اعتیاد زیاتوالی د ټولنې بنسټونه له دننه څخه خوري.
د طالبانو رژیم د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ګټو په ساتنه کې هم پاتې راغلی دی. همدا اوس زموږ د هېواد هوايي حریم د هماغه زبرځواکونو په لاس کې دی چې همدا طالبان یې حاکم کړي دي. د ګاونډیو هېوادونو لاسوهنې، په ځمکني بشپړتیا تیری او بمبار او زموږ د ملي شتمنیو پلورل په بې ساري ډول زیات شوي. دې وضعیت د افغانستان راتلونکي لهجدي خطرونو سره مخ کړی دی او ملي واکمنۍ یې له منځه وړې ده.
ټول ولس وینی چې طالباند بهرنیانو د رضایت لپاره هر ډول بې غیرتي کوي. لوڅ مخ بهرنیو میرمنو ته هرکلی وایي، کنفرانسونو او پنځه ستوریزو هوټلونو کې ورسره ناستې پاستې لري، خو په افغانو ښځو یې ځمکه سره تبۍ کړې ده.
بهرنیان په تېره امریکا، چې طالب یې بیا واک ته راوست، اوس منافقانه چلند کوي او غواړي دې ډلې ته نړیوال مشروعیت ورکړي. په نړیواله کچه د طالب نورمال کولو پروسه ډېره پخوا پیل شوې ده او هڅه کوي په تدریجي ډول یې په رسمیت وپيژني. دا خپله د امریکا او ددوی د متحدینو د نړیوال منافقت یوه څرګنده بېلګه ده.
حللاره او بدیل؛ د ملي سازماني مبارزې اړتیا
د « اکثریت» له نظره د دې ټولو تیارو او بدمرغیو په منځ کې، یوازینۍ هیله زموږ په خپله اراده او عمل کې پرته ده. موږ باید د افغان ولس په توګه د طالبانو یا د بهرنیانو څخه دا تمه پرې کړو چې دوی به زموږ برخلیک بدل او سمې لارې ته برابر کړي.
د افغانستان د قضیې یوازینی مشروع او پایدار حل باید په یوې داسې ولسي سیاسي پروسې کې ولټول شي چې نوښت، مالکیت او رهبري یې په خپله د افغانانو په لاس کې وي.
یوازې په دغسې یو ولسي سیاسي بهیر افغاني سیاسي بدیل رامنځته کېدای شي نه د نړیوالو کنفرانسونو او د لویو قدرتونو په ژمنو کې. دا وخت د انفرادي هڅو نه، بلکې د منظمو او ولسي سازماني هستو د ایجاد او حرکت وخت دی. تر هر څه لومړیتوب باید د اوسنۍ نیابتي ډلې مقابل کې د ولسي ایډيالوژیکو سازمانونو بنسټونو ایجادول او بیا په ټولنه کې د نفوذ او د هغوی غږ منعکس کول وي. زموږ په باور پلورل شوي افراد او نیابتي ډلې د افغان ولس استازیتوب نشي کولای. یوازې فکري، ولسي سیاسي سازمانونه دي چې د روان وضعیت لپاره بدیل وړاندې کولای شي.
زموږ له نظره طالب څلور کاله د استعماري قدرتونو په ملاتړ سره له ټولو جنایتونو او ظلمونو په واک کې پاتې شو. د طالب څيره او اصلیت ولس ته بربنډېږي او نور د استعماري قدرتونو د ملاتړ په مټ دوام نشي موندلی. اوس د عمل وخت دی. موږ په ګډه د یوه ازاد، خپلواک او د ټولو افغانانو د ګډ کور لپاره مبارزې ته ژمن یو.
زموږ له نظره موږ باید له هغه تېروتنو چې په تېرو څلورو او پنځو لسیزو کې تکرار شول، زده کړه وکړو او د بیا تکرار مخه یې ونیسو. له دې لارې اوسنیو تیارو عمر لنډ کړو.
تر ټولو غوره لار یې ولس کې په واقعیتونو بحث دی. ولس کې ګډ کار دی او مخامخ باید د ولسي سیاسي سازمانونو، ټولنو او بنسټونو د ایجاد په اړتیا او په راتلونکو تحولاتو کې د ولسي سیاسي انسجام په اهمیت بحث رامنځته شي.
د یو ازاد او خپلواک افغانستان په لور
ژوندی دې وي افغانستان
«اکثریت» سیاسي فکري ټولګه ده چې د ملي او ډموکراټیکو افکارو لرونکي ملتپال افغانان یې پر مخ وړي او د همدې ټولګې ګډ فکر منعکسوي.