پنجشنبه, اپریل 3, 2025

له نن څخه ۳۶ کاله وړاندې، د سلواغې په ۲۶مه، د پخواني شوروي اتحاد یرغلګر سره ځواکونه په هېواد کې د اوږدو ویجاړیو، وژنو او په مادي او معنوي ډول د یو شوم میراث تر پرېښودو وروسته ووتل.
‏ پر افغانستان باندې د یرغل په کولو د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو نه یوازې بین المللي قوانین او زموږ ملي حاکمیت نقض کړ، بلکې د افغانستان یو برحاله جمهوررئیس یې ترور کړ او بیا یې لس کاله خپل اشغال ته دوام ورکړ. دغه اشغال د هر خپلواک فکر لرونکي افغان لخوا د غندلو وړ دی او نباید هیڅکله د افغانانو له تاریخي حافظې پاک شي.

‏ که څه هم د نړیوالو د سیاسي ادبیاتو په اساس دې اشغال جنګ ته د “سړې جګړې” اصطلاح کارول کېږي، خو د افغانانو لپاره دا موده د وینو او ورانیو یو تور فصل و. دغه اشغال امریکایي امپریالیزم او په سیمه کې د هغوی ملګرو استعماري قوتونو ته د دې زمینه برابره کړه چې د خپلو تاریخي ابزارو، یعنې افراطي او مذهبي کړیو د پیاوړي کولو او استعمال له لارې دا جګړه تر نن ورځې وغځوي.

‏د شوروي لس کلن اشغال او د دی نیواک څخه وروسته د غربي استعمار په اشاره د مذهبي افراطي ډلو ترمنځ خپلمنځي جګړې د افغانستان د دوو پیړیو بیوروکراتیک نظام، افغاني نشنلیزم، دودیزو ټولنیزو جوړښتونو، فرهنګ، او ملکي او نظامي ظرفیتونو ته نه جبرانیدونکي زیانونه واړول. په بله مانا، د افغانستان د ټولنې، تاریخ، دولتدارۍ او اقتصاد ټول ټغر ورټول کړل شو او ځای یې جهادي انارشیزم ونیو چې د غرب لخوا د همدې وحشت لپاره روزل شوي او سپانسر شوي ول.

‏د تېرو پنځو لسیزو خونړي سیاسي تاریخ څخه زموږ زدکړه باید دا وي چې موږ باید وروسته له دې د بهرنیو قدرتونو څخه په افغانستان کې د مثبت سیاسي تغییر تمه ونلرو. زموږ د هېواد جنګ، فقر، مهاجرتونه او خراب ټولنیز او اقتصادي شرایط د دې سبب شوي چې عامه اذهان د هر بهرني په ملاتړ راغلي تغییر ته په لومړیو کې مثبت نظر لري، خو هر ځل وروسته څرګندېږي چې تر پخوا زیات په یو بل ګرداب کې لویدلي دي. موږ باید لدې ګرداب د راوتلو پردیو او لنډو لارو پر ځای خپلې ملي حللارې پيدا کړو چې هغه یوازینۍ حللاره د یو ملي، خپلواک او پرمختګ‌پال دولت رامنځته کېدل. داسې یو دولت چې ریښې یې د مسکو، واشنګټن یا راولپنډۍ پر ځای د افغانانو په ملي اراده کې نغښتې وي. دغه هدف ته رسېدل اوږدمهاله زیار او انسجام ته اړتیا لري، ځکه تیرو ترخو تجربو ښودلې چې لنډمهاله حللارې یوازې د بهرنیو استخباراتي کړیو او استعماري مداخلو ته زمینه برابروي.

‏«اکثریت» پدې باور دی چې د ملي، خپلواکو افغاني سیاسي جوړښتونو په رامنځته کولو او د دوی ترمنځ د رغنده ملي دیالوګ له لارې، د تلپاتې حل لاره موندلای شو. «اکثریت» د دې ملي تفکر مخکښه سیاسي او فکري ټولګه ده چې له ټولو ملي مفکورې لرونکو سیاسي جریانونو او اشخاصو څخه هیله لري، چې د بهرنیانو له لوري جوړو شویو پروسو، اجنداګانو او ناستو کې، چې مالکیت او مدیریت یې د افغانانو په لاس کې نه وي، له ګډون څخه ډډه وکړي.
‏ افغانان، په ځانګړي ډول سیاسي ډلې او اشخاص باید د تاریخ له تکرار څخه زده‌کړه وکړي، د ملي ګټو پر بنسټ خپل خپلواک سیاستونه تنظیم کړي او د تل لپاره د نیابتي جګړو د قرباني کېدو له دې برخلیک څخه ځان خلاص کړي.

‏ د افغانستان د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او سولې په هیله!

‏«اکثریت» سیاسي فکري ټولګه ده چې د ملي او ډموکراټیکو افکارو لرونکي ملتپال افغانان یې پر مخ وړي او د همدې ټولګې ګډ فکر منعکسوي.