د پاکستان دولت له څه مودې راهیسې یو ځل بیا له خپل هېواد څخه د هغو افغانو کډوالو وېستل پیل کړي چې هلته له لسیزو راهیسې مېشت دي. دا میلیونونه کډوال د سړې جګړې په لړ کې د زبرځواکونو د ظالمانه سیاستونو او د جغرافیې د جبر له امله له خپلې خاورې په څو پړاوونو کې بې کوره شوي دي. د دې کډوالو څو نسله هملته په پاکستان کې زېږېدلي او خپل هېواد یې له سره ندی لیدلی، اما نن د پاکستاني ادارو لخو له خپلو کورونو، جایدادونو او کاروبارونه څخه په ډېره ناوړه بڼه بې برخې کېږي او له پاکستانه شړل کېږي. په ټولیزو رسنیو کې داسې بې شمېره صحنې راڅرګندېږي چې افغانې مېرمنې، ماشومان او سپینږیري په ډېرې بېرحمۍ سره وهل کېږي او پرته له هېڅ راز فرصت ورکولو په زور له پاکستانه ویستل کېږي.
له هغې راهیسې چې لومړني افغان کډوال د پاکستان پر خاوره پښه ایښې او د بدمرغۍ دا لړۍ پیل شوې ده، پاکستاني استخباراتي ادارو او د هغه هېواد ټول واکمن پوړ له مظلومو افغانانو په بېلابېله بڼه ناوړه ګټه اخیستې. دا کډوال چې د امریکا، د امریکا د غربي متحدینو، او د پاکستان د منافقانه پالیسې ګډ محصول ول، بېرته د افغانستان په ناورین کې د سون توکیو په توګه وکارول شول او لا هم کارول کېږي. د پاکستان حکومت د افغانانو په نوم څو لسیزې له غرب او نړیوالو مرستندویه ادارو میلیاردونه ډالر ترلاسه کړي. په داسې حال کې چې بلخوا به دغه هېواد د دوی د یوې لویې برخې په افراطي کولو باندې پانګونه کوله او زموږ په هېواد کې به یې د خپلو ګټو لپاره کارول تر څو دلته جوړ شوي نظامونه پرې ړنګ کړي.
د افغان کډوالو له موضوع څخه نه یوازې پاکستان بلکې غربي هېوادونو هم د سیاسي ابزار په توګه تل استفاده کړې ده. افغان کډوال د دوی د جنګ او سياسي اقتصاد توکي ول ځکه خو يې په بېلابېلو پړاونو کې له کډوال (مهاجر) څخه په مجاهد او نن بلاخره په ترهګر بدل کړل چې نن یې ان پاکستان هم د ځان لپاره امنيتي ګواښ بولي.
خو بله تراژیدي دا ده چې د کرغېړنې کرښې دېخوا هم د افغان پر خاوره یوه داسې استخباراتي ډله واکمنه ده چې د پاکستان په مرسته رامنځته شوې او افغانستان کې دننه یې افغانان یرغمل کړي او د انساني ژوند ټول حقونه یې ځنې اخیستي دي. افغان کډوال په دواړو خواوو کې له غير انساني نظامونو څخه د انسانيت غوښتنه کوي. افغانستان کې دننه واکمن استبدادي رژیم د نجونو پر زدکړو بندیز لګولی او په دې توګه دغو بېوزلو کډوالو ته د کرښې دې غاړه کې یو تیاره راتلونکی په تمه دی. دوی اکثريت مزدورکاره طبقه ده او د خپلو هڅو او خولو په بهولو یې د پاکستان خامې ودانۍ پخې کړې او نن په ټولې ناهیلۍ سره له هغه هېواده راشړل کېږي.
په داسې حال کې د نړیوالو خاموشي هم له دې ناوړه سیاست سره د دوی موافقت ښیي. د پاکستان لدې اقدام سره جوخت غربي هېوادونو ته هم پلمه په لاس ورغلې ده او وايي افغانستان امن دی او باید مهاجر ور ولېږل شي. د ټرمپ دا پريکړه چې څوارلس زره کډوال غواړي افغانستان ته را وشړي یوه بله ناانساني پرېکړه ده.
په افغانستان کې دننه اوسنی استبدادي رژیم خلکو لپاره د کار، درمل، سرپناه یا د ژوند د زمینې د برابرولو نه وړتیا او نه نیت لري. بلکې د دوی په زرو پردو کې پټ استخباراتي مشر هیبت الله خپله وایي چې “د ولس د ورځنیو اړتیاوو مسئول نه دی.”
خو موږ پدی باور یو چې د افغانانو نجات یوازې د افغانانو په لاس دی. موږ باید د رحم په تمه پاتې نشو. موږ باید له زاریو، تسلیمۍ او احساساتي شعارونو لاس واخلو. دا وضعیت باید د ملت د بیدارۍ، انسجام، ازادۍ او ملي تفکر لپاره یو فرصت وګرځي. د ولسواکو، ژمنو، خواريکښو او واقعبينو افغانانو لپاره باید دا شېبې د یو نوي ولسي حرکت د پیل لپاره یو فرصت وي. موږ باید له تیر تاریخه درس واخلو. یو بل ته لاس ورکړو، له بهرنیو تمو ځان خلاص کړو، او د خپلو ستونزو حل یوازې په خپل فکر، خپل همت، منظم، متداوم انسجام او خپلو مټو ولټوو. د افغان ولس نجات نه د انجوګانو له پیسو راځي، نه د پاکستان له رحم، نه د طالبانو له دُعاوو، بلکې له ملي وحدت، کار، عمل او ولسواک فشار څخه. که نه، سبا به نور هم بدتر وي، نور به هم شړل کېږو، نور به هم شرمیږو؛ خو دا ځل به ګناه زموږ پر خپلو اوږو وي، نه د بل چا.
«اکثریت» سیاسي فکري ټولګه ده چې د ملي او ډموکراټیکو افکارو لرونکي ملتپال افغانان یې پر مخ وړي او د همدې ټولګې ګډ فکر منعکسوي.