د ډسمبر په اتمه نېټه د سوریې نظام نسکور شو. بشار اسد واک پرېښود او روسیې ته یې پناه یووړه. د هغه پوځ ماتې ومنله او حکومت یې تسلیم شو. د سوریې د زندانونو ورونه بېرته شول او زرګونه بندیان ځنې ازاد کړای شول. ورسره د سوریې ګڼشمېر وګړي په بېلابېلو ښارونو کې واټونو ته راووتل او د اسد کورنۍ د نیمې پېړۍ نه زیات واک نسکورېدل یې ونمانځل.
د واک تشه محلي ملېشو او جنګسالارانو ډکه کړه چې د سوریې په بېلابېلو برخو کې دم ګړۍ د جلا جلا ډلو په نوم واک لري. دغه ډلې د تورکیې، امریکا او ځینو نورو غربي هېوادو له سیده او ناسیده ملاتړ نه برخمنې دي چې په راتلونکي کې به په واک کې برخه غواړي. په سوریه کې د ایران د ملاتړ لاندې ملېشو سوریه په بشپړ ډول پرېښوده او د عراق لور ته لاړې چې هغه سیمه اوس د کوردي ډلو لخوا کنترولېږي، او د روسیې ځواکونه د اسد د رژیم له ځینو پاتې شونو سره د سوریې د غربي خلیج لور ته په شا شوي دي.
په دې بشپړ ستر بدلون کې د ابومحمد الجولاني مشرۍ لاندې د هیئت تحریر شام اسلامي بنسټپاله ډله تر ټولو بریالۍ راڅرګنده شوه او سره له دې چې د یوه ټولګډونه حکومت ژمنه یې کړې، دم ګړۍ د سوریې پر لویې برخې واکمنه ده. جولاني د داعش، القاعدې او نورو بنسټپالو ډلو منځ کې راستر شوی او د سیاسي ایډیولوژیک دریځ په اړولو رااړولو کې اوږده سابقه لري. د سوریې په شمال غرب، ادلب کې یې د نورو ټولو اسلامي مخالفو ډلو په ماتولو سره ځان پیاوړی کړ او یوازې په دې خاطر پرې د اسد د پوځونو زور ونرسېد چې د تورکیې نه یې پوځي او اقتصادي ملاتړ ترلاسه کاوه.
په اوسني اطلاعاتي عصر کې دا پټه نده چې د تحریرالشام ډلې په صفوفو کې تر نیمايي زیات جنګیالي په عربي ژبه نه پوهېږي، لکه په راپورونو کې یې چې وینو اکثره یې د منځنۍ اسیا هېوادونو، چین، روسیې، پاکستان، افغانستان او د افریقا د شمال هېوادونو پورې اړه لري چې په هیڅ ډول د سوریې د عام ولس استازیتوب نشي کولای. دا کټ مټ د هغو ډلو په څير دي لکه په اتیایمه لسیزه کې چې افغانستان کې د دولت او شوروي خلاف د عربي او غربي هېوادونو په مرسته استعمال شوې.
هغه مهال د افریقې له شمال او عربي هېوادونو په زرګونو جنګیالي د غربي هېوادونو په مالي او لوژیستکي مرستو د مجاهدینو په صفوفو کې د افغانستان د وخت دولت پر ضد وکارول شول. که تاسې د هغه وخت غربي مطبوعات وګورئ، دوی ټولو ته د ازادۍ د جنګیالیو لقبونه او پروتوکولونه ورکول کېدل. خو کله یې چې په افغانستان کې د کلونو جوړ نظام او اردو ړنګه کړه او په نړیواله کچه سړه جګړه پای ته ورسېده، دغه جنګیالي یې ټول د تروریستانو په نوم تور لیست کې واچول او تر هغو یې ورسره دا د پیشو او موږک لوبه روانه کړې وه چې بالاخره د همدې تروریستانو او د هغوی د مشر اسامه بن لادن د له منځه وړلو په پلمه یې پر افغانستان یرغل وکړ. غربي زبرځواکونو افغانستان کې د خپل شل کلن حضور ترڅ کې او ملیاردونو ډالرو په لګولو سره سره تر پایه د یو با ثباته او په خپلو پښو ولاړ افغانستان په ګټه کار ونکړ، بلکې په دغو مرستو یې یوازې د شوروي خلاف خپل پخواني متحدین یعنې د مجاهدینو مشران په خیټه او جیب ماړه او میلونران کړل او په نهایت کې یې افغانستان بېرته هماغې نیابتي تروریستي ډلې ته د دوحې په یو شرمناک تړون کې وسپاره او بېرته یې د دغې نیابتي ډلې په سپینولو او هره اونۍ د میلونونو ډالرو په ورلېږلو پيل وکړ.
په سوریه کې هم چې اوس د غربي سترو رسنیو راپورونه څوک ویني او لولي، ګرانه ده چې دغو اسلامي بنسټپالو ډلو سره دې د یو عام وګړي همدردي پیدا نشي؛ همدا رسنۍ چې په فلسطین کې د اسرائیلي جبر پر وړاندې د حماس او حزب الله ډلو مبارزه وحشتناکه ترهګري بلي، د هیئت تحریر شام په څېر ډلو ته د “باغي” په څېر له درناوي ډک کلمات کاروي. دا د کلماتو ادلون بدلون سره افغانان ډېر ښه اشنا دي. په ورته توګه دا هغه ډلې دي چې د سوریې په کورنۍ جګړه کې یې د داعش په جوړښت کې د ازادۍ بې شمېره سپېڅلي مبارزین له منځه یووړل. دوی سره د غرب همدردي یوازې له دې کبله ده چې دا ډلې د سوریې د کورنۍ جګړې په لړ کې د امریکا، تورکیې، سعودي عرب او نورو خلیجي هېوادونو لخوا تمویلېدې او د هغوی لخوا پیاوړې شوې دي.
دا چې په غزه کې د اسرائیلو روانې جګړې د ایران ډېر شمېر پوځي، سیاسي او اقتصادي سرچینې مصرف کړې، او د اوکراین جګړې د روسیې ټول پام له سوریې هلته واړاوه، اسلامي ډلو چانس ورخپل کړ او د تورکیې او غرب لخوا هم شین سیګنال ورکړل شو چې برید پیل کړي. د اردوغان لپاره هم دا چانس و چې هغه لوی پلانونه چې دی یې د سیمې راتلونکي ته لري، تر یو څه بریده عملي کړي. ورسره تر څنګ د سوریې په برخلیک باندې ایران، روسیې، غرب او تورکیې د پردو تر شا هم یو جوړجاړی رامنځته کړی چې جزئیات به یې وروسته راڅرګند شي.
اردوغان تل دا ارمان په زړه کې پاللی چې د عراق شمال او سوریې باندې واک ولري او د نوې عثماني تورکیې خوب یې تر یوه ځایه حقیقت شي. هغه د سوریې به شمالختیځ کې د کوردي پ.ک.ک ځواکونو له منځه وړل هم غواړي چې د امریکا او پخواني اسد رژیم له ملاتړه برخمن ول. ورسره تر څنګ د هغه اقتصادي بحران له کبله چې تورکیه ورسره مخ ده، غواړي میلونونه هغه سوریایي کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي چې د اسد د رژیم له جبره کډوال شوي.
سوریه کې د بشارالاسد نسکور شوي رژیم دا چانس درلود چې په خپله دوره کې تدریجي سیاسي او ټولنیزو اصلاحاتو ته زمینه مساعده کړي، خو هغه د خپل پلار نه په میراث پاتې پولیسي او استخباراتي سیستم وساته او د سوریې د بې شمېره وګړو په بندي کولو، شکنجې او تحقیرولو یې خپل حاکمیت ته دوام ورکاوه. د هغه پولیسي نظام پدې ټوله موده کې د هر هغه شخص او ډلې پر ضد خورا ظالمانه او بې رحمانه چلند کاوه چې په سوریه کې یې د ډموکراټیکو ارزښتونو پر بنسټ د ملي ګڼ ګوندیز سیاسي سیستم غوښتنه درلوده. د سوریې په څير ګڼ فرهنګیزه ټولنه چې د بېلابېلو اسلامي فرقو سربېره پکې مسیحیان او نور بېلابېل قومونه ژوند کوي، اسد ټول واک د علوي مذهبو په نوم تر خپلې کورنۍ او دوستانو محدود کړی و. په ټولو لویو دولتي دندو یې د اهلیت او لیاقت له پام کې نیولو پرته د خپلې کورنۍ او د باور وړ نږدې کسان په دندو مقرر کړي و. قدرت چې څومره راټول وي او انحصاري وي، هغومره زیات فاسدیږي چې حتا په خپل سمت او قبیله کې هم ټولنیزې رېښې له لاسه ورکوي.
په ۲۰۱۱ کې چې کله د عربو پسرلی سوریې ته ورسېد، سوریه کې د یوه نوي بدلون او انقلاب هوا خپره شوه. خلکو د راتلونکي بدلون لپاره هیلې پیدا کړې او د اسد د رژیم پر خلاف راپاڅېدل. ډېره موده یې ونه نیوله چې دا ولسي انقلاب د اسلامي بنسټپالو ډلو لخوا یرغمال شو. سوریه د ګڼ شمېر نیابتي ډلو او خپلواکو سوریایي ازادي غوښتونکو او د اسد د رژیم د ځواکونو منځ کې په یوې بوږنوونکې کورنۍ جګړې باندې واوښته. دې سترې تراژېدۍ کې د سوریې تر نیم میلون زیات وګړي ووژل شول. تر جګړې مخکې چې د سوریې د وګړو شمېر ۲۱ میلون و، تر نیمایي ډېر یې د کورونو پرېښودو ته مجبور شول او ګاونډیو ملکونو او یا اروپا ته کډوال شول. یو بشپړ نسل له ریښو راوویستل شو او لرې وغورځول شو. په سوریه کې صنعت له منځه لاړ، بنسټیز اقتصادي بنسټونه ویجاړ شول، د سوریې له وجوده سترې برخې داسې جلا شوې چې بېلابېلو امپریالیستي ځواکونو هلته خپلې ډلې واکمنې کړې او د اسد رژیم یې نه یوازې له زراعتي سیمو بې برخې کړ، بلکې د تېلو غټې سرچینې یې ځنې تر کنترول لاندې راوستې. د سوریې د کورنیو تولیداتو اقتصاد د ۲۰۱۰ او ۲۰۲۰ کلونو تر منځ ۵۰سلنو ته راټیټ شو. سربېره پر دې غربي وېجاړوونکو اقتصادي او سیاسي تحریمونو د اسد د رژیم ملا ماته کړه.
خو د اسلامي بنسټپالو د وحشتناکې واکمنۍ وېرې ان ډېر سوریایي وګړي له انقلابي بدلونه په شا شول او د اسد تر شا ودرېدل، د هغه واکمن تر شا چې د ایراني ملېشو او روسي هوایي جنګي الوتکو پر مټ یې ځان وساته او کورنۍ جګړه کې بریالی شو. په بله مانا، دغو اسلامي بنسټپالو ډلو د اسد د رژیم دوام ته لار هواره کړه. اما د کورنۍ جګړې نه وروسته د اسد رژیم د خپل واک بڼې ته بیا دوام ورکړ. د واک دې دکتاتورې بڼې خلک لا پخوا د زغم اخري حد ته راوستي ول او کورنۍ جګړې په دې وینو نورې مالګې هم ودوړولې. له نظام څخه د خلکو کرکه ورځ تر ورځې په زیاتېدو وه او همدا دلیل و چې کله بنسټپالو اسلامي ډلو دا ځل پر دمشق برید وکړ، د اسد ملاتړ ته نه یوازې دا چې هېڅوک تیار نشول بلکې د ده پر پرځېدو یې جشنونه ونیول او واټونو ته راووتل. له همدې کبله دا خبره به ناسمه نه وي چې ووایو سوریه کې د خلکو خوښي اسلامي بنسټپالو سره د مینې خوښي نده، بلکې د اسد د رژیم نه د کرکې خوښي ده.
له بده مرغه په سوریه کې د دیکتاتورۍ رانسکوریدل، پدې معنا ندي چې دیکتاتوري او استبداد ختم شو، ځکه اوس په میدان کې د خلکو د رښتینو استازو پر ځای واک د لویو قدرتونو له نیابتي بنسټپالو ډلو سره دی.
د اسد د رژیم نسکورېدل موږ افغانانو ته دا پيغام لري چې هیڅ استبدادي رژیم، که هغه هر څومره ډېر بهرنی ملاتړ ولري، تر ابده دوام نشي راوړای او نسکورېدل یې حتمي دي؛ خو بلخوا جالبه دا ده چې د نړیوالو رسنیو لخوا په یوه خوله دا روایت دود کېږي چې ګوندې د “اسد رژیم ناڅاپي سقوط” شو او پدې ډول د پردې شاته د سوریې پر سر د لویو قدرتونو توافقات او جوړجاړي پټ ساتل کېږي. موږ افغانان چې د څو نظامونو سقوطونه مو لیدلي په دې ښه پوهېږو چې نظامونه ناڅاپي نه سقوط کېږي، بلکې د هغوی د سقوط پروسه، اسباب او وسایل معمولا د لویو قدرتونو د جیوپولټیکو توافقاتو په اساس د خلکو له سترګو پټ ساتل شوي وي.
که چېرې داسې پټ توافقات نه وي، دا له امکانه لرې ده چې جهادي ډلې دې په داسې ناڅاپي بڼه له سره ساه واخلي او دومره دې پیاوړې شي. هغه هم په داسې حال کې چې تېرو څوارلس کالو کې د اسد رژیم په دیپلوماتیک ډګر کې تر یوه بریده بریالی ثابت شوی و؛ د بېلګې په توګه سوریه بېرته د عرب لیګ په غړیتوب کې ومنل شوه او شاوخوا هېوادونو سره یې اړیکې ښې شوې، سعودي او اماراتو ورسره د خپلو نویو اقتصادي همکاریو طرحې پیل کړې وې او د تورکیې اردوغان هم ورسره د لیدو هیله څرګنده کړې وه. داسې یو نظام ناڅاپه ولې چپه شي؟ هغه هم په داسې مهال چې د سېمې او نړۍ سترګې په غزه او لبنان کې د اسرائیلو جګړې ته وې. خو همدا چې اسرائیل په لبنان کې له حزب الله سره اوربند اعلانوي، څو ساعته وروسته د تورکیې او ناټو د ملاتړو ډلو لخوا په سوریې بریدونه پيلېږي او یوولس ورځې وروسته د اسد رژیم نسکورېږي. ورسره تهران او ماسکو هم خپل ځواکونه په شا کوي او یو ډول مرموزه خاموشي خپلوي.
تجربې او تاریخي حقایق ښيي چې د هر نظام د سقوط په لومړیو کې هڅه کېږي حقایق د نوي رامنځته شوي چاپيریال په دوړو کې پټ کړای شي. لوی قدرتونه د خپلو تبلیغاتي ماشینونو په مټ معمولا هڅه کوي، د هر نظام سقوط او د نوموړو هېوادونو د داخلي نارامیو ټوله پړه د هماغه هېواد په خلکو واچوي.
په هغه وخت کې چې کله د کابل ترهګر واکمن رژیم د امریکا لپاره د ګټې نه و او ترهګر یې باله، د افغانستان د تېر جمهوریت پر مهال یوناما او غربي هېوادونو اعلان وکړ چې په افغانستان کې یوویشت ترهګرې ډلې فعالیت کوي، خو تېرو درې کالو کې پدې اړه ټول چوپ دي او هېڅ په دې اړه خبره نه کېږي چې دا ډلې اوس چېرته دي. مشاهدې ښيي چې دغه بېلابېلې ډلې اوس لکه د سوریې په څېر هېوادونو کې سرونه راباسي چې د سیمې او نړۍ لپاره د امریکا د ستر پلان نوې نقشه کې د هغوی په ګټه رول لوبوي. پوښتنه داده چې دا ډلې څنګه او د چا په مالي او لوژیستکي مرستو هلته ورسېدې؟ د ښکاره راپورونه له مخې دا ډلې د پاکستان او تورکیې په همغږۍ تورکیې ته انتقال، هلته تجهیز او ټریننګ شوې او په سوریه کې ور څخه استفاده وشوه. موږ چې د سوریې جهادي ډلو سره د طالبانو عاطفي رابطه ګورو، یو بل ته د دوی پيغامونه څارو، پوهېږو چې دا دواړه د غربي قدرتونو داسې شتمني ده چې له سوریې وروسته د دې احتمال زیات دی چې دا نیابتي جهادي ډلې د ناټو هېوادونو لخوا په افغانستان کې او له دې ځایه د افغانستان په شمال کې د هېوادونو پر ضد وکارول شي.
د سوریې او افغانستان له لنډ تاریخه زموږ زدکړه باید دا وي چې ټولې جهادي بنسټپالې ډلې په بېلابېلو بڼو په هېوادو کې د ملي نشنلیستي خوځښتونو او ازاديغوښتونکو سیاسي مبارزو د ماتې لپاره رامنځته کېږي. موږ افغانانو لپاره باید دا نوره جوته وي چې طالب او طالب ته ورته نورې ترهګرې ډلې په یوه نه یوه بڼه د سترو ځواکونو د ګټو د خوندیتابه لپاره پر موږ واکمنېږي او دلته د ولسي واک ریښې د دې ډلو پر مټ له منځه وړل کېږي. افغانان باید تر بل هر چا پدې ښه پوه وي چې له جهادي او اسلامي تندلارو ډلو څوک کله قهرمانان او په کومو حالاتو کې د تروریستان جوړوي.
د «اکثریت» له نظره باید د ازاد او خپلواک افغانستان لپاره د مبارزې سرلاري د اوسني بدلیدونکي نړیوال نظم او سیمهایزو جیوپولټیکو بدلونونو څخه ژور درک ترلاسه کړي او علمي مطالعه یې وکړي. د سوریې د سقوط په څېر پېښو څخه د افغانانو واقعي درک هغه مهال پياوړی کېدای شي چې زموږ سیاسي وګړي خپلواک فکر وکړي، د افغانستان لپاره فکر وکړي او د تېرو ترخو تجربو له مخې د بهرنیو لپاره نه، بلکې د خپل وطن او خپلو خلکو لپاره د ځمکې او اسمان د ګټلو لپاره مبارزه وکړي. دوی باید د دغو بحثونو پایلې او نهايي شننې او دریځ خپلو خلکو سره شریک کړي، بحثونه وکړي او په خپلو پښو د درېدو هوډ ولري. پدې توګه به یې هم د خلکو په اګاهۍ کې مرسته کړي وي او هم به پدې پېښو کې د دوی دریځ او موقف خلکو ته څرګند شوی وي. ګوندې له همدې څاڅکو څاڅکو څخه هغه سیند رامنځته شي چې د ازادۍ او خپلواکۍ سپېڅلي سمندر ته لار ومومي.
اکثریت سیاسي فکري ټولګه ده چې د ملي او ډموکراټیکو افکارو لرونکي ملتپال افغانان یې پر مخ وړي او د همدې ټولګې ګډ فکر منعکسوي.