له نن څخه ۴۶ کاله وړاندې پدې ورځ (د مرغومي شپږمه) پر افغانستان دپخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو یرغل وکړ، برحاله حکومت یې ړنګ او پرځای یې د خپلې خوښې واکمنان مسلط کړل. موږ د افغانستان پر خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ملي ارزښتونو دا پېښه لکهد هر بل پردي مستقیم او نیابتي یرغل په څیر په کلکه غندو. دا یرغل له سیاسي، بشري او اقتصادي پلوه زموږ هېواد او خلکو ته دومرهویجاړونکی و چې نږدې نیمې پیړۍ وروسته لا هم افغان ولس د هغې لهجانبي پایلو او ناورین څخه ځان ندی خلاص کړی. دلته یو مهم ټکی باید تل زموږ په یاد وي چې د شوروي ښکېلاک تر یرغلوړاندې لا غربي ښکېلاک شوروي اتحاد سره د نړیوال جیوپولټیک رقابت پهموخه زموږ په هېواد کې افراطي جنګي ډلې رامنځته کړې وې، چې دشوروي د یرغل په پلمه یې لاپسې تجهیز او تمویل کړې. د غربي او شرقي ښکېلاک ددغه سیاستونو په پایله کې د افغانستان د دووپېړیو بیوروکراتیک نظام، ملکي او نظامي جوړښتونه په بشپړه توګه ونړولشول. سربېره پر دې د لوېدیځ په مستقیم مالي ملاتړ، زموږ د دودیز ملياسلامي فرهنګ د مسخه کولو او د افغان نوي نسل د افراطي کولو لپارهسیستماتیک کار وشو. ښوونیز نظام ته جنګي او افراطي نصاب ور دننهشو او څو نسلونه د افراطي ذهنیت په زهرو ککړ شول. هغه شاتګپاله ډلېچې نن ورسره مخ یو، د همدې نصاب او استخباراتي مدرسو مستقیممحصول دی. د نسلونو د تباه کولو په دې بهیر کې، دولتي، اقتصادي او فرهنګي بنسټونهله منځه ولاړل او پر ځای یې یو نادولتي ـ جهادي ایکوسیستم رامنځته شو؛داسې ایکوسیستم چې د لوېدیځ، پاکستان او سعودي عرب په همکارۍجوړ شو او تر نن پورې د نویو افراطي ډلو د زېږولو او زموږ د راتلونکونسلونو او ملي ارزښتونو د تباه کولو خطرناک ظرفیت لري. موږ باور لرو چې د شوروي او لوېدیځ په مداخلو کې افغاني نیابتي عناصراو ډلې ښکېلې وې، او لا هم فعالې دي. همدې واقعیت ته په کتو،«اکثریت»پر دې ټینګار کوي چې د هیواد د اوږدې کشالې حل یوازې دخپلواکو افغاني سیاسي سازمانونو ترمنځ د رښتیني دیالوګ، ملي انسجاماو متقابل تفاهم له لارې ممکن دی؛ داسې بهیر چې هیڅ ډول بهرنی تمویل،تجهیز او منځګړیتوب ونه لري. موږ هر ډول بهرنۍ نظامي او سیاسيمداخله ردوو او پر وړاندې یې ښکاره او قاطع دریځ نیسو. د یو ازاد او خپلواک افغانستان په لور…

شنبه, جنوري 24, 2026

‏پدې وروستیو کې په ځینو سیاسي کړیو کې په دې اړوند پوښتنې رابرسېره کیږي چې که چیرې د ټرمپ تر
‏مشرۍ لاندې د امریکا راتلونکی حکومت طالبانو سره اختلاف پیدا کړي او وغواړي د طالبانو د رژیم پر ضد نظامي ګام واخلي، نو آیا طالب ضد سیاسي ډلې او څیرې به د دې ډول نظامي ګام ملاتړ وکړي او که نه؟

‏مخکې له دې چې د نوموړې پوښتنې ته ځواب ته راشو، مهمه ده موږ پر دې خبرې وکړو چې زموږ له انده د افغانستان د ستونزې ژورې او لاملونه څه دي. که چېرې موږ د دې دوهمې پوښتنې ځواب لومړی ترلاسه کړ، وروسته له هغې د لومړنۍ پوښتنې ځوابول ډېر اسانېږي.

‏افغانستان څه باندې دوه پېړۍ کېږي چې د سترو استعماري او امپریالیستي ځواکونو تر منځ دل کېږي. د زبرځواکونو دې تکراري لوبې له افغانستانه لاس او پښې داسې غوڅې کړي او دا ټپ دومره تازه دی چې هېواد مو ترېنه تر ننه کړېږي.

‏نولسمې پېړۍ کې انګرېزي زمري او تزاري یېږ د افغانستان له وجوده برخې پرې کړې، افغانستان نه یې د بهرني سیاست واک واخیست او په کور دننه یې هغه خلک راواکمن کړل چې د دوی ګټو ته ژمن ول. ورسره یې د ۳ جګړو په لړ کې افغانستان په وار وار له بنسټونو بې برخې کړ او دلته یې ولسي پروسې له یو مخې شنډې کړې.

‏ورپسې شلمې پېړۍ کې بیا د شوروي او د غرب تر منځ سړه جګړه کې افغانستان د امریکا په پیسو، د سعودي په تېلو او د پاکستان په استخباراتي لوبو د نړۍ د ټولو جهادي او افراطي ډلو په ځاله واوښت. دا هغه وخت و چې اسامه د نیویارک‌ټایمز لپاره د ازادۍ د مبارزې سمبول و او جهادي ډلې ورته د سولې کوترې. امریکا زموږ ټوله سیمه د جهاد په اور وریته کړه او په دې لار کې یې زموږ څو نسله په جهادي زهري نشې مست کړل. د شلمې پېړۍ په پای کې شوروي جګړه بایلوده، امریکا د جهادیزم او اېخوانیزم په څېره کې بریالۍ شوه او افغانستان یې جهادیانو ته ورډالۍ کړ. طالب د همدغو جهادي ډلو دویم نسل دی. په بله مانا، طالب بل څه ندي، بلکې د غرب د غیرانساني سیاست تداوم دی. طالب له ځمکې راشین شوی مرخېړی ندی، بلکې یو شالید لري، یوه کیسه لري.

‏بلخوا د دغو دوو پېړیو تاریخي سترو لوبو کې موږ د افغانو واکمنو یو تکراري سیاست وینو چې هر ځل تکرارېږي او هر ځل له تکرار سره بیا ناکامېږي او د هغې ناکامۍ په پایله کې افغانان نور هم د تاریخ په مېچن کې اوړه کېږي، دل کېږي او محوه کېږي. دغه زهرجن تکرار نه یوازې له تاریخ څخه د افغانو واکمنو بېخبري ښيي، بلکې دا هم ښيي چې نړیوال هر ځلې ورته کیسه له موږ سره په بېلابېلو بڼو تکراروي. دا زهرجن تکرار څه دی؟ دغه زهرجن تکرار دا دی چې هر کله چې بهرنیو امپریالیستي او استعماري ځواکونو غوښتي افغانستان په تبر ووهي، افغانو واکمنو له ځانه د دې تبر لاستی جوړ کړی دی. نړیوالو دا تبر کله د کافر شوروي پر ضد د جهاد په نامه او کله یې هم بیا د بشر د حقونو لپاره د مبارزې په نامه زموږ په پښو وهلی دی. او دا ځل هم که چېرې افغانان له خپل ناکام تاریخه زدکړې ونکړي، دا تاریخ به کټ مټ تکرارېږي.

‏د اګست له پنځلسمې وروسته باید ټولو افغانانو ته دا څرګنده شوې وي چې امریکا که افغانستان ته راځي هم یوازې د خپلو ګټو لپاره به وي، او که چېرې ځي هم نو یوازې د خپلو امپریالیستي ګټو لپاره به وي. د یو څو قومندانانو، ‌فاسدو چارواکو او بدمذهبه مجاهدینو نه پرته، د عام افغان لپاره امریکا یوه خپسه ده چې پر ستوني یې ناسته ده.

‏اوس نو خبره دا ده چې آیا موږ د افغانستان د ناکام او خونړي تاریخ بیاځلې تکرار غواړو او که دا ځل له خپلو تېرو زدکړې کوو او خپلې تاریخي تېروتنې سموو؟ که چېرې موخه یوازې شخصي ګټې وي او له تاریخه زدکړه او وطن نه وي، بیا د لومړنۍ پوښتنې ځواب ډېر اسان دی او هغه دا دی چې امریکا ته یو ځل بیا ځولۍ وغځول شي چې راشي، افغانستان په بمونو فرش کړي، یو څو تنه شتمن کړي او بېرته لاړه شي؛ خو که موخه دا وي چې موږ د تاریخ لوری بدلول غواړو او په لومړي‌ ځل په زغرده وایو چې نور افغانستان کې د هېڅ بهرني په ملاتړ جګړه نه کوو، بیا د لومړنۍ پوښتنې ځواب د یو غیرتي او ننګیالي افغان لپاره “نه!” دی.

‏د «اکثریت» لپاره د نوموړې پوښتنې ځواب دویم انتخاب دی. زموږ له نظره د افغانستان په اړه هر ډول ګام، که هغه نظامي وي او که غیرنظامي، چې تر څو یې مالکیت او رهبري د افغانانو د بومي ملي سیاسي سازمانونو سره نه وي او د هېوادوالو د منلو او ارادې مشروعیت ونلري، د منلو وړ ندی. موږ به یې مخالفت کوو او پر وړاندې به یې درېږو. موږ افغانستان کې بې له بهرني سپانسره سیاست کول غواړو. افغانستان باید د ختیځ او لوېدیځ، سوېل او شمال څخه په استخباراتي ملاتړ نه، بلکې د افغانانو په خپلواکې سیاسي ارادې باندې وګټل شي او موږ په همدې باور لرو. موږ له تاریخه خپله زدکړه کړې، او هغه ډلې چې له تاریخه زدکړه نکوي، د افغانانو پر وړاندې به مخ تورنې او ذلیله وي.

‏ زموږ مخالفت یوازې د ملي ارادې او د خپلې خاورې مالکیت د اصولو پر بنسټ ندی، بلکې د تاریخي تیروتنو او زده کړو پر اساس هم دی. پخوانۍ ګڼ شمېر ترخې تجربې موږ ته دا راښیي چې بهرني پوځي او غیرپوځي مداخلې، که هرڅومره د څرنګوالي او امکاناتو له نظره پراخې او لویې وي، او د شعارونو له مخې انساني وبرېښي، بیا هم یوازې او یوازې زموږ د هېواد د سیاسي او اقتصادي بې‌ثباتۍ لامل شوي، او ګټه اخیستونکي یې یوازې بهرنیو استخباراتي ادارو پورې اړوند یو څو افراد او بهرني شرکتونه دي.

‏د طالبانو اوسنی استبدادي رژیم هم د بهرنیو استخباراتي ادارو په ملاتړ او پشتوانه د واک په ګدۍ ناست دی، او د بهرنیو د ملاتړ له بندېدو سره د دوی سقوط حتمي دی. خو دا تشه باید د نوي ملي تفکر پر اساس، نوي جوړ شوي سازمانونه پوره کړي، نه پخواني جهادي جنګسالاران او انجویي څیرې. «اکثریت» د اوسني استبدادي حاکمیت سره ژور اصولي اختلاف لري او دوی ته د یوې نیابتي غیر مشروع ډلې په سترګه ګوري.

‏زموږ له نظره، زموږ د ستونزو اوږدمهاله حل ته اړتیا ده، د تاریخ د تکرار د مخنیوي اړتیا ده. موږ باور لرو چې د ملي او د بهرنیو سازمانونو نه د خپلواکو افغاني سیاسي جوړښتونو په جوړولو او د رغنده دیالوګ په وسیله د حل لارې بهیر پیلولی شو. «اکثریت» د دې پروسې مخکښ سازمان دی او هیله لري چې د ملي مفکورې لرونکې نورې سیاسي وګړي او ټولګې هم باید له «اکثریت» څخه په الهام اخېستو دغه بهیر سره یو ځای شي.

‏اکثریت سیاسي فکري ټولګه ده چې د ملي او ډموکراټیکو افکارو لرونکي ملتپال افغانان یې پر مخ وړي او د همدې ټولګې ګډ فکر منعکسوي.